نن چهارشنبه (د وري ۲۶مه) د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د غونډو په تالار کې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو، سیاسي او دیني شخصیتونو په ګډون د “امید” روغتون شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي وویل، دغه برید د هغو کسانو ارمانونه له منځه یووړل، چې غوښتل یې له نشهیي توکو خلاص او سالم ژوند ته را وګرځي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر وویل، چې پر “امید” روغتون برید یو «وحشیانه عمل» و، او دا یې د اسلامیت او انسانیت له اصولو خلاف وباله.
دغهراز نوموړي له نړیوالو بشري حقونو بنسټونو وغوښتل، چې دا پېښه په شفاف ډول وڅېړي.
ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري بیا وویل، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې نړیوالو منلې دي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان بهرنی سیاست د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړ دی.
همدارنګه یو شمېر ویناوالو د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې د یادې پېښې په اړه خپل غبرګون څرګند کړي او د څېړنو غوښتنه یې وکړه.
سیاسي شنونکي سید عبادالله صادق او فضلمنالله ممتاز په خپلو خبرو کې دا پېښه د نړیوالو اصولو خلاف وبلله او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روانو هڅو ستاينه وکړه.
په پای کې، عزیزالله د خپلې کورنۍ د یوه عړي د شهادت دردناکه کیسه بیان کړه. دغه راز دیني عالم شیخ محمد فقیر د بشري حقونو له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې د ورته پېښو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او خپل مسولیت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر ۲زره بستریز روغتون د برید له امله شاوخوا ۴۰۰ تنه شهیدان او نږدې ۲۵۰ نور ټپیان شوي وو.
دغه برید د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، د اسلامي عالمانو نړیوالې ټولنې، د اروپایي اتحادیې کمېسیون، یوناما او نورو ادارو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

