د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر په مشرۍ افغان پلاوي د اوزبیکستان سمرقند ښار ته سفر وکړ.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه سفر د اوزبیکستان په رسمي بلنه شوی او موخه یې د «نشهیي توکو پر وړاندې نړیوالو ګواښونو» په نړیواله ناسته کې ګډون دی.
د یاد وزارت په وینا؛ دغه ناسته به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه د هېوادونو د استازو په حضور کې پیل شي.
افغان پلاوی به په دې غونډه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې او لاستهراوړنې شریکې کړي.

