د دفاع وزارت د ستردرستیز د نظامي عملیاتو رییس، مولوي نورالرحمن نصرت په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره لیدنه کړې.
دفاع وزارت وایي، په دې لیدنه کې د ګډو سرحدي مسایلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، دغه راز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ښه نیت او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

