د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بادغیس ولایت کې تېره ورځ ( جمعه د وري ۲۸ نېټه) د قیصار – لامان د حلقوي سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارو، چې ۵۰ کلیومتره اوږدوالي لري پرانیسته وکړه.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د یاد وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ قرارداد شوې، چې ټاکل شوې په درېیو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت په وینا، د دې برخې کار بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیل او تر بالامرغاب ولسوالۍ پورې به وغځېږي.
دغهراز د قراردادي شرکت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې یاده پروژه به د ټاکلي وخت نه مخکې او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړه کړي.
د قیصار–لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک مهمه برخه بلل کېږي، چې له فاریاب څخه پیل او د بادغیس له یو شمېر ولسوالیو په تېرېدو تر هرات پورې رسېږي.
د یادونې وړ ده، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د بشپړېدو وروسته به د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد بهیر اسانه او د انتقال لګښتونه کم شي.

