ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 567

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه ناسته؛ د سوداګرۍ او ترانزیټ پر زیاتوالي هوکړې شوې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره ګډه ناسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې په دې ناسته کې د افغانستان – چین – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د راتلونکې شپږمې ناستې په اړه خبرې شوې دي.

دې لیدنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او هیله یې ښودلې چې راتلونکي کې په یادو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

دغه راز دې ناسته کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو د لا پرمختګ ډاډ ورکړی دی.

دغه راز دې ناسته کې درې واړو لوریو د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو هوکړې کړې دي.

ملګري ملتونه: په غزه کې ۱۴ زره ماشومان د اسرائیلو تر کلابندۍ لاندې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري غزې ته د بشري مرستو د بندولو له امله زرګونه ماشومان د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلچر تازه خبرداری ورکړی، چې په کلابنده غزه کې لوږه او قحطي په چټکۍ سره خپرېږي او زرګونه ماشومان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې غزې ته د بشپړ خوراکي توکو د نه رسېدو په صورت کې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ۱۴ زره ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

ټام فلچر د غزې وضعیت وېروونکی ګڼلی او زیاته کړې یې ده:”موږ باید غزه په بشري مرستو ډکه کړو.”

اسرائیلي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې غزې ته د خوراکي، روغتیايي او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده. که څه هم چې روانه اونۍ د لومړي ځل لپاره لږو بشري مرستو ته د لېږد اجازه ورکړل شوه، خو د غزې پر اوسېدونکو لا هم نه دي وېشل شوې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا مشر فېلېپ لازاریني په بروکسل کې اروپايي بشري فورم ته په وینا کې ویلي، چې مرستندویه بنسټونه د اسرائیلو له لوري په غزه کې د شویو وحشتونو د بیانولو لپاره الفاظ نه لري.

د مارچ له پیله په غزه کې د لوږې او خوراځواکۍ له امله لږ تر لږه د ۵۷ ماشومانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې وايي، چې د غزې ۹۳ سلنه یا ۹۳۰ زره ماشومان د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

صهیونیستي رژیم د بشري مرستو د مخنیوي تر څنګ په دې تړانګه کې خپل بریدونه زیات کړي، چې هره ورځ د ماشومانو په شمول لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېرو څو ورځو کې ۱۰۰ زره فلسطینیان له خپلو کورنو او پناه‌ځایونو ایستل شوي او د قحطۍ له امله داسې خوندي ځای نه لري، چې پناه پکې واخلي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۵۷۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۱ زره او ۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په بېجنګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي‌ سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته لوړ شي.

نوموړي ټنیګار کړی، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د زراعتي محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت افغان سوداګر ورسره مخ دي.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ترانسپورتي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.

ښاغلي متقي یو ځل بیا یادونه کړې، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.

د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي، چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

وانګ يي ویلي، چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.

پر صهیونیستي رژیم د نړیوالو فشارونه؛ برېتانیا له اسرائیلو سره سوداګریز مذاکرات ځنډولي

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سې‌شنبه، د غویي ۳۰مه) اعلان کړی، چې له اسرائیلو سره یې د یوه نوي سوداګریز تړون خبرې اترې ځنډولې دي.

د بهرنیو چارو وزیر یې ډېویډ لامي پارلمان ته ویلي، چې د اسرائیلو سفیره تزیپي هوتوولي یې احضار کړې او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې پر مېشتو اسرائیلو نوي بندیزونه لګولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې غزې ته د مرستو د ۱۱ اونیو بندیز ظالمانه او د منلو وړ نه دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم تازه عملیات غندلي او د غزې د کلابندۍ پای ته رسولو او د بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

ډېوېډ لامي ټینګار کړی، چې که اسرائیل په غزه کې خپلو وروستیو پوځي بریدونو ته دوام ورکړي او له خنډ پرته د مرستو رسول ډاډمن نه کړي نو د برېتانیا حکومت به نور ګامونه پورته کړي.

برېتانیا دا اقدام په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو د زیاتوالي په غبرګون کې کړی دی.

فرانسې، کاناډا او برېتانیا له دې پرېکړې یوه ورځ وړاندې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي عملیاتو زیاتوالی غندلی و او ژر تر ژره یې د بریدونو د درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه کړې وه.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر هم پر اسرائیلو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دی، چې په غزه کې د ماشومانو د ځورولو او کړاو کچه په بشپړ ډول د زغم وړ نه ده او یو ځل بیا یې د اوربند غوښتنه تکرار کړې ده.

اسرائیلي اشغالګرو تېره اوونۍ په غزه کې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي، چې څه باندې ۵۰۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي. دغه‌راز له ۱۱ اونیو راهیسې یې غزې ته تلونکې ټولې بشري مرستې ځنډولې، چې فلسطینیان یې له جدي ناورین سره مخ کړي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند: د درملو تولیدي کارخونې دې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د درملو تولیدي کارخونو په ستاینغونډه کې ګډون کړی.

دغه ستاینغونډه تېره ورځ سې‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه په عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوې وه.

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې جوړې شوې غونډه کې ویلي، باکیفیته درمل د روغتیا له اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته درمل بیا د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي.

په دې برخه کې په پوره اخلاص، ژمنتیا او امانتدارۍ سره د مسولیت ترسره کول د ټولو دخیلو اړخونو بنسټیز مسولیت دی.

نوموړي زیاته کړې؛ که په هېواد کې د درملو تولیدي کارخونې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي، بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه او په دې برخه کې به شته تقاضا په کور دننه پوره شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته ویلي؛ دا چې نن ورځ د درملو د تولیدي کارخونو له جملې یوازې درېیو کارخونو ته د باکیفیته او معیاري تولید له امله له نړیوالو اصولو سره سم د جي‌اېم‌پي سرټېفیکېټونه ورکول کېږي، دا د یادو کارخونو د مسولینو لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼم او له خپله اړخه ورته مبارکي وایم.

ښاغلي برادر اخوند پر وارداتي درملو د افغانستان تکیه د ملي اقتصاد په زیان بللې او زیاته کړې یې ده، وارداتي درمل له یوه لوري په لوړ قیمت تمامېږي او له بل لوري له هېواد څخه په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو عامل هم ګڼل کېږي.

دې مهمې اړتیا په پام یې د درملو له تولیدي کارخونو غوښتنه کړې، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د درملو کیفیت او کمیت ته پوره پاملرنه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې نور به یې په امارتي ادارو کې د اقتصادي چارو اړوند موضوعاتو پروسې لا ساده، منظمې، چټکې او لنډې شي.

نوموړي همداراز ویلي، په دې اړه عالیقدر امیرالمؤمنین د چارو ادارې په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو په دې برخه کې منظم طرزالعمل جوړ کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو پانګوالو غوښتنه کړې، چې د نورو سکټورونو تر څنګ د روغتیا په سکټور کې هم پانګونه وکړي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو امارتي ادارو غوښتنه کړې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم اړوند له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي، خپلو معیاري طبي مصنوعاتو ته لومړیتوب ورکړي او په تدارکاتي پړاونو کې دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د سنو فارما، ملي شفاء او ټي‌جي‌ایل درمل جوړولو تولیدي کارخونو ته د معیاري درملو د تولید له امله د جي‌اېم‌پي نړیوال اعتبار لرونکي سرټیفیکېټونه ورکړل شول.

دا هغه سند دی چې له مخې یې بهرنیو هېوادونو ته صادرات کولی شي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د عالي کمېسیون له لارې اړین اقدامات کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بغلان ولایت د علماو شورا له رییس او د یاد ولایت د نهرین ولسوالۍ له یو شمېر مخورو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د بغلان د علماو شورا رییس شیخ کمال‌الدین حقاني د یاد ولایت د کډوالو ستونزې او یو شمېر وړاندیزونه له وزیر سره شریک کړل.

نوموړي د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ځانګړي ښارګوټي پرانیستل یو اغېزناک ګام وباله.

همداراز، د نهرین ولسوالۍ مخورو د خپلو سیمو لپاره د یو لړ پراختیايي پروژو د پيل غوښتنه وکړه او د یوې نیمګړې پروژې د بشپړولو وړاندیز یې هم له وزیر سره شریک کړ.

مولوي عبدالکبیر د علماو شورا رییس او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اسلامي نظام له ملاتړ او همکاریو یې مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د عالي کمېسیون له لارې اړین اقدامات کړي، او په پاتې ولایتونو کې هم د کډوالو لپاره د ښارګوټو د پرانیستلو چارې روانې دي.

همدارنګه، نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د خلکو غوښتنو ته متوجه دی او له مشرانو یې وغوښتل چې خپل وړاندیزونه د سیمه‌ییزو مسولینو په همغږۍ له اړوندو مرکزي ادارو سره شریک کړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر او د ملي پراختیا شرکت رییس لیدنه؛ د یو شمېر رغنیزو پروژو پر پلي کېدو خبرې وشوې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ملي پراختیا شرکت له عمومي رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د هېواد پر یو شمېر مهمو رغنیزو پروژو، په ځانګړې توګه د پلتوني بند، اغاجان بند، شفلوغ بند، سلطان ابراهیم بند او د هلمند ولایت د نهر سراج کانال د جوړولو پر چارو خبرې وشوې.

د اوبو او انرژۍ وزیر د یادو پروژو حیاتي اهمیت ته په اشارې سره وویل؛ چې د روانو پروژو عملي چارې باید ګړندۍ شي او هغه پروژې چې لا هم د پیل په پړاو کې دي، باید ژر تر ژره یې عملي چارې پیل شي.

د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس ډاډ ورکړ، چې یاد شرکت به د دغه وزارت د پروژو د پلي کېدو چټکتیا لپاره له ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي.

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او  بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د میدان وردګو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس هم شتون درلود، د راستنو شویو د ستونزو او وړاندېزونو په اړه خبرې شوې دي.

قاري بختیار معاذ په دغه ولایت کې د راستنو شویو هېوادوالو په اړه وروستي معلومات له وزیر سره شریک کړي او ویلي یې دي، چې د میدان وردګو د سیمه ییزو ادارو لخوا د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې ځینې اړینې اسانتیاوې چمتو شوي او د پاتې ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي د کډوالو لپاره په مرکز میدان ښار کې د لنډمهاله ښارګوټي د فعالولو په موخه له ځينو دولتي ودانیو څخه د ګټې اخیستې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ګڼ شمېر کورنیو د استوګنې لپاره یې شته امارتي ودانۍ په نظر کې نیولې دي.

دغه‌راز ښاغلي والي د لنډمهاله استوګنیز ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه ځينې وړاندېزونه له کډوالو او  بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سره شریک کړي دي.

 مولوي عبدالکبیر، د راستنو شویو هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو او مسولینو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې اسلامي نظام د را ستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل برخه کې اړین ګامونه اخیستي دي.

همدارنګه نوموړي په میدان ښار کې د کډوالو لپاره د لنډ مهاله ښار ګوټي اړوندو وړاندېزونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او سپارښتنه یې کړې ده، چې د ټولو کډوالو ستونزو حل ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.