ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 565

د لوړو زده کړو وزیر بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي لپاره د رغنیزو پروژو پرانیسته وکړه

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د تدریسي او اداري بلاک او تدریسي روغتون د رغنیزو پروژو پرانیسته وکړه.

یاده پرانیسته په بدخشان پوهنتون کې د یوې سترې غونډې پر مهال ترسره شوه، چې په‌کې د بدخشان والي او امنیه قومندان، د جهادي مدرسو علماوو، د ولایتي ادارو یو شمېر رییسانو، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلینو او د یاد ولایت قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ګډون کړی و.

شیخ ندا محمد ندیم په خپلو خبرو کې وویل؛ دا پروژې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړې پاملرنه د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې موخه یې د بدخشان ولایت د روغتیايي سکټور پیاوړتیا او د مسلکي ډاکټرانو روزنه ده.

نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه وکړه او ویې ویل، دا پرمختګونه د هېواد په شمال زون کې د تعلیمي او روغتیايي بنسټونو د پراختیا په برخه کې مهم ګامونه دي.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه؛ بدخشان د هېواد له لرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې ستونزې او سختې لارې لري، نو له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ د دې پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی رامنځته کړ، څو له همدې ځایه مسلکي کادرونه وروزل شي.

په غونډه کې د یاد ولایت چارواکو او د پوهنتون مسولینو د طب پوهنځي او تدریسي روغتون د جوړېدو هرکلی وکړ، دا یې د بدخشان لپاره یو حیاتي ګام وباله او همداراز یې د اسلامي امارت مشرانو او د لوړو زده کړو وزارت له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي ایران ته سفر وکړ

د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي ایران هېواد ته د “نوې کېدونکې انرژي په نهم نړیوال کنفرانس او نندارتون” کې د ګډون په موخه سفر وکړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي؛ یاد پلاوی د دې وزارت د نوې کېدونکې انرژۍ رییس انجنیر جان محمد حمزه په مشرۍ ایران هېواد ته په دغه کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه روان شو.

د دې وزارت په وینا؛ افغان پلاوی به په دې نړیوال کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د نوې کېدونکې انرژۍ د سیاستونو، برنامو، کورنیو وړتیاوو، د پوهې پر بنسټ د صنعت پراختیا، بهرنۍ پانګونې، نړیوالې همکارۍ او د انرژۍ بازار له ننګونو سره د مبارزې او پانګونې ډولونو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړین توکي او مالي امکانات برابر کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت له مرستیال والي عزیرالله مصطفی سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي مصطفی د تورخم په سیمه کې د عمري ښارګوټي وضعیت، د کډوالو اړوندو کمېټو د فعالیتونو او شته اسانتیاوو په اړه وزیر ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، چې دا مهال په تورخم کې بېرته راستنېدونکي کډوال اړینو اسانتیاوو ته لاس‌رسی لري او ستونزې یې د مسولو ادارو له‌خوا پر وخت حل شوې دي.

دغه‌راز ښاغلي مصطفی په ننګرهار کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي او نورو اړوندو چارو په اړه خپل وړاندیزونه هم له وزیر سره شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره اړین توکي او وسایل برابر کړي او مسولو ادارو ته کافي مالي امکانات ورکړل شوي دي.

همداراز نوموړي زیاته کړې، چې د دایمي استوګنیزو ښارګوټو چارې دوام لري او په ننګرهار کې د کډوالو د ښارګوټي د چارو د ښه‌والي لپاره هم هڅې روانې دي.

د میلان کنکورس (9M135) راکټ له زده کړو ۲۴ تنه ځوانان فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ستردرستیز د توپچي ریاست له‌خوا د میلان کنکورس (9M135) په نوم د رهبري شوي راکټ د زده کړو له دویمې دورې څخه ۲۴ تنه ځوانان، د یوې میاشتې عملي او مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته، فارغ شول.

د فراغت په مراسمو کې د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق، د لوی درستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد عثماني، د ملي دفاع وزارت د عملیاتو رییس مولوي نورالرحمن نصرت، د عقیدوي، فرهنګي او امر بالمعروف ریاست رییس مولوي سید آغا ابو مقبول عاکف، د یادې څانګې استاد ملا صدیق‌الله مستري او یو شمېر نورو مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق فارغانو ته ویلي، تاسو چې نن د خپل علم او فن له پلوه فارغېږئ، دا مه هېروئ چې د اسلامي امارت د فداکار او ژمن پوځ یوه مهمه برخه یاست، د خپل هېواد او د اسلام سپېڅلي دین دفاع مو شرعي او ملي مسولیت دی، خپل مسلک ته په اخلاص او صداقت دوام ورکړئ، تر څو د هېواد دفاع کې پیاوړي ودرېږئ.

نوموړي زیاته کړې، چې هر باعزته هېواد هڅه کوي یو منظم، زړور او د قربانۍ روحیې درلودونکی پوځ ولري، او زموږ مسولیت دا دی، چې د هېواد سرحدونه وساتو، په ځانګړي ډول د توپچي مسلک ته ځانګړې پاملرنه وکړو، څو هر وخت او هر ځای د دفاع لپاره چمتو واوسو.

د بهرنیو چارو وزارت: د چین د پرمختیايي همکاریو اداره له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې له رییس چن ژیاؤډونګ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د بیار غونې په برخه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.

مولوي امیر خان متقي د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د یادې ادارې له عملي شویو پروژو مننه کړې او ویلي یې دي، چې له امنیت وروسته د هېواد اقتصادي رغونه د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، چې ورته ځانګړې پاملرنه شوې او کېږي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د زراعت، انرژۍ او اوږدمهالو بنسټیزو پروژو په برخه کې د افغانستان او چین تر منځ همکاري دې لا نږدې شي.

د بهرنیو چارو وزیر د چین د پرمختیايي‌ همکاریو ادارې ته هغه عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړي، چې یاده اداره ترې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د لومړیتوبونو په توګه کار اخیستلای شي.

دغه راز د چین د پرمختیايي همکاریو ادارې رییس له افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې او له افغانستان سره یې د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دې لیدنه کې د یادې ادارې رییس د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د ابادۍ، مالدارۍ او د نفتو او ګازو د امکان سنجۍ د مطالعې او تحقیق په برخه کې هم د همکاریو ژمنه هم کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغان کډوالو سره د مرستو د پراختیا غوښتنه کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له افغان کډوالو سره د بشري مرستو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

UNHCR د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بودیجې د کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال یوازې کولی شي له راستنېدونکو سره تر ټولو عاجلې او لنډمهالې بشري مرستې برابرې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ”په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري، له نیمايي زیات افغان وګړي د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاس‌رسی نه لري. موږ د راستنېدونکو مدیریت ته بشپړ چمتووالی نه لرو، نو له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره خپلې مالي مرستې پراخې کړي “.

بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ چې د راستنېدونکو د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره یې طرحې او پروګرامونه چمتو کړي، خو د نړیوالو مرستو کمښت یې د پلي کېدو مخه نیولې.

دغه وزارت له نړیوالو شریکانو غوښتنه کړې، چې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د مې میاشتې تر ۲۰مې پورې، له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې ۲۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې له ډلې یې څلور زرو زیات افغان بندیان هم د یادو هېوادونو له زندانونو ازاد شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یو شمېر هېوادونو پر ډیپلوماټانو ډزې کړې

اسرائیلي یرغلګرو پرون چهارشنبه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په جنین پنډغالي کې د یو شمېر هېوادونو پر ډیپلوماټانو ډزې کړې دي.

د راپورونو له مخې، یادو ډیپلوماټانو، چې د اروپايي ټولنې، برېتانیا، مصر، روسیې، چین او نورو هېوادونو دي، له جنین پنډغالي څخه لیدنه کوله.

د صهیونیستي رژیم دې کړنې ته ډېرو هېوادونو غبرګونونه ښودلي او دا برید یې غندلی دی.

اېټالیا او کاناډا په روم او اتاوا کې د اسرائیلي رژیم سفیران احضار کړي دي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، چې د اسرائیلو سفیر د وضاحت لپاره غوښتل شوی او موږ د پېښې د بشپړې پلټنې او سملاسي توضیحاتو په تمه یو. دا په سیمه کې د ډېرو نورو کړنو په څېر هېڅ د منلو وړ نه ده.

د برېتانیا حکومت هم دا برید د نه منلو وړ ګڼلی او د بشپړې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

د ایرلنډ، اېټالیا، هالنډ، فرانسې، ترکیې، قطر، مصر او جرمني په شمول ګڼو نورو هېوادونو دا برید غندلی او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د اوزبیکستان د ټکنالوژۍ وزیر سره د مولوي نجیب الله حیات حقاني لیدنه؛ د ډیجیټل همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د اوزبیکستان په تاشکند کې د یاد هېواد ډیجیټل ټکنالوژۍ وزیر شیرزود شرمتوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ټکنالوژۍ په برخو کې، پر سیسټم جوړونې، ډیجیټل حکومتولۍ، د تجربو پر شریکولو، د ټکنالوژۍ په برخه کې پر پانګونې، سایبر سکیورټي او د افغان کادرونو د ظرفیت لوړونې په تړاو خبرې کړې دي.

د اوزبیکستان د ډیجیټل ټکنالوژۍ وزیر شیرزود شرمتوف د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، هېواد یې له کابل سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

شیرزود شرمتوف ویلي، اوس مهال افغانستان او اوزبیکستان هېوادونه کولای شي د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخو کې همکار پاتې شي او هغه تجارب چې اوزبکستاني لوري د سیسټمونو د جوړولو او د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په موخه پلي کړي، افغان لوري سره شریک کړي دي.

 نوموړي زیاته کړې، دوی لېوالتیا لري چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د سیسټمونو د شریکولو تر څنګ خپل شرکتونه افغانستان کې د پانګونې په موخه وهڅوي.

ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د اوزبیکستان هېواد د ډیجیټل ټکنالوژۍ وزیر څخه یاد هېواد کې د ښې میلمه پالنې په موخه مننه کړې او د کابل او تاشکند تر منځ اړیکې یې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې بللي دي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د شته فرصتونو او ترسره شویو چارو په تړاو معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې اوس مهال د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې او پرمختګ په موخه اسانتیاوې د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوو افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ او د سیسټمونو د جوړولو او پلي کولو په موخه د سیمې او نړۍ له تجربو څخه ګټه پورته کړو او په دې برخه کې د هېوادونو  همکاري اړینه ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي، هغه مهال د پرمختګ مخ ډب شوی و او زیربنا پکې لمنځه تللې وه، خو د افغانستان اسلامي امارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ځانګړې پاملرنې له مخې د هېواد په ډېری برخو کې د ټکنالوژۍ او عصري سیسټمونو څخه ګټه پورته کېږي، سیسټم جوړونې انسجام موندلی، د ټکنالوژۍ زیربناوې پیاوړې شوي، له عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په موخه د هېواد په ټولو برخو کې د څېړنې او پرمختګ عمومي ریاست له لوري ځانګړي ټولګي او کورسونه رامنځته شوي، د مخابراتي شرکتونو تنظیم او کنټرول چټک شوی، هېواد کې په غیر قانوني ډول د پوسټي خدمتونو مخنیوی شوی دی.

 همدا راز نوموړي زیاته کړې، هغه سیسټمونه چې پخوا د بهرنیو هېوادونو له لوري جوړېدل او د هغوی حفظ او مراقبت لپاره په لوړه کچه پیسې ورکول کېدلې، اوس مهال دغه ټول سیسټمونه د افغان کادرونو له لوري د عصري ټکنالوژۍ په ګټې اخېستنې په یوې نوې بڼې جوړ او اداراتو ته د کارونو د اسانتیاو په موخه سپارل کېږي.

ښاغلي حقاني ویلي، اوس مهال افغانستان د دې جوګه دی چې د خپلو اداراتو سیسټمونه په خپله جوړ او پلي کړي، چې په دې برخه کې  د فریکونسۍ د مزایدې سیسټم، د حجاجو د مدیریت سیسټم، د خصوصي او دولتي پوهنتونونو لپاره د محصلینو د ثبت سیسټم، د تالیف او ترجمې سیسټم، د ټرانسپورټ د نوبت ورکولو سیسټم او ډېر شمېر نور اړین سیسټمونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري ګڼو امارتي اداراتو لپاره جوړ او پلي شوي دي.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره په لیدنه کې د افغانستان د جغرافیوي موقعیت پر اهمیت هم خبرې کړي او ویلي یې دي، چې هېواد یې د نوري فایبر د کیبل په مرسته د ډیټا د ټرانزیټ په برخه کې د وصل پوره ظرفیت لري، چې اوس مهال افغانستان په ۷ بېلابېلو نقطو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د همدې کیبل په مرسته نښلول شوی او نږدې راتلونکي کې به د بدخشان ولایت واخان له لارې چین سره هم ونښلول شو.

دغه‌راز مولوي نجیب الله حیات حقاني هېواد کې د (NIXA) انټرنټ د داخلي ګېټوې، د معلوماتو له ملي مرکز سره د ولایتونو نښلول، د پوسټي خدمتونو په برخه کې چې اوس مهال د نړۍ له ۱۹۲ هېوادونو سره اړیکې لري، هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) د جعلي او غیر قانوني مبایلونو د مخنیوي او هېواد کې ډ تولو مبایلونو د ثبت په موخه د (IMEI)  پر سیسټم هم معلومات وړاندې کړي دي.

ښاغلي وزیر د دغو لیدنو په لړ کې د (DPI)  پلي کول، د (SMS4DC )سیسټم د اپګرېډ کولو، د سټلایټ د کنټرول او د انټرنیټ د (بانډویټ) د قیمت کمولو په برخه کې مفصلې خبرې کړي او په دې برخه کې یې له اوزبیکستاني لوري د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د غونډې په پای کې د اوزبیکستان د ډیجیټل ټکنالوجۍ وزیر شیرزود شرمتوف د دواړو هېوادنو د وزیرانو ناسته او د ټکنالوجۍ په بېلابېلو برخو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي، چې د یاد هېواد د ولسمشر شوکت میرزایوف له لوري ورته افغانستان سره په اړونده برخو کې د بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ سپارښتنه کړې ده.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې افغانستان سره په ذکر شویو مواردو کې هر اړخیزه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ګډو ګټو سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه کې چې د اوزبیکستان په کوربتوب جوړه شوې د ګډون په موخه تاشکند ته تللی، چې نن یې د پیل لومړۍ ورځ وه.

د دغو لیدنو سربیره دواړه لوریو د یاد هېواد د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې تر څنګ د (SOC) له مرکز (IT Park ) او (IT University  )څخه هم لیدنه کړې او د خپلو تجربو د شریکولو سربیره یې د جوړو شویو سیسټمونو په تړاو اړوندو برخو له لوري معلومات وړاندې شوي دي.

روسیې د امریکا او ایران تر منځ په مذاکراتو کې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندیکتوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په اټومي مذاکراتو کې منځګړیتوب وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې روسیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متوازنې او رغنده هوکړې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.

د امریکا او ایران تر منځ د اټومي مذاکراتو پینځم پړاو سبا (جمعه) د اېټالیا په پلازمېنه روم کې پیلېږي.

ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو څلور پړاوه خبرې اترې کړې، چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. دواړو لوریو د یورانیمو غني کول سره کرښه ګڼلې ده.

امریکايي چارواکو ویلي، غواړي چې ایران نه یوازې خپل اټومي پروګرام محدود کړي، بلکې د یورانیمو له غني کولو هم باید لاس په سر شي؛ هغه موضوع چې ایران د نه منلو وړ ګڼلې ده.

سبا د ایران او امریکا تر منځ پینځم پړاو مذاکرات پيلېږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي اعلان کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرې مستقیمو اټومي مذاکراتو پینځم پړاو به سبا (جمعه، د مې ۲۳مه) په روم کې پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي، چې له امریکا سره د خبرو اترو پینځم پړاو به د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو څلور پړاوه خبرې اترې کړې، چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. دواړو لوریو د یورانیمو غني کول سره کرښه ګڼلې ده.

امریکايي چارواکو ویلي، غواړي چې ایران نه یوازې خپل اټومي پروګرام محدود کړي، بلکې د یورانیمو له غني کولو هم باید لاس په سر شي؛ هغه موضوع چې ایران د نه منلو وړ ګڼلې ده.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام باید ودرول شي، خو په مقابل کې یې ایران ویلي، چې د غني کولو موضوع اصلاً هېڅ د بحث وړ نه ده.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي هم تېره سې‌شنبه ویلي، چې هېواد یې د یورانیمو په غني کولو کې د امریکا اجازې ته اړتیا نه لري.

نوموړي له مهر خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې: “داسې خبرې کول چې ‘موږ به ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنه کړو’ بې‌مانا دي.”

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ټینګار کړی، چې که هوکړه وشي یا ونه شي د یورانیمو غني کول به دوام ولري.

له دې وړاندې د امریکا مخکښ مذاکره کوونکي سټیو ویټکاف د ایران له لوري د یورانیمو غني کول “سره کرښه” بللې وه او ویلي یې وو، چې واشنګټن د یورانیمو د غني کولو ظرفیت ته یو سلنه اجازه هم نشي ورکولای.