ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 421

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې، چې په ترڅ کې يې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او اووه تنه ټپيان شوي، په کابل کې د یاد هېواد سفیر احضار کړی او د افغانستان د احتجاج‌ليک يې ور سپارلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل يې ګڼي.

یاد وزارت زياته کړې، همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې حتما خپل عواقب لري.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو له قوله ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي.

راپور زیاتوي، چې له دې ډلې ۱۹ تنه د بشري مرستو د ترلاسه کولو پرمهال په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویلي، چې دا چاره په جګړه کې د «یو نوي او خطرناک پړاو» پیل ښيي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له امله لږ تر لږه ۶۲ زره او ۹۶۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۹ زره او ۲۶۶ نور ټپيان شوي دي.

نورالدین عزیزي او د قطر د سفیر لیدنه؛ افغانستان کې د قطر په اوږدمهاله پانګونې خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره لیدنه وکړه.

 صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر په اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغانستان کې د قطر په اوږدمهاله پانګونې خبرې کړې دي.

دغه راز ښاغلي الخیارین د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د قطر د سفر بلنه هم ورکړې ده.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی: مسوولین او غیر مسوولین دې په خپلو چارو کې له غفلت څخه ډډه وکړي

عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی په کندهار کې د پوهنې وزارت د مسولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي سمینار کې چې د پوهنې وزیر او یو شمېر نورو علماء کرامو هم پکې برخه اخیستې وه، د سیمینار ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مهمې توصیې کړې دي.

 په پیل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی د ټولو مسولینو د خدمتونو ستاینه کړې او د علم، تعلیم او تربیې د ارزښت او اړتیا په اړه یې د قرانکریم او حدیثونو په رڼا کې تفصیلي وینا کړې او ویلي یې دي، په دنیا کې د خیر منابع چې الله جل جلاله خیر ورته ویلي دي، عالم، متعلم او ذاکر دی او هغه څوک چې له دوی سره مرسته کوي، د هغه علم چې د الله پاک جل جلاله د معرفت، د دین او شریعت پیژندل پکې راځي، په قرانکریم او حدیثو کې یې مدحه او فضیلت بیان شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، علم او علماء د دنیا د بقا او د الله جل جلاله له عذابونو څخه د نجات ذریعه ده او د علم او عالم په برکت الله جل جلاله د ځمکې پرمخ فسادونه، بد اخلاقي او فحاشي ورک کړې دی.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته علم په افعالو او اعمالو سره ورښوده رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به صحابه کرامو ته کوم څه ورښودل، هغه به یې په عمل کولو سره ورښودل او بیا به یې ورته وفرمایل: لکه څنګه چې مو زه ولیدم، داسي عمل کوئ.

همداراز صحابه کرامو هم خلکو ته د علم ښودنه په عمل سره کوله او د خلکو د عقیدو او اخلاقو اصلاح یې ذهناً او فکراً کوله او د دوی عادات به یې جوړول.

ښاغلي امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی ویلي، انبیا کرامو علیهم الصلوة والسلام چې په کومه طریقه د خلکو لارښوونه کړې ده، علماء کرام دي هم په هغه ډول د خلکو لارښوونه وکړي.

 نوموړي زیاته کړې، علما کرام باید د انبیا کرامو علیهم الصلوة والسلام تقوا، صفتونه، خویونه، اخلاص، صبر او استقامت په ځان کې راولي او په عمل کې دې خلکو ته ښکاره کړي، تر څو خلک هم په دوی پسې اقتدا وکړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی د خپلې وینا په اخیر کې د سیمینار ګډونوالو ته له غفلت څخه د ځان ساتنې په اړه مهمې سپارښتنې کړي او ویلي یې دي، چې غفلت ډیر مهلک مرض دی، مسوولینو او غیر مسوولینو ته پکار دی چې په خپلو کارونو کې له غفلت څخه ځان وساتي.

دغه‌راز نوموړي د ښوونې او تربیې مسوولینو او استادانو ته یې په خطاب کې ویلي، پر طالبانو او شاګردانو رحم وکړئ، مراقبت یې وکړئ، شاګردان مه پریږدئ چې په عبثیاتو مشغول شي.

وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

ملي دفاع وزارت: د افغانستان پر خاوره د پاکستاني الوتکو برید به خپل عواقب ولري

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني الوتکو برید چې د ملکي ښځو او ماشومانو د شهادت لامل شو په کلکو ټکو وغنده.

 یاد وزارت ویلي، داسې د ظلم او وحشت څخه ډک اقدامات د هیچا په ګټه نه دي؛ بلکې د دواړو مسلمانو هېوادونو د خلکو ترمنځ د فاصلې پیداکولو او د دواړو اړخونو ترمنځ د نفرت سبب ګرځي او دغه ډول بې‌مسولیته کړنې به عواقب ولري.

مولوي عبدالکبیر د بابکرخیل قوم له یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بابکرخیل قوم له یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

د ناستې په پیل کې د بابکرخيل قوم مخورو او علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې مېشت زرګونه افغان کورنۍ خپل هېواد ته د راتګ تکل لري.

یادو مخورو او علماوو زیاته کړې، چې ګڼ شمېر افغانان ورسره په اړیکه کې دي او غواړي په نږدې راتلونکې کې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.

دوی کډوالو ته په ښارګوټو کې د ځمکو د وېش او راستنېدونکو ته د لنډ مهاله پنډغالي د چمتو کېدو په موخه خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د بابکرخيل قوم مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال د اسلامي نظام په بریا کې د هغوی د همکاریو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت چمتووالی او قوي اراده د راستنېدونکو د پرله‌پسې څو جوپو د ښه مدیریت سبب شوه.

د کډوالو د وزیر په خبره، ایران او پاکستان ته د افغانانو کډوال کېدل یوازې له دین او ارزښتونو څخه د دفاع په موخه وو او له همدې امله هر افغان راستنېدونکی د قدر وړ دی.

هغه راستنېدونکو ته د لنډ مهاله مناسب پنډغالي د چمتو کولو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې راستنو شویو ته د ځمکو د وېش په برخه کې به هم همکاري وکړي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کډوالو د ثبت پر مهال د ګڼې ګونې د مدیریت او ستونزو حل په موخه به د ملګرو ملتونو اړوند ادارې خپل مرکزونه ننګرهار او کندهار ته راولېږدوي.

د امریکا د کوینیپیاک پوهنتون نظر پوښتنه؛ ۶۰ سلنه رایه ورکوونکو اسرائیلو ته د امریکا د پوځي مرستو مخالفت کړی

د امریکا د کوینیپیاک پوهنتون (Quinnipiac University) د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې له هرو لسو امریکايي رایه‌ورکوونکو څخه شپږ د امریکا له لوري اسرائیلو ته د لا ډېرو پوځي مرستو له لېږلو سره مخالف دي.

د یادې نظر پوښتنې پایلې، چې پرون (چهارشنبه، د وږي ۵مه) خپرې شوې، څرګندوي چې ۶۰ سلنه رایه ورکوونکو اسرائیلو ته د امریکا د پوځي مرستو مخالفت کړی دی.

همدارنګه د نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې ۵۰ سلنه امریکايي رایه ورکوونکي باور لري، چې اسرائیل په غزه کې نسل‌وژنه کوي.

د دې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، اسرائیلو ته د امریکا له لوري د پوځي مرستو د لېږلو ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

له دې وړاندې د امریکا د کانګرس دیموکرات استازي رو خانا هم د اسرائیلو د پوځي ملاتړ له امله پر امریکا سخته نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، د غزې جګړه هغه وخت پای ته رسېږي، چې واشنګټن اسرائیلو ته د وسلو لېږد ودروي.

د اسلامي امارت پلاوي د سیتوایا کمپنۍ او کازان د انرژۍ له پوهنتون څخه لیدنه وکړه

د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري په مشرۍ، چې د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال یې هم ملتیا کوله، د تاتارستان پلازمېنې کازان کې د برېښنايي توکو او مېټرونو د تولید سیتوایا کمپنۍ څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د امارتي شرکتونو لوی رییس د افغانستان د برېښنا شبکې په اړه د یادې کمپنۍ رهبرۍ ته معلومات ورکړي او غوښتنه یې کړې، تر څو د مېټرونو د برېښنايي کولو او واحدې شبکې په جوړولو کې ګډ کار وکړو.

د یادې کمپنۍ مشرتابه پلاوي په دې برخو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې له افغان تخنیکي انجینرانو سره تر کتنې وروسته به هڅه وکړو، تر څو په افغانستان کې یو تخنیکي ورکشاپ جوړ کړو.

همدا راز یاد پلاوي د هیمګران صنعتي پارک څخه هم لیدنه کړې ده.

د دې تر څنګ دې پلاوي د کازان د انرژۍ پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د افغان محصلینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

دوی د پوهنتون له استازو غوښتنه کړې، چې د برېښنا او نفتو په برخو کې د افغان انجینرانو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې همکاري وکړي.

د پوهنتون مشرتابه پلاوي په انلاین او حضوري توګه د زده‌کړو په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.