د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کندوز ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغان ولس د اوسني اسلامي نظام ملاتړ کوي او نه غواړي هغه کسان بېرته واک ته راشي چې پخوا شړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې له بهر څخه تبلیغات کوي او تشویشونه رامنځته کوي، د افغانانو لپاره د منلو نه دي.
ملا نورالله نوري همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د یوه باثباته نظام په رامنځته کېدو سره د پاکستان هغه واګي له منځه تللی، چې د ده په وینا په تېرو شلو کلونو کې یې شتون درلود.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت یو خپلواک نظام دی او د خپل استقلال د ساتلو ترڅنګ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ورته مهال، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مرستیال شیخ نور محمد حقاني ویلي، د افغانستان د خلکو بریا د پوځي امکاناتو پایله نه وه، بلکې د الهي نصرت نتیجه وه.
په غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو هم د نظام ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ولسونه د اسلامي نظام تر شا ولاړ دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د دې نظام پر ضد فعالیت وکړي.
دغهراز دوی ټینګار کړي، چې تر څو یې په بدن کې ساه وي، د دې نظام ملاتړ او دفاع به کوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د نظرونو د تبادلې او ګډ تفاهم په موخه جوړه شوې وه، چې پکې د کندوز والي، د ولسوالیو استازو، علماوو، قومي مشرانو، استادانو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

