ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 50

ایران: د هرمز تنګي وضعیت بېرته د سخت کنټرول حالت ته ګرځېدلی

 د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه اعلان کړی، چې د هرمز تنګي وضعیت بېرته د سخت کنټرول حالت ته ګرځېدلی او دا ستراتیژیکه لاره د وسله‌والو ځواکونو تر مدیریت لاندې ده.

تسنیم خبري اژانس د دغې قرارګاه د ویاند ابراهیم ذوالفقاري له قوله راپور ورکړی، چې ایران پخوا د ځینو سوداګریزو کښتیو او نفتکشونو د محدود او مدیریت شوي تګ راتګ اجازه ورکړې وه، خو د امریکا د اقداماتو د دوام له امله دا وضعیت بدل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، تر هغه چې د کښتیو پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه لېرې نه شي، پر هرمز تنګي به سخت کنټرول دوام ولري.

نورالدین عزیزی د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ترکیې د انتالیا د ډیپلوماسۍ د پینځم فورم په څنډه کې “په سوداګرۍ کې باور: په جنوبي اسیا کې د اقتصادي ادغام او ثبات راتلونکی” په پنل کې ګډون کړی دی.

نورالدین عزیزی په دې غونډه کې د سولې، ثبات او د هېوادونو ترمنځ د انساني اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانان نږدې پینځه لسیزې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او لا هم د هېواد شتمنۍ یې کنګل پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت سیاست د سولې او سوله‌یز ګډ ژوند پر بنسټ ولاړ دی او دا تګلاره د دیني ارزښتونو او د افغان ولس له غوښتنې سرچینه اخلي.

دغه‌راز عزیزی د انرژۍ د بیو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اسلامي امارت له وړاندې د تیلو او مایع ګازو د اړتیاوو د تامین لپاره تدابیر نیولي او د بازار د ثبات لپاره یې حل لارې موندلې دي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې په نړیواله کچه د تېلو او مایع ګازو بیې لوړې شوي، خو په افغانستان کې یوازې له ۳ تر ۵ سلنې پورې زیاتوالی راغلی، چې دا د بازار د مدیریت د هڅو پایله ده.

په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یادې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی او د ترکیې د هڅو ستاینه یې کړې، چې د نړیوالو او سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره یې ترسره کوي او همداراز یې د غزې په اړه د دغه هېواد دریځ مثبت بللی دی.

د ټولګټو وزیر د کابل – غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ (جمعه د وري ۲۸مه نېټه) د کابل–غزني لویې لارې د دویم لین د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي د دې لویې لارې د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت مسوولینو ته د کار د چټکتیا، د کیفیت د ښه والي او د پروژې د ټاکلي وخت دننه بشپړېدو په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي.

ښاغلي ثاني ویلي: «موږ د دې سړک د کار د چټکتیا لپاره بودیجه درکوو، تاسو هم هڅه وکړئ چې د دې پروژې چارې په ټاکلي وخت او تر امکان پورې ژر بشپړې کړئ.»

د ټولګټو وزارت وایي، د کابل–غزني لویه لاره د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لارو څخه ده.

یاد وزارت د دې لویې لارې د ۱۱۱ کیلومتره برخې اساسي بیارغونه په پینځو برخو وېشلې، چې دا مهال یې د لومړۍ، درېیمې او څلورمې برخې کارونه روان دي.

د ټولګټو وزارت په وینا، په دې پروژه کې د ګڼ شمېر پلچکونو، لویو پلونو او یو شمېر نورو تاسیساتو جوړول هم شامل دي.

اوس مهال د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې د کیندنې، د پلچکونو او پلونو د جوړولو او هموارولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ ـ راتګ ستونزې هوارې شي او د کروندګرو او سوداګرو لپاره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي نظام تحکیم او ښه حکومتولي د مجاهدینو له هڅو سره تړلې ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت او یو شمېر علماوو، مشایخ کرامو او مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې داملا محمد شعیب رسالت د سمنګان ولایت د مسولینو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د دې ولایت مجاهدین او مسولین د خلکو د هوساینې او خدمت لپاره تل هڅې کوي.

همداراز علماوو او مشایخ کرامو د مواصلاتي لارو، په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو او د پراختیایي پروژو په تطبیق کې د سمنګانو ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې او دغو برخو ته یې د اسلامي امارت د مسولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سمنګانو ولایت د مسولینو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې ستایلې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي نظام تحکیم، ښه حکومتولي او ولسونو ته رغنده خدمات وړاندې کول د مجاهدینو او مسولینو له هڅو او سرښندنو سره مسقیمه اړیکه لري او اړینه ده چې په دې برخه کې لازیاتې هڅې وشي.

دغه‌راز نوموړي د دوی وړاندیزونو ته په اشارې زیاته کړې، اسلامي امارت به شته امکاناتو په پام، دې برخې ته رسېدنه او اړین اقدامات وکړي.

د افغانستان د حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

د افغانستان د حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت ۳۴۶ تنه حاجیان پکې شامل وو، نن سهار «شنبه، د وري ۲۹مه» د سعودي عربستان مدینې منورې ښار ته ورسېد.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې افغان حاجیان په منظم ډول د مرکزي حرم شریف په سیمه کې په هغو ودانیو کې ځای پر ځای شوي، چې د اړوندو کاري کمیټو له لوري ورته چمتو شوې وې.

د دغه وزارت په وینا، حاجیان به د اتو شپو او ورځو په موده کې په مسجد نبوي کې څلوېښت لمونځونه ادا کړي.

ورته مهال، د حج بعثې او اړوندو کمیټو د پلان له مخې، حاجیان به نورو مقدسو ځایونو او زیارتونو ته هم انتقال شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو حاجیانو د هرکلي لپاره په ریاض کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالفتاح حقاني، د اسلامي همکاریو سازمان استازو، په جده کې د امارت اسلامي قونسلګرۍ، په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د حج قونسلانو او د وزارت له لوري لېږل شویو کاري کمېټو مسوولینو هم ګډون کړی و.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري تېره ورځ(جمعه) د روان ۱۴۴۷هـ ق / ۱۴۰۵هـ ش کال سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د دې بهیر د پیل په مناسبت د کابل په مجتمع‌الحجاج کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو رییسانو، یو شمېر علماوو، د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو مسوولینو او د لومړي پرواز حاجیانو ګډون کړی و.

په غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال حاجیانو ته په وینا کې د حج د فریضې پر معنوي ارزښت او شرعي حکمتونو رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې حاجیان باید دغه عبادت د اسلامي لارښوونو سره سم په اخلاص او تقوا ترسره کړي.

نوموړي وویل، د حج فریضه د اسلام له مهمو ارکانو څخه ده او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغان حاجیانو د خدمت، تنظیم او اسانتیاوو برابرولو لپاره لازم تدابیر نیولي دي.

دغه‌راز نوموړي له حاجیانو وغوښتل چې د سفر سختۍ د صبر او حوصلې سره وزغمي.

ورته مهال، د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي وویل، سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

نوموړي زیاته کړه، دغه حاجیان به د هېواد له څلورو هوايي زونونو څخه د ۹۶ پروازونو په ترڅ کې انتقال شي، چې ۱۵ زره به مدینې منورې او پاتې ۱۵ زره به جده ته ولېږدول شي.

ښاغلي محمدي همداراز وویل، د حاجیانو د ښه تنظیم او خدمت لپاره ځانګړي هیئتونه مخکې له مخکې سعودي عربستان ته استول شوي، څو د خدماتو د کیفیت لوړولو او د همغږۍ د ښه کولو په برخه کې له اړوندو شرکتونو سره کار وکړي.

د افغان سفیر او د روسیې د مرکزي بانک د لومړي مرستیال لیدنه؛ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د مرکزي بانک د لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره لیدنه کړې.

 په روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

دغه راز په دې لیدنه کې افغان سفیر د بانکي سکتور د پرمختګ، تخنیکي همکاریو او مسلکي روزنې د پیاوړتیا هيله څرګنده کړې او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد بهیر پر اسانتیا او چټکتیا، او همداراز سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.

 ورته مهال؛ روسي لوري د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوند اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د پرخۍ په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۶۰ کلونو وروسته اوږده دښمني د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده.

د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي میا محمد ولي صدیقي ویلي، دغه دښمني د نیازیو قوم د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې له دواړو لوريو څلور تنه وژل شوي وو.

د نوموړي په وینا، دغه شخړه د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو د ګډو هڅو په پایله کې هواره شوه او دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.

په ورته وخت کې، دواړو کورنیو د دې روغې جوړې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې له دې وروسته به یو بل ته زیان نه رسوي او د سولې او ورورولۍ په فضا کې به خپل ژوند ته دوام ورکوي.

تېر کال د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان غالۍ او ګلیمونه ۳۷ هېوادونو ته صادر شوي

په هېواد کې د غالیو ټولنه وایي، چې په تېر کال کې د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا شپږ زره غالۍ او څلور زره متره ګلیم ۳۷ بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغې ټولنې رییس عبدالله رحمان قل ویلي، چې د یادو صادراتو ډېره برخه امریکا، ترکیې او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د غالیو د پروسس ډېری چارې د هېواد دننه ترسره کېږي او که دا بهیر لا پراخ شي، نو شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د غالیو د ټولنې رییس همداراز ویلي، هڅه کوي د غالیو نندارتونونه زیات کړي، څو کورني تولیدات نړیوالو بازارونو ته ښه معرفي شي، ترڅو د افغان غالیو لپاره نوي پېرېدونکي پیدا شي.

دغه‌راز نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې په ولایتونو کې د غالیو اوبدلو لپاره ځانګړي صنعتي پارکونه او مشخص ځایونه وټاکي، څو دغه لرغونی صنعت منظم، معیاري او لا پراخ شي.

بلخوا، د غالیو اوبدلو یو شمېر کارکوونکو د خپلو ستونزو په یادولو سره له حکومت او اړوندو ادارو غوښتي، چې د دوی ملاتړ وکړي، تولیداتو ته یې بازار ومومي او د روزنیزو پروګرامونو له لارې د کارکوونکو مهارتونه لوړ کړي.

د قیصار–لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بادغیس ولایت کې تېره ورځ ( جمعه د وري ۲۸ نېټه) د قیصار – لامان د حلقوي سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارو، چې ۵۰ کلیومتره اوږدوالي لري پرانیسته وکړه.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د یاد وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ قرارداد شوې، چې ټاکل شوې په درېیو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ټولګټو وزارت په وینا، د دې برخې کار بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیل او تر بالامرغاب ولسوالۍ پورې به وغځېږي.

دغه‌راز د قراردادي شرکت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې یاده پروژه به د ټاکلي وخت نه مخکې او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړه کړي.

د قیصار–لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک مهمه برخه بلل کېږي، چې له فاریاب څخه پیل او د بادغیس له یو شمېر ولسوالیو په تېرېدو تر هرات پورې رسېږي.

د یادونې وړ ده، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د بشپړېدو وروسته به د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد بهیر اسانه او د انتقال لګښتونه کم شي.