ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 564

له ډاکټر محمد نعیم سره د ترکیې د سفیر کتنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو خبرې شوې

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمدنعیم سره د ترکیې سفیر جنګ اونال لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو او یو شمېر نورو دوه‌ اړخیزو موضوعاتو بحث شوی دی.

ډاکتر محمد نعیم د افغانستان او ترکیې اړیکې له دیني، سیاسي، کلتوري او تاریخي پلوه ژورې او نه شلېدونکې بللې او د ترکیې له هر اړخیزو همکاریو له مننې ترڅنګ یې د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

ښاغلي جنګ اونال د اړیکو د پراخېدو هيله څرګنده کړې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.

دغه‌راز نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي د ښکیلتیا په اړه معلومات او بر نامي شریکې کړې دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پلاوي د اذربایجان د ایکولوژۍ له وزیر سره وکتل

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي په روسیه کې د اذربایجان د ایکولوژۍ او طبیعي سرچینو له وزیر مختار بابایف سره دوه اړخیزه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې مولوی مطیع‌الحق خالص د (کاپ ۲۹) کنفرانس کې د اذربایجان له لوري افغانستان ته د بلنې او ګډون ورکولو له کبله مننه کړې او د برازیل په کوربتوب یې د کاپ (۳۰) راتلونکي کنفرانس او نورو نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت ګډون ته د زمېنې برابرولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په چاپیریالي برخه کې د همکارۍ هوکړه ليکونو د لاسلیک او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورته مهال ښاغلي بابایف د نوسکي په یوولسم نړیوال کانګرس کې د افغان پلاوي د ګډون هرکلی کړی، دا یې یو مثبت ګام بللی او په اړونده برخو کې یې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د رياست الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسیون غونډه وکړه.

په دې غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، د چارو ادارې عمومي رياست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.

د غونډې په پای کې، د مطرح شويو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول او په اجنډا کې د شاملو ځينو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د زابل له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي ملا شیر محمد شريف سره وکتل.

د لیدنې په پيل کې ملا شیر محمد شريف د دې ولايت د محلي مسولينو د فعاليتونو او کړنو د راپور وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د زابل ځايي مسولين د خلکو د خدمت، د هغوی د ستونزو له منځه وړلو او همداراز د اسلامي امارت مشرانو د اوامرو او لارښوونو د عملي کولو لپاره له خپلو هڅو درېغ نه کوي.

د زابل والي دې ولايت ته له ګاونډيو هيوادونو څخه د کډوالو ستنېدو ته په اشارې سره ځينې وړانديزونه د اسلامي امارت له رهبري او مسولينو سره شريک کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ د زابل ولايت د ځايي مسولينو فعاليتونه او کړنې ستايلې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال دې ته په اشارې، چې د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو عملي کول د مسولينو اساسي دنده ده، د وړانديزونو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت به د امکان تر کچې رسیدنه ورته وکړي.

د مخابراتو وزیر د ګډو ګټو سیمه‌ییزو هېوادونو په ناسته کې ګډون او وینا وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د آر سي سي (RCC) ګډو ګټو سیمه ییزو هېوادونو په ناسته کې، چې د اوزبیکستان په کوربه‌توب جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

نوموړي د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان په اوسني وضعیت، د نوري فایبر کیبل او د همدې کیبل له طریقه د سیمه‌ییز اتصال په موخه افغانستان له جغرافیې څخه د ډیټا د ټرانزیټ په برخه کې د ګتې اخیستنې، د ډیجیټلي زیربناوو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري په ترسره شویو خدماتو، سیسټم جوړونې، مخابراتي خدمتونو په برخه کې د کنټرول او نظارت، پوسټي خدمتونو په تړاو له نړیوالو هېوادونو سره په راکړې ورکړې او یو شمېر غوښتنو خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر له وینا وروسته د آر سي سي مشترک المنافع هېوادونو اجرایوي رییس الکسي بورډون یاده وینا د پام وړ بللې او د ذکر شویو مواردو په تړاو یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د نوسکي ۱۱م نړیوال چاپیریالي کانګرس د افغان پلاوي په ګډون پیل شو

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې د “نوسکي ۱۱م نړیوال چاپېریالي کانګرس” د دې ادارې د عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ د افغان پلاوي په شتون کې پیل شو.

دغه نړیوال چاپېریالي کانګرس د بېلابېلو هېوادونو د استازو، نړیوالو بنسټونو، د چاپېریال متخصصینو او فعالانو او اکاډمیکو ادارو په ګډون روسیه کې پيل شوی، چې د خوړو خوندیتوب، دوران اقتصادي سیستم، د چاپېریال سره د سازګاره ټکنالوژیو د انتقال، د کاربن کمښت، د شنه اقتصاد پراختیا، په چاپېریالي پروګرامونو کې د ځوانانو د شاملولو، د بریکس هېوادونو د دوامداره پرمختګ، ایکوتوریزم ته د ودې ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو به پکې خبرې وشي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره زیاتوي، چې افغان پلاوی به د دې ناستې په څنډه کې د چاپېریال ساتنې د دوامدار پرمختګ په برخه کې د سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره دوه‌اړخیزې او څو اړخیزې ناستې هم وکړي.

په خوست کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په خوست ولایت کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین، د کابل عمومي حوزوي ریيس انجنیر عارف مومند، د خوست د اوبو او انرژي ریيس مولوي عبدالقیوم ثابت، سیمه‌ییزو مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او د یاد ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزیر په دې مراسمو کې د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې د یادو پروژو پلي کول ارزښتناک بللي او ویلي یې دي، لکه څرنګه چې اسلامي امارت د هېواد د ازادۍ په برخه کې قربانۍ ورکړې، اوسمهال د هېواد د پراختیا او ابادۍ په برخه کې هم ژمن دی.

ښاغلي منصور ټینګار کړی، چې د جهاد د موخو لاسته راوړل د افغانستان د خلکو لپاره ستر الهي نعمتونه دي او اوسمهال د افغانستان پر ملت باندې لازمه ده، چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او د جهادي ارزښتونو په ساتلو سره د دغو نعمتونو شکر پر ځای کړي.

نوموړي د اسلامي ملت تر منځ د یووالي ارزښت ته په اشارې سره یادونه کړې، چې د اسلامي امارت مجاهدین په یوه ستره الهي آزموینه کې دي او دوی کولای شي یوازې په عبودیت، اخلاص او مسولیت منلو سره له دې ازموینې بریالي را ووځي.

د اوبو او انرژي وزیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې یووالی او امنیت رامنځته کړی او جامع سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې تګلارې یې تر کار لاندې نیولې دي.

دغه‌راز د افغانستان له ملت څخه هم تمه ده، چې د دغو تګلارو د پلي کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکار و اوسي.

د خوست والي د دې ټولګټو پروژو پلي کول د یاد ولایت د اوبو مدیریت او د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم د اوبو او انرژي وزارت دکړنو د ستایلو ترڅنګ، د اوبو په سکټور کې خدمت حیاتي او ارزښتناک یاد کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې شپږو پروژو کې د اوبو کوچنی ذخیروي بند، د سیند څنډو ټینګښت، د اوبولګولو کانالونه، چکډم او کاریزونه شامل دي.

د دې پروژو پر بنسټ په خوست کې د اوبو مدیریت په برخه کې مثبت ګامونه پورته شوي او زرګونه کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا سره لیدنه کړې ده.

په دې لېدنه کې دواړو لوریو په مختلفو موضوعاتو، په ځانګړي توګه د هېواد په امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

دغه‌راز په افغانستان کې د لا ثبات او امنیت په اړه پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی دی.