ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 49

حوثيانو د باب المندب تنګي د تړلو کواښ کړی دی

د حوثیانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حسين العزي ویلي، که‌چېرې د امریکا ولسمشر د سولې پر وړاندې خنډونو ته دوام ورکړي، نو دوی ښایي د باب المندب تنګی وتړي.

حسين العزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «که‌‌چېرې صنعا پریکړه وکړي چې باب المندب وتړي، نو ټول انسانان او حتا پیریان به یې په بشپړ ډول خلاصولو کې بې وسه وي.»

نوموړي پر ټرمپ او نورو ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې سمدلاسه ټولې هغه کړنې او پالیسۍ پای ته ورسوي چې د سولې مخه نیسي.

د یادونې وړ ده، باب‌المندب تنګی په نړیواله کچه د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د خامو تېلو او نور سون توکو د لېږد رالېږد لپاره مهمه سمندري لاره ده، چې سور سمندر د عدن خلیج سره نښلوي او د سویل کانال پر لور د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ته زمېنه برابروي.

سپاه پاسداران: د هرمز تنګی به تر هغې تړلی وي، تر څو امريکا سمندري محاصره لغوه نه کړي

د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونو (سپاه پاسداران) ویلي، د هرمز تنګي د تګ ـ راتګ وضعیت محدود شوی او دا به تر هغه دوام وکړي، چې د دوی په وینا امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلي بندیزونه لرې نه کړي.

د یادو ځواکونو د سمندري برخې په یوه بیان کې راغلي، چې له کښتیو غوښتل شوي په فارس خلیج او د عمان په سمندر کې له خپلو اوسنیو موقعیتونو څخه حرکت ونه کړي.

دوی ویلي، چې ځینې کښتۍ له تېرو ساعتونو راهیسې د دوی تر څارنې لاندې له تنګي تېرې شوې وې، خو اوس به د تګ راتګ محدودیتونه لا سخت شي.

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي ته نږدې کېدل به له دښمن سره همکاري وګڼل شي او سرغړونکي کښتۍ به له سخت اقدام سره مخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: هېواد به یې هېڅ غني شوي یورانیم امریکا ته ونه‌سپاري

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده ویلي، هېواد یې له امریکا سره د مستقیمو خبرو اترو د نوي پړاو لپاره چمتو نه دی.

نوموړي اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې واشنګټن نه غواړي د مهمو مسئلو په اړه له خپلو غوښتنو تېر شي، چې له همدې امله تهران د مخامخ خبرو د بیا پیلولو ته چمتووالی نه لري.

خطیب‌زاده ټینګار کړی، ایران به هېڅ غني شوي یورانیم امریکا ته ونه‌ سپاري او دا موضوع د بحث وړ نه ده.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دواړه هېوادونه لا هم په اړیکه کې دي، خو ایران د مستقیمو خبرو له پیل مخکې د «چوکاټ تړون» غوښتنه کوي.

نوموړي وړاندې ویلي وو، چې له ایران سره «ډېرې ښې خبرې روانې دي».

د اطلاعاتو او کلتور وزیر بادغیس ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د دې وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهی په ملتیا د یوه سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته رسېدلی.

شیخ شیر احمد حقاني د دې سفر پر مهال د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د دې ادارې د کارکوونکو ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي دي.

همدرانګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کېدو  په موخه جوړه شوې ناسته کې ویلي، اسلامي امارت د ټولنې اصلاح او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله په ۱۷مې ګڼې فرمان کې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د ټولنې ګټه پکې نغښتې ده.

ښاغلي حقاني په وینا، اسلام د اسانتیا او سهولت دین دی، د دې فرمان په مراعتولو سره به د خلکو په ژوند کې الهي نعمتونه زیات شي او ټولنه به له خرافاتو لرې شي.

دغه‌راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر له خلکو وغوښتل چې خپلې حلالې شتمنۍ په ناسمو او غیرې شرعي دودونو کې ونه لګوي.

ښاغلي فراهی ویلي، د دې سفر موخه د سیاحتي او ګرځندویي برخو د وضعیت ارزونه او همداراز د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو څېړنه ده.

مولوي حیات‌الله مهاجر فراهی همدارنګه د هېواد د تاریخي ابداتو د ساتنې او پالنې پر اهمیت ټینګار کړی او د دې اثارو ساتنه یې د ټولو هېوادوالو ګډ مسولیت بللی دی.

نوموړي ویلي، لومړی باید موږ خپله دا فرمان عملي کړو او وروسته یې د خلکو ترمنځ د غوره تطبیق لپاره هڅې وکړو.

ښاغلي فراهي زیاته کړې، چې د دې فرمان د ښه خپرېدو او پلي کېدو غوره لار دا ده، چې د منبرونو او رسنیو له لارې خلکو ته ورسول شي.

دغه راز د خپرونو چارو مرسیتال د رسنیو د رول او فرهنګي فعالیتونو اهمیت ته په اشارې سره، د رسنیزو پروګرامونو پر پیاوړتیا او د دې برخې د کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۹۰۰ روهینګايي کډوال سمندر کې ډوب شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال پر مهال د اندامان سمندر او د بنګال خلیج په اوبو کې نږدې ۹۰۰ روهینګایي کډوالو ژوند بایللی او یا هم لادرکه شوي؛ دا په دغه سیمه کې د روهینګایي کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، د تېرې یو لسیزې پر مهال شاوخوا ۵۰۰۰ روهینګیایي وګړو په خطرناکو سمندري لارو کې ژوند بایللی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ دغه سمندري لارې د زرګونه ناهیلو کډوالو لپاره «بې‌نښانه هدېرې» بللې دي.

د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا شاوخوا ۲۰۰ زره روهینګیایانو په میانمار کې د ځور او تکلیف له کبله په خطرناکو سمندري لارو د سفر تکل کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې روهینګیایان په میانمار کې مسلمان لږکي دي، چې له کلونو راپدیخوا له تبعیض، محرومیت او سیستماتیک تاوتریخوالي سره مخ دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر په هرات کې له تاریخي ابداتو او کلتوري مرکزونو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني د خپرونو چارو د مرستیال مهاجر فراهي په ملتیا هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د اختیارالدین تاریخي کلا، هرات موزیم او هریوا دارالفنون څخه لیدنه کړې ده.

د لیدنې پر مهال، نوموړي د تاریخي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد تاریخي ابدات د ملي هویت مهمه برخه جوړوي او وزارت ژمن دی، چې د دغو میراثونو د ساتنې، بیارغونې او راتلونکو نسلونو ته د ورپېژندنې لپاره عملي او دوامدارې هڅې وکړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د موزیمونو او دارالفنونونو په څېر کلتوري او تعلیمي مرکزونه د ځوان نسل د پوهاوي په لوړولو او د تاریخ او کلتور سره د هغوی د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

ورته مهال، د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال د تاریخي آبداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې لپاره ځانګړې بودیجه ځانګړې کوي او په دې برخه کې دوامدارې هڅې روانې دي.

د اختیارالدین کلا او هرات موزیم مسوولینو ویلي، چې هره میاشت شاوخوا ۳۰۰۰ کورني سیلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دغو تاریخي ځایونو لیدنه کوي، چې دا د هرات د تاریخي او کلتوري آثارو پر وړاندې د خلکو د لېوالتیا د زیاتوالي ښکارندویي کوي.

دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې هرات د هېواد له مهمو تاریخي او کلتوري مرکزونو څخه ګڼل کېږي او لا هم د لرغونو میراثونو د ساتنې او د ګرځندوی د پراختیا پروګرامونو په محور کې قرار لري.