د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال پر مهال د اندامان سمندر او د بنګال خلیج په اوبو کې نږدې ۹۰۰ روهینګایي کډوالو ژوند بایللی او یا هم لادرکه شوي؛ دا په دغه سیمه کې د روهینګایي کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، د تېرې یو لسیزې پر مهال شاوخوا ۵۰۰۰ روهینګیایي وګړو په خطرناکو سمندري لارو کې ژوند بایللی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ دغه سمندري لارې د زرګونه ناهیلو کډوالو لپاره «بېنښانه هدېرې» بللې دي.
د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا شاوخوا ۲۰۰ زره روهینګیایانو په میانمار کې د ځور او تکلیف له کبله په خطرناکو سمندري لارو د سفر تکل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې روهینګیایان په میانمار کې مسلمان لږکي دي، چې له کلونو راپدیخوا له تبعیض، محرومیت او سیستماتیک تاوتریخوالي سره مخ دي.

