ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 563

د ایران او امریکا تر منځ مذاکرات؛ عمان وايي، پینځم پړاو خبرې له وروستیو پایلو پرته پای ته ورسېدې

د ایران او امریکا تر منځ پینځم پړاو مذاکرات پرون (جمعه، د غبرګولي ۲مه) د اېټالیا په پلازمېنه روم کې د عمان په منځګړیتوب پای ته ورسېدل.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د تهران د اټومي پروګرام په تړاو د لسیزو اوږدو اختلافونو د حل لپاره په خبرو اترو کې محدود پرمختګ شوی، خو لا هم مذاکرات وروستیو پایلو ته نه دي رسېدلې.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ خبرې له لږ پرمختګ او وروستیو پایلو پرته پای ته ورسېدې.

نوموړي زیاته کړې، هیله لرو چې پاتې موضوعات به په راتلونکو ورځو کې روښانه شي.

د ایران او امریکا تر منځ د لوړې کچې پینځم پړاو خبرې اترې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف په مشري په روم کې وشوې.

عباس عراقچي له دې مذاکراتو وروسته د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي، چې دا تر ټولو مسلکي پړاو و؛ که څه هم چې هوکړې ته نه یو رسېدلي، خو ایراني لوری نهیلی نه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ د ایران دریځ روښانه کړی او اوس په معقوله لاره روان یو. زما له انده دا خپله د پرمختګ نښه ده.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دا خبرې اترې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه شوې او له دوو ساعتونو څخه یې زیات دوام کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر په هرات کې د تلسیمیا تخصصي روغتون پرانیسته وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مخورو او افغان سوداګرو په مرسته جوړ شوي تلسیمیا روغتون پرانیست.

د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، د ایران، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو سفارتي استازو ګډون کړی و.

یاد روغتون، چې د هرات ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ جوړ شوی، د تلسیمیا ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره ځانګړی مرکز دی او د درملنې خدمات به په کې وړاندې کېږي.

مولوي نور جلال جلالي، د هرات د مخورو او سوداګرو مرسته یوه بې‌سارې قرباني بللې او دا کړنه یې د تلسیمیا ماشومانو د درملنې په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړې ده.

دغه‌راز ښاغلي جلالي له هېوادوالو، په ځانګړي ډول له سوداګرو غوښتي، چې د یووالي او مرستې له لارې خپلو خلکو ته غوره روغتیايي خدمات برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوو چې له داخلي بودیجې څخه روغتیايي خدمات وړاندې کړو او که څوک غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، موږ چمتو یو چې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

د هرات والي ویلي، هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې د پانګونې لپاره نور سوداګر وهڅوي، ترڅو د خلکو اړتیاوې د خصوصي سکتور له لارې هم پوره شي.

په دغه مراسمو کې د یاد روغتون د جوړونکو له لوري هم خبرې شوي او ویلي یې دي،هڅه به وکړي چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ کار وکړي او د یاد روغتون د تجهیز لپاره لا زیات کوښښونه ترسره کړي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې د غزې د روغتیایي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې له پرون (جمعه، د غبرګولي۲مه) سهار راهیسې پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶ فلسطینیان شهیدان او له ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

عیني شاهدانو الجزیرې ته ویلي، په جبالیا پنډغالي کې یوه کورنۍ هم بمبار شوې، چې شاوخوا ۵۰ کسان پکې شهیدان او یا ورک دي.

دوی زیاته کړې: “اسرائیلي عسکر د ساتیري لپاره ملکیان په نښه کوي.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې د غزې جګړه “د دې ظالمانه شخړې تر ټولو بې‌رحمه پړاو” ته رسېدلې او فلسطینیان له لوږې سره مخ دي، حال دا چې اسرائیلو دې قحطۍ ځپلې سیمې ته کمه اندازه مرستې پریښې او “د غزې کلابند شمال ته لا هېڅ هم نه دي رسېدلي”.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې پراخه ځمکني عملیات پيل کړي، له نږدې درېیو میاشتو راهیسې یې سیمه کلابنده کړې او هېڅ ډول بشري مرستو ته اجازه نه ورکوي. که څه هم چې په وروستیو کې د اړینو بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړل شوې، خو دا مرستې د سمندر له څاڅکي سره ورته بلل شوې، ځکه چې د غزې روان حالت د ناورین کچې ته رسېدلی دی.

اسرائیلي رژیم د مرستو د کلابندۍ تر څنګ د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو پراخه بریدونو ته دوام ورکړی، چې هره ورځ لسګونه ناورین ځپلي فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان کېږي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۳ زره او ۸۲۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۲ زره او ۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د سترګو په تخصصي روغتون کې نوې عملیات خونه پرانیستل شوه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سترګو ناروغیو د درملنې تازه رغول شوي روغتون (نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون) څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار او د عامې روغتیا وزارت پلاوي شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت وایي، مولوي نور جلال جلالي په یاد روغتون کې یوه نوې عملیات خونه او د روغتون ودانۍ له بیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارله.

ښاغلي جلالي، د یاد روغتون څخه د لیدنې موخه د هرات اوسېدونکو لپاره د سترګو ناروغیو د درملنې برخه کې د تخصصي خدماتو ارزونه او د دې خدماتو لا پراختیا یاده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه عملیات خونه د پخوا په نسبت لا مجهزه او په عصري ډول رغول شوې ده او د لا زیاتو ناروغانو د درملنې ظرفیت به ولري.

مولوي عبدالسلام حنفي: د کلتور اهل او رسنیز فعالان زموږ د ټولنې واقعي مبارزین دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر فرهنګیانو او د رسنیو فعالانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي نعیم الحق حقاني د نورو په استازیتوب د هېواد د فرهنګي او مطبوعاتي وضعیت په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مسولینو کړنې ستایلي دي.

مولوي نعیم الحق حقاني ویلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې ډېر ښه کارونه شوي، چې کلتور او مطبوعات هم په کې شاملېږي، خو دا چاره جمعي اطلاع رسولو ته اړتیا لري څو د مغرضو اشخاصو د منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي.

نوموړي د مطبوعاتو پر وړاندې ځینو ننګونو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د حل په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر دې لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د کلتور اهل او رسنیز فعالان زموږ د ټولنې واقعې مبارزین دي، چې په خپل قلم او فکري مبارزې توانېدلي د عمومي اذهانو په تنویر کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي له فرهنګیانو او مطبوعاتي فعالانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړی، چې د فرهنګي او رسنیزو چارو په اړه به یې وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۲۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوالو په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۴۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۶۴۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷۸) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۳۵۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۱) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۹۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۳۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۰) کورنیو سره مجموعًا (۹۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۴) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۵۱۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۳۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۱۰) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷) تنه و، فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۹۹۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې له لارې (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳) کورنیو سره مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: انګور اډه کې (۴۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه (ډيورنډ فرضي کرښه)

د تثبيت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې (۱۱) کورنی چې د غړو شمېر يې (۵۷) تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړی کورنۍ خپلو سيمو ته ليږدول شوي دي او نغدي کومک هم ورسره شوي دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۳۷۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۸۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۶۰۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰۶) تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۹۷۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۸۷۹) کورنۍ او (۳۶۷۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۱۳) کورنۍ او (۱۰۵۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۸۵۶) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۵۵۸) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د زابل له والي سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د زابل له والي ملا شیر محمد شریف سره وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلي شریف، زابل ته له پاکستان څخه د راستنو شوو کډوالو د وضعیت، هېواد ته د افغانانو د راتګ پر څرنګوالي او د هغوی پر اړتیاو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په زابل کې کډوال ځینو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ښاغلي ملا شیر محمد شریف په وینا، تر دې دمه له راستنو شویو سره ځینې مرستې شوې او د لا ډېرو مرستو په موخه یې خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو پروسې ښه مدیریت ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي امارت د مهاجرینو د عالي کمېسیون تر چتر لاندې یو شمېر کمېټو ته دندې سپارلې او تر دې مهاله له ځنډ پرته د کډوالو ستونزو ته رسیدنه شوې ده.

نوموړي د زابل د والي وړاندېز ته د رسیدنې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د کډوالو د لنډ مهاله استوګنې د کمېټې له لوري به په زابل کې د راستنو شویو هېوادوالو ستونزې هوارې شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي، چې د راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د سیمه‌ییزو ادارو هر وړاندیز ته رسیدنه کیږي او ټېنګار یې کړی، چې مسولین دې خپل پیشنهادونه پر وخت له اړوندو اداره سره شریک کړي.

خوست کې د زمبر بند د تخنيکي مطالعاتو پروژه پيل شوه

د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د زمبر بند د تخنيکي مطالعاتو پروژه پيل شوه.

د دې پروژې د جيوتخنيک او جيوفزيک مطالعاتو په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطيف منصور او ګڼو ځایي چارواکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزير د اوبو مديريت، د موسمي سيلابونو کنټرول او د اوبو سرچينو د پياوړتيا په برخه کې د یادې پروژې ارزښت ته په اشارې ویلي، چې په روان کال کې به د اوبو او انرژي وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو ذخيروي بندونو او برېښنا د توليد پروژې پيل شي.

نوموړي د صبريو ولسوالۍ د خلکو قربانۍ او سرښندنې ستايلې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام بريا د دغو قربانيو پايله ده.

ښاغلي منصور دصبريو د ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په دې ولسوالۍ کې به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړين اقدامات پيل کړي.

د اوبو او انرژي وزير پانګه والو او مهاجرينو ته په خطاب کې ویلي، چې اوس په هېواد کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمينه برابره شوې او د هېواد په ابادۍ کې د ونډې اخیستو وخت را رسېدلی دی.

د خوست والي په دې مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت مسولين د هېواد د ابادۍ او پراختيا په لاره کې د ریښتينو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.

د يادونې وړ ده، چې د زمبر ذخيروي بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري په صبريو ولسوالي کې د اوبو د مديريت، د سيلابونو دکنټرول او د اوبو سرچينو د پياوړتيا په موخه پیل شوې او د امکان سنجي مطالعاتو پر بنسټ یې لګښت ۵۹۱.۷ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى.

دا بند د ۳۲ متره لوړوالي په درلودلو سره د ۱.۰۸ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري او کابو ۴ زره هکټاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي، چې ۳ زره او ۵۰۰ کورنۍ به ګټه ورڅخه پورته کړي.