ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ: ښايي ډېر ژر د امریکا او ایران ترمنځ خبرې يوځل بيا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې له سره پیل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي مهم بدلونونه رامنځته شي او واشنګټن لېواله دی، چې خبرې په هماغه ځای کې بېرته دوام ومومي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په اسلام‌اباد کې د خبرو مخکنی پړاو له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلی، خو د دواړو لوریو ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.

همداراز، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې جګړه پای ته نږدې شوې ده.

ټرمپ زیاته کړې: «زما مطلب دا دی، چې زه دا جګړه ډېر نږدې پای ته رسېدلې وینم.»