ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 48

د «پرمختګ» ویب‌سایټ، د رسنیو لارښود او د ارګ د پاڼې ۱۰۰مه ګڼه پرانیستل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې د پرمختګ ویب‌پاڼه، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې د ۱۰۰‌مې ګڼې د پرانېستې مراسم ترسره شول.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې د ۱۰۰ مې ګڼې د پرانېستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

 ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر لخوا پر وخت له خلکو او رسنیو سره د معلوماتو او لاسته راوړنو شریکولو لپاره دغه اقدامات وستایل او وې ویل، اسلامي امارت د معلوماتو مدیریت، عامه پوهاوي او له خلکو سره پر وخت د معلوماتو شریکولو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

 نوموړي خلکو ته د نظام د کړنو، د حقایقو رسولو او د دښمن د پروپاګند خنثی کولو لپاره د یو منظم سیستم موجودیت مهم وباله او د حکومت د لاسته راوړنو منعکسولو لپاره یې پرمختګ ویبسایټ یو مستند ادرس یاد کړ.

 ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، پرمختګ ویبسایټ د دقیقو معلوماتو او د نظام د رسمي دریځ لپاره د یو معلوماتي بانک په توګه استفاده کېږي او له رسنیو څخه یې هم د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د ویاند دفتر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له هر اړخیز پلوه په دقیق ډول د اسلامي امارت د بېلابېلو لاسته راوړنو، پرمختګونو او معلوماتو د خپرولو او د رسنیو د لاسرسي لپاره معلوماتي بانک او سرچینه رامنځته کړې ده.

 نوموړي زیاته کړه، د دغو نوښتونو په رامنځته کېدو سره به د دښمنانو د تبلیغاتو مخنیوی وشي او د اسلامي امارت لاسته راوړنې په میاشتني، ربعوار او کلني ډول محاسبه کېدلی شي.

مولوي ذبیح الله مجاهد وویل، د امارتي ادارو مسولین او ویندویان دې د حکومت د رسنیو مرکز سره د اړوندو وزارتونو او ادارو د لاسته راوړنو او معلوماتو په شریکولو سره د دې پروسې ملاتړ وکړي او رسنۍ دې د معتبرې سرچینې په توګه ورڅخه ګټه واخلي.

نوموړي د پرمختګ ویبسایټ د بریا، د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوی او ښې اطلاع رسونې لپاره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سره د مشورو، نظرونو او همکاریو شریکول اړین وبلل.

 همدارنګه د چارو اداري عمومي رییس شیخ نورالحق انور ملت ته د ځواب ویلو لپاره د اداري پروسیجرونو ساده کول تشریح کړل او وې ویل، دغه اقدامات د وخت ضائع کېدو او فساد مخنیوي او روڼتیا رامنځته کېدو لامل شوي.نوموړي دغه راز له رسنیو وغوښتل چې د ادارو مکلفیتونه تشخیص کړي.

 ورپسې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي خبریالانو او خلکو ته د کره معلوماتو د لاسرسي په موخه د امارتي ادارو د لاسته راوړنو منعکسولو په برخه کې د ویاند دفتر د هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، د مسائلو د پټولو او سکوت پر ځای باید پر وخت کره معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک شي.

نوموړي زیاته کړه، دغه راز دې اړوند مسولین وخت په وخت ګټور معلومات له رسنیو شره شریک کړي.

په دې مراسمو کې د اقتصاد وزارت مرستیال دوکتور عبدالطیف نظري پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب او د ارګ پاڼې سلمې ګڼې چاپ لویې لاسته راوړنې وبللې، چې معلومات په دقیق او ښه ډول خلکو ته رسوي.

 نوموړي په اوسني عصر کې د رسنیو ارزښت ته په اشارې وویل، موږ باید له رسنیو څخه په قوي، شفافې او اغېزناکې استفادې سره دښمن ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ فعالیتونه او لاسته راوړنې وننګوي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

 وروسته د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو ګټورو، بنسټي او ستراتیژیکو اقداماتو څخه په مننې وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت سره د رسنیو فعالیتونه په منسجم او قانونمند ډول د خبریالي اصولو او ضوابطو مطابق ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د رسنیو د سرغړونې د مخنیوي کمېسیون د رسنیو رواني او فکري مصئونیت رامنځته کړی، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له رسنیو سره د همغږي ناستې کړي او د ملي منافعو او اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ملاتړ په خاطر رسنیو ته د لوري ورکولو په برخه کې یې د همغږۍ ناستې او بېلابېل ورکشاپونه جوړ کړي دي.

دغه‌راز د طلوع نیوز ټلویزیون رییس فریدالله محمدي د خبریالانو په استازیتوب وویل، رسنیو د هېواد د ملي ګټو ساتنې لپاره خپل ملي رسالت ترسره کړی او حکومت دې له رسنیو سره د فاصلې د لا کمولو لپاره پر وخت معلومات شریک کړي.

 نوموړي زیاته کړه، د افغانستان رسنیو د دښمن د تبلیغاتو دفع کولو او خلکو ته د حقایقو رسولو لپاره خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کړی او وروستۍ بېلګه یې پر افغانستان د پاکستان د تېري پر مهال د واقعیتونو سپړل او ولس ته د اوښتو زیانونو پر وخت نشرول دي.

د یادونې وړ ده، چې د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې ۱۰۰ مې ګڼې په اړه د معلوماتي ویډیو له خپرولو وروسته، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور او د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پرمختګ ویب سایټ پرانیست او د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد هاشم شهید ورور لخوا د دعائیې په لوستلو سره دغه مراسم پایته ورسېدل.

ملا نورالله نوري: افغان ولس نه غواړي پخواني واکمنان بېرته د ځان واکمنان کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کندوز ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغان ولس د اوسني اسلامي نظام ملاتړ کوي او نه غواړي هغه کسان بېرته واک ته راشي چې پخوا شړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې له بهر څخه تبلیغات کوي او تشویشونه رامنځته کوي، د افغانانو لپاره د منلو نه دي.

ملا نورالله نوري همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د یوه باثباته نظام په رامنځته کېدو سره د پاکستان هغه واګي له منځه تللی، چې د ده په وینا په تېرو شلو کلونو کې یې شتون درلود.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت یو خپلواک نظام دی او د خپل استقلال د ساتلو ترڅنګ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ورته مهال، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مرستیال شیخ نور محمد حقاني ویلي، د افغانستان د خلکو بریا د پوځي امکاناتو پایله نه وه، بلکې د الهي نصرت نتیجه وه.

په غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو هم د نظام ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ولسونه د اسلامي نظام تر شا ولاړ دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د دې نظام پر ضد فعالیت وکړي.

دغه‌راز دوی ټینګار کړي، چې تر څو یې په بدن کې ساه وي، د دې نظام ملاتړ او دفاع به کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د نظرونو د تبادلې او ګډ تفاهم په موخه جوړه شوې وه، چې پکې د کندوز والي، د ولسوالیو استازو، علماوو، قومي مشرانو، استادانو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال نورستان کې څه‌باندې ۱۱ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې ۱۱ زره او ۴۷۰ هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په دې خدمتونو کې د پینځه زره او ۲۸۷ برېښنایي او پینځه زره او ۲۸۹ کاغذي پېژندپاڼو وېش او ۵۱۰ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمتونه او همدارنګه ۳۸۴ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي قدرت‌الله شمشېر وايي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې یوه یې په پارون ښار او بله هغه په کامدېش ولسوالۍ کې موقعیت لري او د پارون ښار په وېش څانګه کې د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم هره ورځ ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري تېر کال په دې ولایت کې د روغتیا سروې‌ تطبیق شوې او مراجعینو ته د اسانتیا په موخه ځینې پراختیايي پروژې هم پلې شوې دي.

کندهار کې د سېلابونو د خبرداري درې سیستمونه نصب شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO موسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ د سپین بولدک او ښکته شاه‌ولي‌کوټ ولسوالیو کې د سېلابونو د لومړني خبرداري درې سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د مسوولینو په وینا، دغه سیستمونه د اوبو کچه او چټکتیا اندازه کوي او د خطر په صورت کې د خبرداري زنګ په فعالېدو سره خلکو ته خبر ورکوي.

همداراز، د یادو سیستمونو د اغېزمنې کارونې لپاره پینځو تنو رضاکارانو ته اړینې ښوونې او روزنې هم ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې موخه د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب کچې لوړول او د سېلابونو د احتمالي زیانونو کمول دي.

تېر کال د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په برخه کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی

د ټولګټو وزارت وایي، چې په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د انتقالاتو په برخه کې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 یاد وزارت زیاته کړې، چې په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ  او د خواف–هرات لارې له لارې ټولټال شپږ میلیونه،۱۱۹زره او ۴۹۷ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د څلورو بندرونو له لارې ۴.۳ میلیونه متریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو؛ خو په ۱۴۰۴ کال کې د انتقالاتو اندازه شپږ میلیونه، ۱۱۹زره او ۴۹۸ متریک ټنو ته رسېږي، چې دا د ۳۹.۱ سلنې زیاتوالی ښيي.

د  ټولګټو وزرات د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې  څلور میلیونه،۲۶۱ زره او ۹۹۱ ټنه،  د آقینې بندر له لارې څلور میلیونه، ۷۲۲ زره او ۸۲ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې اووه میلیونه، ۴۳۰ زره او ۱۲ ټنه او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ میلیونه، ۴۲۲ زره او ۱۲ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې په ټوله کې شپږ میلیونه، ۱۱۹ زره او ۴۹۸متریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 همدارنګه په  ۱۴۰۴ هـ . ش کال کې ۱۰۳ زره او ۹۴۴ واګونه او ۴۶۳۶ څلوېښت فوټه کانټینره سوداګري توکي وارد او صادر شوې، چې وارداتي توکي کې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ، سرامیک کاشي، بوره، بلاست، کاغذ، سریښ، قیماق او نور خوراکي او ساختماني مواد دي.

دغه‌راز د صادراتو او ټرانزیټ په برخه کې، په ۱۴۰۴ کال کې ۷۴.۷۵۲ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه، وریجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندوانې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.

د ټولګټو وزرات وایي، چې د توکو د انتقالاتو د زیاتوالي او ودې لامل منظم پلان جوړونه، دوامداره څارنه، د زیربناوو پراختیا او د تخنیکي او اداري کارکوونکو د پرله‌پسې هڅو پایله ده او د اصلاحاتو او خدمتونو د اسانتیا بهیر به دوام ولري.

 دغه‌راز یاد وزارت تټینګار کړی، چې د لازمو تدابیرو په نیولو سره به شفاف، اغېزمن او معیاري خدمتونه لا ډېر برابر کړي او د عامه خدمتونو د پراختیا او ښه والي لپاره به عملي او دوامدار ګامونه پورته کړي.

د عامې روغتیا وزیر: د پولیو د مخنیوي لپاره جدي هڅې او د روغتیايي خدمتونو پراختیا اړینه ده

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې غونډه کې ویلي، چې د پولیو د مخنیوي لپاره باید جدي او دوامدارې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او ګاونډی هېوادونه لا هم د هغو سیمو له ډلې دي، چې پولیو پکې شتون لري، او ټینګار یې کړی چې د دې ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره باید له خلکو سره ګډ کار وشي او وقایوي تدابیر پیاوړي شي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز ویلي، د اکمال تخصص ریاست ته دنده سپارل شوې، څو محرومو ولایتونو ته د تخصصي بستونو ځانګړې سهمیه ورکړي، تر څو روغتیايي خدمتونه لا پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې، هر هغه کس چې د تخصص ازموینه کې ګډون کوي، مکلف دی چې لږ تر لږه دوه کاله د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې دنده ترسره کړي.

دغه‌راز ښاغلي جلالي خبرداری ورکړی، هغه موسسې چې له قرارداد سره سم خدمات وړاندې نه کړي، د ارزونې او نظارت وروسته به یې قراردادونه لغوه شي.

د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د هېواد په کچه په هره ولسوالۍ کې د روغتون جوړول د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ستر ګام دی.

د امريکا د پخواني ولسمشر مرستياله: د ایران پر وړاندې جګړې ته اړتيا نه وه

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیالې کاملا هرېس د میشیګان دیموکراتو مېرمنو په کلنۍ کمېټه کې د ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې هرېس د ایران پر وړاندې د امریکا- اسرائیلو ګډه جګړه «غیرې ضروري» بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه اقدام د جفري اپسټین قضیې څخه د خلکو د پام اړولو په موخه شوی دی.

نوموړې دغه راز ویلي، چې ټرمپ د بنیامین نتانیاهو په فشار دې جګړې ته داخل شوی او دغه اقدام یې د امریکا د خلکو د غوښتنې خلاف بللی دی.