د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبیکستان کې د یاد هېواد له چارواکو سره د سوداګریزو، صنعتي او سیاحتي همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړي.
دې کتنه کې د بخارا والي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې فرصتونو ارزونې په موخه کابل ته سفر وکړي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر کابل ته د اوزبیکستاني پلاوي د سفر هرکلی کړی دی.

