د حوثیانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حسين العزي ویلي، کهچېرې د امریکا ولسمشر د سولې پر وړاندې خنډونو ته دوام ورکړي، نو دوی ښایي د باب المندب تنګی وتړي.
حسين العزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «کهچېرې صنعا پریکړه وکړي چې باب المندب وتړي، نو ټول انسانان او حتا پیریان به یې په بشپړ ډول خلاصولو کې بې وسه وي.»
نوموړي پر ټرمپ او نورو ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې سمدلاسه ټولې هغه کړنې او پالیسۍ پای ته ورسوي چې د سولې مخه نیسي.
د یادونې وړ ده، بابالمندب تنګی په نړیواله کچه د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د خامو تېلو او نور سون توکو د لېږد رالېږد لپاره مهمه سمندري لاره ده، چې سور سمندر د عدن خلیج سره نښلوي او د سویل کانال پر لور د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ته زمېنه برابروي.

