د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت د وړاندیز، د کابینې د تایید او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د منظورۍ پر بنسټ، د «یو کیلي» بېاسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه غځول شوی دی.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه بهیر د روان لمریز کال د چنګاښ له ۳۰مې، سهشنبې ورځې څخه د هېواد په اوو زونونو؛ کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست او پکتیا کې پیلېږي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په پام، د یو کیلي موټرو پر محصول هم ځانګړي تخفیفونه په پام کې نیول شوي دي.
د اعلان له مخې، د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۴ ماډل عادي موټرو لپاره ۳۵ سلنه، د ۲۰۰۵ ماډل څخه تر وروستي موډل پورې موټرو لپاره ۶۰ سلنه او د یو کیلي عادي او زغرهوالو موټرو لپاره ۲۰ سلنه تخفیف ټاکل شوی دی.
مالیې وزارت همداراز ویلي، چې د دې پرېکړې له مخې، د کورنیو چارو وزارت مکلف شوی، څو د یاد بهیر له پای ته رسېدو وروسته د بېاسناده موټرو د کنټرول اړوند احکام په بشپړه توګه عملي کړي.

