د بدخشان ولايت والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي د تاجیکستان سفارت له آتشې نظامي خورشید آدینهزاده او د دغه سفارت له لومړي سکرتر نظرعلي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ پر د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سرحدونو د لا ښه مدیریت او ټینګښت، په سرحدي سیمو کې د ګډو بازارونو د جوړولو او پیاوړتیا، او همدارنګه بدخشان ولایت کې د تاجيکستان د قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو پر لارو چارو هر اړخیز بحثونه وشول.
ورته مهال، دواړو خواوو د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د قانوني تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګریزو تبادلو د کچې د لوړولو، د نوو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو، او د دواړو هېوادونو د خلکو د ثبات او هوساینې لپاره پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
په پای کې، د دواړو لوريو مقاماتو دا ډول لیدنې د افغانستان او تاجوکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او د ښه ګاونډیتوب د پیاوړتیا لپاره مهمې او اغېزمنې وبللې، او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

