ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د بابکرخیل قوم له یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بابکرخیل قوم له یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

د ناستې په پیل کې د بابکرخيل قوم مخورو او علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې مېشت زرګونه افغان کورنۍ خپل هېواد ته د راتګ تکل لري.

یادو مخورو او علماوو زیاته کړې، چې ګڼ شمېر افغانان ورسره په اړیکه کې دي او غواړي په نږدې راتلونکې کې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.

دوی کډوالو ته په ښارګوټو کې د ځمکو د وېش او راستنېدونکو ته د لنډ مهاله پنډغالي د چمتو کېدو په موخه خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د بابکرخيل قوم مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال د اسلامي نظام په بریا کې د هغوی د همکاریو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت چمتووالی او قوي اراده د راستنېدونکو د پرله‌پسې څو جوپو د ښه مدیریت سبب شوه.

د کډوالو د وزیر په خبره، ایران او پاکستان ته د افغانانو کډوال کېدل یوازې له دین او ارزښتونو څخه د دفاع په موخه وو او له همدې امله هر افغان راستنېدونکی د قدر وړ دی.

هغه راستنېدونکو ته د لنډ مهاله مناسب پنډغالي د چمتو کولو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې راستنو شویو ته د ځمکو د وېش په برخه کې به هم همکاري وکړي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کډوالو د ثبت پر مهال د ګڼې ګونې د مدیریت او ستونزو حل په موخه به د ملګرو ملتونو اړوند ادارې خپل مرکزونه ننګرهار او کندهار ته راولېږدوي.