ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 420

د ۱۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان قیمتي او نیمه‌ قیمتي ډبرې وپلورل شوې

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په مرکز کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رییس مولوي سید رحیم، د کمېټې غړو، سیمه‌ییزو مسوولینو او ۲۵۰ پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، چې په دغه داوطلبۍ کې بېروج او سوټکي بېروج د شاوخوا ۱۴۲میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول.

د یاد وزارت په وینا، له دې پلور څخه د اسلامي امارت ونډه ۱۴.۲ میلیونه افغانۍ شوې ده، چې دا د عوایدو د زیاتوالي، د پانګوالو لپاره د پانګونې د نویو فرصتونو برابرولو او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د قانوني استخراج په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

ملا تاجمیر جواد: د ټولنې هر وګړی د منکراتو او ناوړه دودونو پر وړاندې ګډ مسوولیت لري

خوست ولايت مرکز اړوند قلموال مېنه کې، د نیازیو قوم له‌خوا، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان د تطبيق پر بنسټ، د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ستره غونډه وشوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستیال ملا تاجمير “جواد” د ولایت مقام مسوولینو، د اړوندو ادارو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د استخباراتو لومړي مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، د ټولنې هر وګړی مکلف دی چې د منکراتو او بدو رواجونو مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له افغانستان څخه د خلکو تېښته او په سختو لارو وتل، یوازې د بدو رواجونو او ناوړه دودونو پایله ده.

ښاغلي جواد په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

دغه‌راز استخباراتو لومړي مرستیال د ښځو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي او د تبلیغاتو ښکار ونه ګرځي.

ملا تاجمیر جواد ویلي، چې افغانستان له یو ستر بحران څخه راوتلی او د تېرو څلورو کلونو په موده کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري.

همدارنګه نوموړي د نیازیو قوم مشرانو، علماوو او ځوانانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټولنې د اصلاح او سوکالۍ لپاره باید یو موټی پاتې شي.

ښاغلي جواد د تړونونو د اهمیت په اړه زیاته کړې، تړون د وعدې مثال لري، ماتول یې حرام دي، او عملي کول یې پر ټولو واجب دي.

د غونډې په وروستيو کې، د خوست ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محمد صابر “صابري” د نيازيو قوم له‌خوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان پر بنسټ، د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ځانکړی پريکړه‌ليک ولوست او له ټولو یې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د غونډې ګډونوالو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان پر بنسټ، د ياد پرېکړه‌لیک د بشپړ عملي کولو ژمنه کړې او ډاډ یې څرګند کړی دی، چې د پلي کولو په برخه کې به یې ګډې هڅې کوي او د ټولنې د اصلاح، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د سالمو دودونو د ترویج لپاره به هر اړخیزه زمینه برابروي.

شیخ ندا محمد ندیم: د دنیا او اخرت سرلوړي د دیني او عصري علومو په زده کړه کې ده

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم کندهار پوهنتون کې د سویل لوېدیځ خصوصي او دولتي پوهنتونونو د محصلینو لپاره په دیني – علمي سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس، د کندهار ولایت جهادي مدرسې رییس، د ولایتي ادارې یو شمېر رییسانو، علماء کرامو، د کندهار، اناسټو او د یاد ولایت خصوصي پوهنتونونو مشرتابه پلاوي، استادانو او زرګونو محصلینو ګډون کړی و.

شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې په دې ډول دیني مجالسو کې ګډون کول زموږ ایمان تازه کوي، زړونه مو قوت مومي، خپلو اعمال ته لا متوجه کېږو، دغه راز الله تعالی مو ګناهونه رابخښي او الله تعالی ته لا رجوع کوو.

همدارنګه نوموړي په ټولنه کې د علماء کرامو ارزښت بیان کړی او ویلي یې دي: “لکه څنګه چې یوه سخته ناروغي د ماهرو ډاکټرانو درملنې ته اړتیا لري، همداسې ټولنه د علماء کرامو لارښوونې او علم ته اړتیا لري؛ علماء کرام د دین ساتونکي دي او په تاریخ کې یې د الله تعالی له دین، کتاب او نبوي سنتو څخه دفاع کړې ده.”

ښاغلي ندیم زیاته کړې، علماء کرامو تر موږ او تاسو دین را رسولی، نو پکار ده چې د خپلو علماء کرامو ټول اقوال په زړه کې وساتو او عمل پرې وکړو.
 
د لوړو زده کړو وزیر محصلانو ته په خطاب کې ویلي، که غواړئ په دونیا او اخرت کې سرلوړي ترلاسه کړئ؛ نو په دواړو علومو دیني او عصري ځانونه ښه سمبال کړئ.

 دغه راز شیخ مولوي ندا محمد ندیم د خپلو خبرو په وروستیو کې محصلانو ته بېلابېلي سپارښتني کړې دي.

 د یادونې وړ ده، چې دغه اووه ورځنی سمینار په کندهار پوهنتون کې د سهیل لوېدیځ زون لسو امارتي او خصوصي پوهنتونونو (کندهار، اناسټو، هلمند، نیمروز او فراه امارتي او همدا راز ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر خصوصي پوهنتونونو) ٥٥٠ تنو محصلانو ته جوړ شوی و.

د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي قانون د پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون پلي کولو په موخه د بین الوزارتي هییت د همغږۍ دوهم پړاو غونډه وشوه.

په دې غونډه کې ښاغلي وزیر د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د بېلا بېلو امارتي ادارو د مرستیالانو او رییسانو ګډون درلود.

 مولوي نور جلال جلالي ویلي، د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی، جدي، اړین او خورا مهم دی.

دغه‌راز نوموړي له اړوندو ادارو څخه غوښتي، چې د دې قانون د پلي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد ویلي، موږ د دې قانون د پلي کولو لپاره تطبیقي پلان چمتو کړی او د قانون په رڼا کې مو د هرې ادارې دندې مشخصې کړې دي، ترڅو په اړه یې راتلونکي اجراات تر سره شي.

همداراز نوموړي له همکارو ادارو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي.

ښاغلي زاهد د دې قانون له توشیح وروسته د یادې ادارې د اقداماتو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي دي.

بل لور ګډونوالو په دې غونډه کې د درملو، خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د ښه والي او غوره پلي کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ژمنه یې کړې، چې دوی به په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

ترکیې له اسرائیلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د دې هېواد په پارلمان کې د غزې په تړاو ځانګړې غونډې ته ویلي، چې دغه هېواد له اسرائیلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

 ښاغلي فیدان زیاته کړې، دغه هېواد د اسرائیلي الوتکو پر وړاندې خپل هوایي حریم تړلی او د ترکیې بېړیو ته هم اجازه نه ورکوي، چې اسرائیلي بندرونه ته تګ وکړي.

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر غزه کې د صهیونیستي رژیم ظلم او وحشت ته په اشاره ویلي، اسرائیلي رژیم له تېرو دوو کلونو راهېسې په غزه کې د نسل‌وژنې جنایتونه کوي او د نړۍ د سترګو پر وړاندې بنسټیز بشري ارزښتونه له پامه غورځوي.

 د فیدان په وینا، هغه جنایتونه چې په غزه کې شوي، ” د انسانیت په تاریخ کې د تیاره څپرکو څخه د یو څپرکي په توګه ثبت شوي دي.”