مولوي عطاءالله عمري له اوزبیکستاني پلاوي سره د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په کابل کې د اوزبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدذکروف جمشید او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، ترویج، د محصلانو د روزنې او په یادو برخو کې د پانګونې د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
اوزبیکستاني پلاوي په دې ناسته کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، لکه کابل، ننګرهار، کندهار، فاریاب، جوزجان، بلخ، کندز او تخار کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، جوارو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
ورته مهال مولوي عطاءالله عمري د پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ښو اړیکو خوښي څرګنده کړه او همداراز یې د کرنې په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.
نوموړي د مالدارۍ فارمونو جوړولو، د عصري کرنې ترویج، د بزګرانو روزنې او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي اهمیت یاد کړ.
همدارنګه، مولوي نورالدین عمیر په جلا لیدنه کې د افغانستان اړتیاوې شریکې کړې او د مالدارۍ، کب روزنې، شاتو مچیو روزنې او د څېړنیزو تجربو د تبادلې په برخو کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
بلخوا، د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستیال ابدذکروف جمشید د کرنیزو لابراتوارونو جوړولو، د ۱۰۰ هکتاره بڼونو احداث، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کارکوونکو او زدهکړیالانو روزنه، د چرګانو روزنې پراختیا او د عصري ټکنالوژیو د ترویج په برخو کې د همکارۍ وړاندیزونه وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د افغانستان کرنیز صادرات زیات شوي او د اوزبیکستان خلک د دغو محصولاتو د کیفیت له امله ځانګړې لېوالتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې اوزبیکستاني پلاوي د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ افغانستان ته راغلی او دواړو لوریو د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې
د افغانستان اسلامي امارت له لوري د غزې ولس سره ۵۳۰ ټنه مرسته د مصر د رفح بندر له لارې غزې ته ورسېده.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام په حکم دغه مرستې مصر ته د اسلامي امارت د لیږل شوي پلاوي له لوري د رفح بندر له لارې غزې ته رسېدلي دي.
د ښاغلي تکل په وینا، په يادو مرستو کې خوراکي توکي، البسه او نور اړین توکي شامل دي، چې شاوخوا ۲۲ زره کورنيو ته به ووېشل شي.
په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو اړخونو غوښتي، چې د غزې د اوربند د ټینګښت لپاره جدي او معنا لرونکې هڅې وکړي.
یاد وزارت یو ځل بیا د فلسطین د قضیې په اړه د اسلامي امارت اصولي دریځ تکرار کړی او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین مسئله باید د تاریخي واقعیتونو او د فلسطیني ولس د مشروع حقونو په رڼا کې حل شي.
د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون په کوربتوب د “امید” روغتون شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ غونډه ترسره شوه
نن چهارشنبه (د وري ۲۶مه) د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د غونډو په تالار کې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو، سیاسي او دیني شخصیتونو په ګډون د “امید” روغتون شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي وویل، دغه برید د هغو کسانو ارمانونه له منځه یووړل، چې غوښتل یې له نشهیي توکو خلاص او سالم ژوند ته را وګرځي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر وویل، چې پر “امید” روغتون برید یو «وحشیانه عمل» و، او دا یې د اسلامیت او انسانیت له اصولو خلاف وباله.
دغهراز نوموړي له نړیوالو بشري حقونو بنسټونو وغوښتل، چې دا پېښه په شفاف ډول وڅېړي.
ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري بیا وویل، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې نړیوالو منلې دي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان بهرنی سیاست د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړ دی.
همدارنګه یو شمېر ویناوالو د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې د یادې پېښې په اړه خپل غبرګون څرګند کړي او د څېړنو غوښتنه یې وکړه.
سیاسي شنونکي سید عبادالله صادق او فضلمنالله ممتاز په خپلو خبرو کې دا پېښه د نړیوالو اصولو خلاف وبلله او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روانو هڅو ستاينه وکړه.
په پای کې، عزیزالله د خپلې کورنۍ د یوه عړي د شهادت دردناکه کیسه بیان کړه. دغه راز دیني عالم شیخ محمد فقیر د بشري حقونو له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې د ورته پېښو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او خپل مسولیت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر ۲زره بستریز روغتون د برید له امله شاوخوا ۴۰۰ تنه شهیدان او نږدې ۲۵۰ نور ټپیان شوي وو.
دغه برید د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، د اسلامي عالمانو نړیوالې ټولنې، د اروپایي اتحادیې کمېسیون، یوناما او نورو ادارو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال په سرپل کې څهباندې ۴۸ زره د تابعیت پېژندپاڼې وېشل شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۴ کال کې ۴۸ زره او ۲۳ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۵ زره برېښنایي او ۲۳ زره او ۲۳ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
یاده اداره زیاتوي، چې همدارنګه ۹۴۵ کسانو ته د ژوند پېښو (۴۳۲ زېږون کارتونه، ۴۱۳ د مړینې پارچې، ۳۳ د ودونو او ۶۷ د طلاق ثبت) خدمتونه او ۴ زره او ۸۱۱ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
ورته مهال د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي حمیدالله لبیب وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو په یوازینۍ وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، نوېکول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په احصايوي برخه کې له معیاري فورمو څخه په ګټهاخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه د بېلابېلو خوراکي او ناخوراکي توکو بیې یې هم له بازار څخه راټولې کړي دي.
پر دې سربېره، تېر کال په دې ولایت کې د ادرسموندنې او د خوړو خوندیتوب سروېګانو تطبیق د دې ریاست د نورو احصایوي فعالیتونو له ډلې دي.
غــــــزه؛ د اسراییلي رژیم بریدونو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي رژیم بریدونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د راپور له مخې، له دغو بریدونو څخه یو په غزې ښار کې د پولیسو یو موټر په نښه کړی، چې د درې کلن ماشوم په ګډون څلور تنه پکې شهیدان شوي دي.
همدرانګه په دې پېښه کې نهه ملکیان ټپیان شوي، چې د ځینو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
بلخوا، د وفا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په غزه کې د اسراییلي رژیم په یوه هوايي برید کې د الشاطي کمپ هم په نښه شوی، چې لږ تر لږه پینځه فلسطینیان، د یو ماشوم په ګډون، پکې شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.
همداراز، د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د اوربند له پلي کېدو راهیسې د اسراییلي رژیم بریدونو له امله ۷۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۲ زره او ۱۱۱ نور ټپیان دي.
ترکیه غواړي افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې زياتې کړي
کابل کې د ترکیې سفیر سادین ای یلدیز د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې زیاتې کړي.
همدا راز د هرات والي له ترکیي پانګوالو وغوښتل، څو هرات کې د برېښنا په تولید، کانونو او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ټرمپ: ښايي ډېر ژر د امریکا او ایران ترمنځ خبرې يوځل بيا پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې له سره پیل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي مهم بدلونونه رامنځته شي او واشنګټن لېواله دی، چې خبرې په هماغه ځای کې بېرته دوام ومومي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په اسلاماباد کې د خبرو مخکنی پړاو له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلی، خو د دواړو لوریو ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.
همداراز، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې جګړه پای ته نږدې شوې ده.
ټرمپ زیاته کړې: «زما مطلب دا دی، چې زه دا جګړه ډېر نږدې پای ته رسېدلې وینم.»
