د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د دې ادارې د رییس، سید کریم هاشمي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی او له ۱۰۰ زیات افغان سوداګر په درې ورځني سفر ازبکستان ته تللي.
د یادې ادارې په وینا، په دې سفر کې د سیردریا ولایت له سیمهییزو چارواکو سره لیدنې، د سوداګرو ترمنځ د «B2B» غونډو جوړول او د ازبکستان له تولیدي فابریکو لیدنه شامل دي.
د دغه سفر موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، پانګونه او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوږد مهاله اقتصادي همکاریو پراختیا ښودلی شوې ده.

