ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 51

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال اوزبیکستان ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر په مشرۍ افغان پلاوي د اوزبیکستان سمرقند ښار ته سفر وکړ.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه سفر د اوزبیکستان په رسمي بلنه شوی او موخه یې د «نشه‌یي توکو پر وړاندې نړیوالو ګواښونو» په نړیواله ناسته کې ګډون دی.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه ناسته به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه د هېوادونو د استازو په حضور کې پیل شي.

افغان پلاوی به په دې غونډه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې او لاسته‌راوړنې شریکې کړي.

د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوي، چې مشري یې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کیفیت د تضمین له یوه څېړنیز مرکز څخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاد پلاوي د دې لیدنې پر مهال په یوه تخنیکي ناسته کې ګډون کړی، چې پکې د کیفیت د کنټرول سیستمونه، د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو محصولاتو معیاري کول په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي.

دغه‌راز د یاد مرکز چارواکو خپلې چارې د پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو او نړۍوالو معیارونو پر بنسټ تشریح کړي او د خوړو د کیفیت او خوندیتوب په تضمین کې یې د دغه مرکز رول مهم بللی دی.

د تخنیکي ارزونو له مخې، په دې مرکز کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تحلیل د فزیکي، کیمیاوي او مایکروبیولوژیکي طریقو له لارې ترسره کېږي او د پاتې شونو د تشخیص لپاره له پرمختللو سیستمونو لکه «HPLC» او «GC» څخه کار اخیستل کېږي.

همداراز، په یاد مرکز کې د کیفیت د تضمین لپاره د «ISO» معیارونه او نړۍوال اصول لکه Codex Alimentarius پلي کېږي، چې د صادراتي محصولاتو د نړیوال منلو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

همدارنګه په ناسته کې دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د کیفیت د کنټرول سیستمونو د پیاوړتیا او د لابراتواري ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال د صادراتو د پراختیا لپاره د معیاري تصدیق سیستمونو پر پلي کېدو او د مسلکي کارکوونکو پر روزنې ټینګار شوی او روسي لوري د لا زیاتو همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ایـــــران د هـــرمز تنګی بېـــرته پرانېست

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وایي، چې د لبنان د اوربند پر بنسټ اوس ټولې سوداګریزې بېړۍ کولای شي د هرمز تنګي له لارې په ازاده توګه تګ او راتګ وکړي.

نوموړي زیاته کړې، خو دغه حالت به د اوربند تر ختمېدو پورې دوام وکړي او بېړۍ د هماغه مسیر څخه تګ او راتګ کولای شي چې د ایران حکومت د بندرونو او سمندري ترانسپورټ ادارې له‌خوا مشخص شوی دی.

امریکا د روسيې تحریم شویو نفتو د پېرلو موده وغځوله

د امریکا خزانې وزارت د هغه معافیت موده غځولې، چې له مخې یې هېوادونه کولای شي د روسیې تحریم شوي نفت د یوې میاشتې په موده کې د سمندر له لارې وپېري.

د دغه معافیت موخه، د ایران پر وړاندې د جګړې له امله د رامنځته شوې بې‌نظمۍ کنټرول او د نفتو د عرضې زیاتوالی ښودل شوی دی.

د امریکا خزانې وزارت د اعلامیې پر بنسټ، په کښتیو کې د بار روسیي نفتو د پېر موده د روان کال د مې میاشتې تر ۱۶مې پورې غځول شوې ده.

غــــــــزه؛ د صهیونستي رژیم په بریدونو کې څه باندې ۳۸ زره ښځې او نجونې شهیدانې شوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د اسرائیلو له لوري په غزه کې د بریدونو له پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۳۸ زره ښځې او نجونې شهدانې شوې دي.

د دې ادارې یوې مسوولې صوفیا کالتورپ ویلي، له دې شمېرې څخه ۲۲ زره ښځې او ۱۶ زره نجونې دي، چې په منځنۍ توګه هره ورځ ۴۷ ښځې او نجونې شهیدانې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې نږدې ۱۱ زره نورې ښځې او نجونې ټپیانې شوې دي، چې ډېری یې له معلولیت سره مخ شوې دي.