ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 568

ډاکټر محمد نعیم: اسلامي امارت چمتو دی چې د سیمې په ټولو نوښتونو کې فعاله ونډه واخلي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د اوزبیکستان-ترمذ په غونډه کې ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې د ترانسپورټي، برېښنا لېږد، سوداګرۍ او نورو بنسټیزو پروژو په ګډون د سیمې په ټولو نوښتونو کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې: “په داسې سیمه کې اوسېږو، چې د ننګونو تر څنګ د همکارۍ، اتصال او اقتصادي پرمختګ په شمول ګڼ ظرفیتونه شتون لري. افغانستان د اسیا د زړه او د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ د طبیعي پل په توګه تل هڅه کړې، چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو کې فعال او مثبت رول ولوبوي.”

د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په باور، سیمه‌ییزې همکارۍ نه یوازې د سیمې د ملتونو په ګټه دي، بلکې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره هم اغیزمنې تمامېدای شي.

ښاغلي محمد نعیم ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست په سیمه‌ییزو همکاریو او متقابل احترام ولاړ دی. دغه‌راز ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له نورو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.

ډاکټر محمد نعیم له نړیوالې ټولنې، سازمانونو او د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې، زیربنایي پانګونې او دوامدار پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

د ترمذ-اوزبیکستان غونډه د افغانستان د لوړپوړي پلاوي او د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په ترمذ ښار کې روانه ده.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ سرپل ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ، دوشنبه د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

غونډه کې، د اجنډا له مخې، په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو او د جوزجان ولایت د قرقین او خم‌آب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو طرحې وارزول شوې.

له هر اړخیز بحث وروسته، د یادې کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره، د سرپل د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه.

یاد مارکېټ به د خصوصي سکتور له لوري د ۵۲ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړ شي، چې ټولټال به ۶۲ دوکانونه ولري.

یاده طرحه د منظورۍ لپاره د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته استول شوې ده.

همداراز، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جوزجان ولایت د قرقین او خم‌آب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو طرحه دې ځانګړې کمېټه له ټولو اړخونو وارزوي او خپل راپور دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران د کاني موادو نړیوال نندارتون په پرانیست غوڼده کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د یوه پلاوي په مشرۍ د خپل رسمي سفر پر مهال د ایران د کاني موادو نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د ایران د کانونو وزارت مرستیال، د کاني موادو د څېړنې مرکز رییس او د خصوصي سکتور ګڼ‌شمېر استازو ګدون درلود.

ملا هدایت‌الله بدري ګډونوالو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یو باثباته هېواد دی او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.

 نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان له کانونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.

دغه‌راز ښاغلي بدري د نندارتون له بېلابېلو برخو او د لیتیمو د پروسس له کارخونې څخه لیدنه وکړه او د خصوصي سکتور یو شمېر شرکتونه یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

همدارنګه، د نندارتون په څنډو کې د افغان پلاوي غړو د ایران د اړوندو ادارو له مسولینو سره خپل نظرونه شریک کړل او په پای کې یې کوربه هېواد ته د پانګونې او همکاریو په برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړېږي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او د “رها” موسسې مشر محمد یوسف حمیدیان د ۲۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړولو او یو لړ چاپېریالي فعالیتونو د ترسره کولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه راپور په چمتو کولو کې به د هېواد د چاپېریالي وضعیت اوسنی حالت، بنسټیزې ننګونې او وړاندیز شوې حل‌لارې څېړل کېږي، چې د علمي څېړنو، سروې‌ګانو او مسلکي ارزونو پر بنسټ به جوړ شي.

د “رها” موسسې مشر وویل، چې په یاد راپور کې به د طبیعي منابعو، هوا، اوبو، ځنګلونو، خاورې، ښاري ککړتیا او اقلیم بدلون اړوند موضوعات په تفصیل سره تحلیل شي.

مولوي مطیع‌الحق خالص وویل؛ دا به یو علمي، مستند او خپلواک راپور وي، چې د چاپېریالي ستونزو د تشخیص ترڅنګ، د حل لپاره به بنسټیزه لارښوونه کوي.

نوموړي زیاته کړه؛ دا راپور به نه یوازې د اسلامي امارت اړوندو ادارو لپاره یو مهم سند وي، بلکې نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته به هم د همکاریو زمینه برابره کړي.

په راپور کې به د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو د اغېزو ترڅنګ، د خلکو، کرنې، مالدارۍ او اقتصاد ارزونه هم شامله وي.

سربېره پر دې، په دې راپور کې به وړاندیزونه هم وړاندې شي چې څنګه دوامداره، ملي او سیمه‌ییزه چاپېریالي ستراتیژي رامنځته شي.

تمه ده، چې د راپور لومړنۍ مسوده تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړه او له اړوندو ادارو او کارپوهانو سره تر شریکېدو وروسته خپره شي.

د یاد هوکړه‌لیک له مخې، به دا راپور د چاپېریالي پالیسۍ جوړولو لپاره یو بنسټیز ګام وي او راتلونکي کې به پرې د معیاري پالیسۍ بنسټ کېښودل شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران د کانونو، صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران د کانونو، صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي عطابک او یو شمېر نورو اړوندو مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني هم شتون درلود، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هغه هوکړه‌لیک د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وشوې، چې مخکې د دواړو اړوندو وزارتونو ترمنځ د کانونو د سروې، انکشاف او لابراتواري تجهیزاتو په اړه لاسلیک شوی و.

همداراز، د یاد هوکړه‌لیک د عملي کولو لپاره دوه تخنیکي کمېټې جوړې شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د نورو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت: په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا او ماسترۍ ۶۴ برنامې رامنځته شوې

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې تر اوسه په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۴۴ او د دوکتورا ۲۰ نوې برنامې رامنځته شوې دي.

د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وایي؛ چې دې وزارت د فوق لیسانس برنامو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه روانه ده، څو تحصیلي کچه لا لوړه شي.

بل‌خوا یو شمېر استادان د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام ارزښتناک بولي او هیله څرګندوي، چې دا به د هېواد تحصیلي سکتور پر پرمختګ اغېز ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د علمي مقالو د معیاري کولو، د ژورنالونو د اعتبار لوړولو او د ادبي غلا (Plagiarism) د مخنیوي لپاره یو شمېر پرمختللي سافټ‌ویرونه هم پیرلي دي.

په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې نږدې ۷۰ عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط ترمیم شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ٢٠٣ منصوري قول اردو په تخنیکي ورکشاپ کې د مسلکي ټیم په هڅو د دوو میاشتو په موده کې ٦٨عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې چمتو شول.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې وسایطو کې ۴۰ هاموې ټانګونه، ۲۰ رنجر موټرونه او اته عرادې انټرنشنل موټر شامل دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې هم زیات شمیر غیر فعال پوځي وسایط، سپکې او درنې وسلې د یاد تخنیکي ټیم له خوا ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

ډاکټر عبداللطیف نظري: افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګریزې راکړې ورکړې وړتیا لري

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري ایران ته د سفر په ترڅ کې له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګریزې راکړې ورکړې وړتیا لري.

ښاغلي نظري زیاته کړې، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاتولای شي.

ډاکټر عبداللطیف نظري چابهار بندر ته په اشاره ویلي، دغه بندر د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت غواړي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټه ترې واخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره متوازن سیاست پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې پراخه کړې دي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا مهمو پروژو په اړه انلاین ناسته شوې

 د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د برېښنا انرژۍ شرکت (ترکمن انرګو) مسولینو سره انلاین ناسته کړې.

 په دې ناسته کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د الوان دښتې او کرکین سب سټېشنونو کې بدلونونو او له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه خبرې شوې دي.

‌ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو اړیکو پیاوړتیا او همغږۍ له مخې د چارو چټک پرمخ وړل مهم بللی او د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې ته په اشارې د چارو پر چټکتیا او د اړینو اسانتیاوو پر چمتو کولو یې ټېنګار کړی دی.

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ په برخه کې خپله همکاري له سره پیلوي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د اسیا پراختیایي بانک له رییس دیوید هیل سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر د هېواد د اوبو سرچینو د کمښت ستونزې ته په کتو، له یاد بانک څخه غوښتنه کړې، چې د اوبو او انرژۍ د پروژو د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري بېرته پیل کړي.

د اسیا پراختیایي بانک رییس ډاډ ورکړی چې بانک یې چمتو دی، په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ له سره پيل کړي.

بل‌خوا د اوبو او انرژۍ برخې ځیني کارپوهان باور لري، چې د اسیا پراختیایي بانک د همکارۍ پیل به نورو نړیوالو مالي بنسټونو ته هم لاره هواره کړي، څو خپلې ځنډېدلې پروژې بشپړې او نوې پروژې هم پيل کړي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو وچکالیو او د بارانونو کمښت د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او د څښاک اوبو کمښت یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.