ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 566

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ښاروالیو مسولینو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا کړې

د افغانستان د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، تېره ورځ (چهارشنبه، د غويي ۳۱مه) په کندهار ولایت کې د ښاروالیو د مسولینو لپاره جوړ شوي یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا کړې.

په دې سیمینار کې د کابل ښاروال هم برخه اخیستې وه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ښاروالانو د ترسره شويو خدمتونو ستاینه او هغوی ته یې مهمې سپارښتنې کړې دي.

امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي؛ مسولیت اعزاز نه، بلکې امانت او د خلکو د حقوقو ذمه‌واري ده. اوس ستاسو پر اوږو د خلکو مسولیت دی، نو لازمه ده چې د شرعي طریقې اړوند د خلکو خدمت وکړئ او د هغوی حقوق وساتئ.

نوموړي د ښاروالیو بودیجه د خلکو امانت بللې او زیاته کړې یې ده؛ د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې دي، باید هماغه کارونو کې ولګول شي چې د خلکو رضایت پکې نغښتی وي.

امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړې توګه د خلکو سره له نرمي، شفقت او عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي؛ د افغانستان خلک له جګړو سخت ځورېدلي دي، هغوی اوس د رحم او شفقت مستحق دي، نو له خلکو سره ښه چلند وکړئ، زور او بوج ورباندې مه راولئ، د ښارونو پاکوالي، د بیت‌المال ساتنه او د عامه مصالحو پاملرنه وکړئ.

امیرالمؤمنین حفظه الله ښاروالانو ته د غفلت څخه د ځان ژغورلو، په شریعت د استقامت او د خلکو د خوښۍ لپاره د ښه خدمت کولو سپارښتنې هم کړې دي.

یاد سیمینار، د نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعا په لوستلو سره پای ته رسېدلی دی.

په واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي

امریکايي چارواکو ویلي، چې تېره شپه (چهارشنبه، د ثور۳۱مه) په واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

په دې کارکوونکو د فدرال پولیسو ودانۍ ته نږدې وسله‌وال برید شوی.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت مسولینو ویلي، چې په دې اړه له پلټنو وروسته به جزیات شریک کړي.

د واشنګټن د پولیسو د راپور له مخې، د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.

په امریکا کې د اسرائیلو سفارت هم په یوه وسله‌وال برید کې د خپلو دوو کارکوونکو وژل تایید کړي دي.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ډله‌ییزو زده کړو څخه نږدې ۲۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

 ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعليمي مرکز له څلورمې دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۲۴۰ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسولینو ویلي، ستاسې تمریني پړاو پای ته رسېدلی او اوس د واقعي خدمت وخت دی باید د تقوا، صداقت، احساس، مهارت او بیدارۍ له لارې خپل مسولیتونه په ښه شکل ترسره کړئ، ټولنه له تاسې تمه لري چې د دوی د امنیت سره – سره به د هېواد له ټولو ارزښتونو څخه دفاع کوئ.

په ورته مهال تازه فارغ شویو منسوبینو، مسولینو ته ډاډ ور کړی، چې موږ تل د خپل سر په بیه د اسلام او هېواد دفاع کړې او تل ورته چمتو یو او په دې لاره کې له هیچا څخه ډار او ویره نه لرو.

دغه‌راز غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

اسلامي امارت په بلوچستان کې د ښوونځي پر یوه موټر شوی برید غندلی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د بلوچستان په خوصدار سیمه کې د ښوونځي پر یوه بس موټر شوی برید غندلی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دی.

ښاغلي مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې دا ډول بریدونه په افغانستان پورې تړي، په کلکه رد کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسولیت پر افغانستان وانه چوي.

د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په وینا، اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې استعمال کړي.

پرون چهارشنبه د بلوچستان په خوصدار سیمه کې د زده‌کوونکو پر یوه بس چاودنه شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا په موخه له نړیوالو مسولینو سره انلاین لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ختیځې مدیترانې حوزې له مشرې اغلې حنان البلخي، د قطر د روغتیا وزیر، د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو له استازو سره د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا په موخه انلاین لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د پولیو د له‌منځه وړلو د برخې مسول ډاکټر حامد جعفري، د بیل ګیټس بنسټ استازو او یو شمېر نورو روغتیایي مسولینو هم ګډون کړی و، د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د ساري ناروغیو او پولیو مخنیوي، د پولیو واکسین د پلي کولو پر څرنګوالي، او د روغتیايي سیستم لپاره د نړیوالو مرستو جلبولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر وویل، چې د پولیو او نورو ساري ناروغیو مخنیوی د وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به لا ډېرې هڅې وشي.

همداراز نوموړي، د روغتیايي سیستم د ځان‌بسیا لپاره له داخلي بودجې څخه د خدماتو د پراختیا یادونه وکړه او د بېړنیو او لنډمهالو مرستو تر څنګ یې د بنسټیزو او پایښت لرونکو مرستو اړتیا اړینه وبلله.

بل لور ته، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې حنان البلخي د افغانستان د روغتیايي سکټور اوسني پرمختګونه وستایل او د نړیوالو مرستو د جلب تر څنګ یې پر دوامداره او بنسټیزو اصلاحاتو ټینګار وکړ.

د ټولګټو وزیر د کابل–جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل–جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لویو لارو څخه ده، چې د مرکز کابل له بتخاک څلورلارې څخه پیل، د خاک جبار ولسوالۍ، تیزین درې، جکدلک، حصارک، شیرزاد، خوګیاڼو او سرخ رود ولسوالیو څخه په تېرېدو د ننګرهار ولایت له دوه سرکې سره نښلول کیږي.

ټولګټو وزارت د هېواد د اقتصادي او بيارغونې د پلان سره سم د یادې لویې لارې اقتصادي او ترانزیټي اهميت ته په کتو او د ترانسپورتي ستونزو د حل او د کابل–جلال اباد لويې لارې د اوسني سړک د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې کار پيل کړی دی.

د کابل–جلال اباد دویم لین سړک، چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک د ننګرهار او کابل ولایتونو له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او پاتې ۸۳ کیلومتره یې په درېیو بېلابېلو برخو تقسیم شوی دی.

لومړۍ برخه يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې پینځه میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت له لوري د دوو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قراداد شوې دي، دا مهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري، چې د اووه کیلومتره په اوږدوالي سره یې کندن کارۍ او سب بیس طبقې چارې بشپړې شوې دي او د یاد سړک د لومړي لاټ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۷۰ عرادې ماشینري کار کوي.

همدارنګه د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام د ۳۳ کيلومتره سړک رغنیزې چارې د یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري یې دا مهال د ۱۰ عرادې څخه د زياتې ماشينرۍ پرمټ د رغونې کار په چټکۍ سره جريان لري.

ټولګټو وزارت وايي؛ د کابل–جلال اباد لویه لار یوه غرنۍ لویه لاره ده، چې د نورو هوارو لويو لارو او سړکونو په پرتله د غرونو په لوړو او ژورو کې تیریږي، په همدې اساس د غونډیو کټینګ او د ژورو ځایونو ډکول او هوارول ډېر وخت او په ټوله کې د ياد سړک د رغونې چارې کافي وخت ته اړتیا لري.

یاد وزارت د کابل–جلال اباد پر لویه لار ټولپلازا فعاله کړې ده، چې له پیله تردې مهاله یې عواید د يوه استازي په شتون کې مالیې وزارت ته سپارل کیږي او په يو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي.

دا وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی یوه افغانۍ به هم بې ځایه نه مصرف کیږي او له یادو عوایدو څخه د دغه سړک د رغنیزو چارو لګښتونه او د قراردادي شرکتونو انوایسونه په شفاف ډول تمویل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني د کابل–جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه او د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسولینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه لازمې لاښوونې وکړې.

شیخ عبدالحکیم شرعي: د اسلامي امارت قوانین او قضایي پرېکړې د شریعت پر بنسټ دي

افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د سن پترزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمعې په دیارلسمه ناسته کې، چې د روسیې هېواد په کوربتوب جوړه شوې وه، ګډون او وینا کړې او په نړیوالو قوانینو کې د اصلاحاتو له لارې یې د نړیوال عدالت پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

یاده ناسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې پیل شوه، چې د روسیې د عدليې وزیر او د نړۍ له څه باندې ۸۰ هېوادونو څخه د عدليې وزیرانو او قضايي مقاماتو په‌کې ګډون درلود.

د اسلامي امارت د عدليې وزیر ویلي، چې د جرمونو کموالي ته هم په ملي او هم په نړیواله کچه همغږۍ او پوهاوي ته اړتیا ده. نوموړي ټینګار کړی، که چېرې د مجازاتو ترڅنګ همغږي او پوهاوی هم شتون ولري، نو جرمونه به راکم شي.

دغه راز شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي، چې د اسلامي امارت ټول قوانین د شریعت پر بنسټ تدوین کېږي او قضایي پرېکړې هم د شریعت له مخې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د زندانونو ماهیت له بند څخه اصلاح، تربیه، شخصیت جوړونې او دیني پوهاوي ته اړولی دی.

شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي، اسلامي امارت، اسلامي شریعت یو سپېڅلی او ارزښتناک نظام ګڼي او درناوی یې پر ټولو لازمي بولي، ځکه اسلام په واقعي توګه انساني کرامت او نړیوال عدالت تضمینوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له هر هغه هېواد او سازمان سره تعامل ته چمتو دی، چې د اسلامي ارزښتونو، د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی ولري. همدارنګه، په یاده ناسته کې د نورو هېوادونو د عدليې وزیرانو، قضايي مقاماتو او حقوقي کارپوهانو هم ویناوې کړې دي

د عامې ورغتیا وزیر او د بریتانیا شارژدافیر لیدنه؛ له روغتیايي سکټور سره د نړیوالو مرستو پر جلب خبرې وشوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرت ډيکسن او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د روانو روغتیایي خدمتونو وضعیت، د نړیوالو مرستو د مدیریت څرنګوالي، په لرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیایي مرکزونو جوړولو او د سرطاني او روږدو ناروغانو د درملنې لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي په لرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیایي مرکزونو جوړېدل اړین بللي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد روغتیایي سیستم په تدریجي ډول ځان‌بسیاینې ته ورسوي.

ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې نړیوالې مرستې باید په شفاف ډول مدیریت شي او د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو پر بنسټ ووېشل شي.

له بلې‌خوا، د بریتانیا شارژدافیر د افغانستان د روغتیایي سکټور د ځان‌بسیا او شفافیت په برخه کې له روانو هڅو خوښي څرګنده کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.