ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 569

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

صهیونیستي عسکرو پرون (دوشنبه، د غويي ۲۹مه) د خان یونس اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړی، تر څو د بې‌ساري برید له پیله وړاندې سیمه پرېږدي.

اسرائیلي رژیم په دې وروستیو کې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو پراخه پوځي عملیات پیل کړي او د مارچ له دویمې راهیسې یې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده.

پر غزه د پوځي عملیاتو د زیاتوالي په غبرګون کې برېتانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو دریځ غندلی او ژر تر ژره یې د بریدونو د درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۴۷۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۱ زره او ۳۹۸ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې له ۲۸ زره ډېرې ښځې او نجونې شهیدانې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسرائیلو په غزه کې په هر یوه ساعت کې په منځني ډول یوه مېرمن او یوه نجلۍ شهیدانې کړې دي. په دې مېرمنو کې زرګونه میندې وې، چې ماشومان، کورنۍ او ویجاړې ټولنې یې شاته پریښې دي.

په کابل کې د عامه کتابتونونو دوه تالارونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري ترمیم شوي تالارونه پرانیستل شول.

په دغو مراسمو کې د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي، د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمت‌الله منتظر، د ترکیې د همکارۍ او پراختیا ادارې ټیکا مرستیال ډاکتر رحمان نوردن، په کابل کې د ټيکا دفتر رییس فاضل آکین اردوغان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو شمېر رییسانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامه کتابتونونو دوه تالارونه (د عامه مطالعې تالار او د ماشومانو لپاره ځانګړی تالار) د ترکیې هېواد د همکارۍ او پراختیا ادارې ټیکا له خوا د یوې میاشتې په موده کې ترمیم او بیا ورغول شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، حافظ نعمت‌الله منتظر د کتاب او کتابتون ارزښت ته په اشارې هر اړخیزه وینا کړې ده.

مولوي عتیق‌الله عزیزي ویلي، چې افغانستان او ترکیه ګډ کلتوري، ژبني او مذهبي ارزښتونه لري او د دواړو هېوادونو اړیکې ښې دي.

نوموړي د ټيکا له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د دا ډول همکاریو قدرداني کوي.

د ټيکا مرستیال ډاکتر رحمان نوردن د یادې ادارې له خوا د تېرو کلونو د روغتیا، اقتصاد، ښوونې، کرنې او نورو برخو کې د پروژو معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې کتابتونونه د پرمختګ بنسټیزه سرچینه ده.

همداراز، په کابل کې د ټيکا دفتر رییس فاضل آکین اردوغان ویلي، چې ترکیه له افغانستان سره اوږدمهاله همکارۍ لري او دا همکارۍ به دوام ومومي .

 نوموړي د تالارونو ترمیم د ځوانانو د مطالعې د هڅونې په لور مهم ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې د عامه مطالعې تالار اوس مهال په یوه وخت کې د ۱۰۰ تنو مطالعه کوونکو او د ماشومانو ځانګړی تالار په یوه وخت کې د ۲۰ تنو مطالعه کوونکو ماشومانو ظرفیت لري.

تېره مياشت کې له هېواد څخه نږدی ۸۶ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د ۱۴۰۴ کال د وري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

دا اداره زیاتوي، د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۸۵.۷ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۸۴۲.۸ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰.۱ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د صادراتو ارزښت د تېر کال د کب مياشتې په پرتله ۱۴.۴ ميليون ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۰۳.۱ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۴ کال په وري مياشت کې د ۱۶۰.۳ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر اوزبیکستان ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د “RCC” سیمه‌ییزو هېوادونو په ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی.

 په دې غونډه کې به د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا، د ۲۰۲۵م کال “ITU” نړیوال کنفرانس چمتووالی، د غیرې ثابت مداره سپوږمکیو پراختیا، او د ټېلېکام درغلیو مخنیوي او یو شمېر نورو مواردو په اړه به بحث وشي.

ښاغلی حقاني به په دې غونډه کې د سټلایټ، پوسټ او ټکنالوژۍ اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته وینا هم وکړي.

هېره دې نه وي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر اوزبیکستان ته تر سفر وړاندې، کابل کې د یاد هېواد له سفیر ښاغلي اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او دواړو لوریو د ټکنالوژۍ او ورته نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې وې.

شیخ محمد خالد الحنفي: علما دې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په پلي کېدو کې همکاري وکړي

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هرات کې یوې غونډې ته په وینا کې له علماوو غوښتنه کړې، چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په ښه پلي کېدو کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي؛ یاد قانون د اسلامي احکامو، احادیثو او حنفي فقې په رڼا کې د علمای کرامو او شیوخو په ګډ کار د یو کال په موده کې جوړ شوی دی.

ښاغلي الحنفي د اسلامي نړۍ ټولو علماوو ته بلنه ورکړې، تر څو که په د یاد قانون کې کومې نیمګړتیاوې ویني، د سمون په موخه دې له یاد وزارت سره شریکې کړي.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر زیاته کړې، د دې قانون اغېزناک پلي کېدل د ټولنې د اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهم دی.

نوموړي ټینګار کړی، که علما له اسلامي نظام او امربالمعروف وزارت سره همکاري ونه‌کړي، نو څرنګه به ټولنه کې بې‌حجابي او نور منکرات له منځه لاړ شي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون تېر لمریز کال کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له‌خوا توشیح او په رسمي ګڼه کې خپور شو.

یاد قانون څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري.

برېتانیا، فرانسې او کاناډا پر غزه د بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده

برېتانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي عملیاتو زیاتوالی غندلی او ژر تر ژره یې د بریدونو د درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

د درېیو واړو هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړی، چې که دا پوځي عملیات ونه درول شي، د مرستو رسولو لپاره کلابندي پای ته ونه رسول شي او وضعیت همدا ډول دوام وکړي په اسرائیلو به هدف‌مند بندیزونه ولګوي.

اسرائیلي یرغلګرو د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد لړۍ درولې او تازه یې په دې تړانګه کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي دي.

یادو هېوادونو د صهیونیستي رژیم له لوري غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی هم د بشر له نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په دې اعلامیه کې، چې د ۲۲ نورو هېوادونو له ګډې غوښتنې سره سمه خپره شوې، د غزې لوږې ځپلي ولس ته په اشارې له اسرائیلي رژیم غوښتل شوي، تر څو سملاسي دې تړانګې ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

مولوي اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ چين ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ چين ته سفر کړی.

 بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ښاغلی متقي به په دې سفر کې له خپل چينايي سيال وانګ‌يي سره د دوه اړخيزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړيکو په اړه د خبرو ترڅنګ، د چين او پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په ګډ‌ه ناسته کې هم ګډون وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو هر ډول ستونزو ته رسېدنه کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د میدان وردګ له والي قاري بختیار معاذ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قاري بختیار معاذ د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي وضعیت او حکومتولۍ په اړه اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین تل د خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي چې خلک هوسا وساتي.

قاري بختیار معاذ همداراز د پراختیایي چارو، روغتیا، کارموندنې او له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را ایستل شویو کډوالو په تړاو د دې ولایت د خلکو غوښتنې شریکې او له مسولینو څخه یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د خلکو ستونزو ته رسېدنه، او همدارنګه د هغو هېوادوالو ستونزو ته حل لاره موندل چې په زور له ګاونډیو هېوادونو را ایستل کېږي، د اسلامي امارت له مهمو ژمنو څخه دي او اړوند مسولین باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین به تر خپله وسه پورتنیو چارو ته رسېدنه وکړي.

ټرمپ: روسیه او اوکراین به سملاسي د اوربند د ټینګښت لپاره مذاکرات پيل کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له څه باندې دوه ساعته ټلیفوني خبرو وروسته ویلي، چې روسیه او اوکراین به سملاسي د اوربند د ټینګښت او جګړې پای ته رسولو په موخه خبرې اترې پیل کړي.

ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه، د ثور ۲۹مه) له خپل روسي سیال سره د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په موخه څه باندې دوه ساعته ټلیفوني خبرې کړې دي.

ټرمپ له پوتین سره د خبرو اترو بڼه مثبته ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند جزیات به پخپله د روسیې او اوکراین له لوري وټاکل شي.

د امریکا ولسمشر پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې روسیه غواړي د جګړې له پای ته رسولو وروسته له متحده ایالاتو سره یو لوی سوداګریز تړون لاسلیک کړي، تر څو دندې او ظرفیتونه پراخه شي.

د ټرمپ په وینا، له پوتین سره یې د خپلو خبرو جزیات د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي، د اروپایي ټولنې له مشرې او د اروپایي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم شریک کړي دي.

د روسیې ولمسشر ولادیمیر پوتین هم له ټرمپ سره د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په تړاو خبرې رغنده بللې دي.

پوتین ویلي: “ټرمپ د اوربند په تړاو خپل دریځ روښانه کړ او ما هم ټینګار وکړ، چې روسیه د اوکراین د کړکېچ سوله‌ییز حل غواړي. موږ باید د سولې لپاره اغیزمنې لارې غوره کړو.”

ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د پاپ فرانسس په استازیتوب واتیکان د مذاکراتو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د امریکا ۷۸ کلن ولسمشر ډونالډ ټرمپ ان د نوماندۍ په کمپاین کې څو-څو ځله ټینګار کړی و، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی ږدي، خو تر اوسه یې دیپلوماتیکې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.