ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 570

ترکیه له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې همکاري کوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص نن د ۱۴۰۴ کال د ثور په ۲۹مه د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې مولوي خالص د ترکیې سفیر هرکلی وکړ او ورسره یې د چاپېریال اړوند بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون پر مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي خالص وویل: “موږ له ترکیې سره تاریخي او ښې اړیکې لرو او هیله ده چې دغه اړیکې نورې هم پیاوړې شي او دوام ومومي.”

نوموړي د (COP-29) نړیوال اقلیمي کنفرانس د پایلو په اړه د ترکیې له سفیر څخه معلومات وغوښتل او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي (COP-30) کنفرانس کې، چې ټاکل شوې په برازیل کې جوړ شي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره هڅې او لابي‌ګري وکړي، ترڅو افغانستان ته هم بلنه ورکړل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وویل، د اسلامي امارت له راتګ سره نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکې چاپېریالي پروژې وځنډېدې، چې باید بېرته پیل شي.

مولوي خالص غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره د چاپېریالي تجهیزاتو برابرولو، د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د تجربو د شریکولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د ترکیې سفیر جنک اونال د ښاغلي خالص له هرکلي وکړه او ژمنه یې وکړه چې ترکیه به د چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره خپلې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره نه یوازې په چاپېریالي، بلکې په نورو برخو کې هم همکاري وکړي او هڅه به وکړي چې خپلې تجربې، مشورې او تخنیکي همکارۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې شریکې کړي.

برخو کې هم همکاري وکړي او هڅه به وکړي چې خپلې تجربې، مشورې او تخنیکي همکارۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې شریکې کړي.

په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ګډ تخنیکي ټیمونه به پر مشخصو موضوعاتو

په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ګډ تخنیکي ټیمونه به پر مشخصو موضوعاتو کار کوي او ګډو همکاریو ته به دوام ورکوي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د هېوادوالو د ټولنیزې هوساینې برابرولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت د لوی او واړه پامیر ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې محمدرسول د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د یادې ولسوالۍ د ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د امنیت په ټنیګښت او د زیربناوو جوړولو کې د سیمه ییزو مسولینو هلې ځلې ستایلي او ځینو اړتیاوو ته په اشارې یې له مسولینو وغوښتل، چې په یاده ولسوالۍ کې د پراختیایي چارو لکه مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي روغتونونو جوړولو او د مخابراتي خدماتو فعالولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه شپه او ورځ د هېواد په ټولو برخو کې د امنیت په ټینګښت، ټولنیزې هوساینې برابرولو او د پراختیایي چارو د پلي کولو هڅې کوي.

همدارنګه نوموړي د هغوی د وړاندیزونو په اړه زیاته کړه، چې اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام یادو برخو ته رسېدنه او اړین اقدامات وکړي.

د افغان او ایراني پلاوي تر منځ په دوغارون سرحد کې غونډه؛ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لړۍ پر زیاتېدو ټینګار شوی

په لویدیځ زون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت‌الله فیضان په مشرۍ یوه پلاوي د ایران د خراسان رضوي ولایت په دوغارون ګمرک کې د یاد ولایت د ترانسپورټ ریاست په نوښت جوړه شوې سرحدي غونډه کې ګډون کړی.

دا غونډه د ترانسپورټي ستونزو د حل، لګښتونو د کموالي او سوداګریزو فعالیتونو ته د لا نورو اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړه شوې وه.

په یاده ناسته کې افغان پلاوي د باروړونکو موټرو د تګ راتګ لړۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی.

ایراني اړخ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو زیاتولو او ستونزو ته پر وخت رسېدنې لپاره د دوامداره سرحدي غونډو جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د اقتصاد وزیر د بن د نړیوالو شخړو مطالعې مرکز لوړپوړې څېړونکې سره لیدنه کړې

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د بن د نړیوالو شخړو مطالعې مرکز لوړپوړې څېړونکې ډاکټرې کاتیا مایلکي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې ښاغلي حنیف د هېواد د اقتصادي وضعیت، لویو اقتصادي لاسته راوړنو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بې‌وزلۍ کمولو، دوامداره اقتصادي ثبات او پراختیایي پلانونو په اړه خبرې کړې دي.

ورته‌مهال ډاکټرې کاتجا مایلکي، د اسلامي امارت اقتصادي لاسته‌راوړنې او د بېلابېلو سکتورونو لپاره د پرمختیايي پلانونه مهم بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د خپلو څېړنو پایلې او موندنې به د واقعي حالاتو په نظر کې نیولو سره له یاد مرکز سره شریکې کړي.

مالیې وزارت: نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه

مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې د دې وزارت له لوري د نړیوال بانک له استازو سره د دوامدارو اړیکو او خبرو په پایله کې، نړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر پرانیست.

اعلامیه زیاتوي، اوس دغه بانک په بشپړه توګه دې ته چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې عملي لړۍ پیل کړي.

نړیوال بانک په افغانستان کې له لوجیستیکي او رغنیزو شرکتونو څخه، د تثبیت شویو ارقامو له مخې، ۵۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.

دغه تثبیت شوی پور به په څلورو پړاوونو کې له مالیې وزارت سره په همغږۍ، اړوندو شرکتونو ته ورکړل شي.

یاد وزارت وايي، نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې چې نن پیلېږي، ۱۰.۸ میلیونه ډالر په مستقیم ډول شرکتونو ته ورکړي او پاتې ۳۹.۱۱ میلیونه ډالر به په درېیو پړاوونو کې د مالیې وزارت له لارې ورکړل شي.

مالیې وزارت د نړیوال بانک له لوري د پورونو د ورکړې پروسې پیلېدل یو ستر مالي پرمختګ بولي او وايي، چې له دې سره به پراختیايي پروژې پیل شي، خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي او د ملي اقتصاد د لا پیاوړتیا په برخه کې به مثبتې پایلې ولري.

د بشر حقونو د څار سازمان: اسټرالیا او برېتانیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د جنګي جرمونو څېړنه ځنډوي

د بشر حقونو د څار سازمان په اسټرالیا او برېتانیا هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د جنګي جرمونو څېړنه ځنډوي.

یاد سازمان ویلي، هغه افغانې کورنۍ لا هم د عدالت په تمه دي، چې خپلوان یې د شل کلنې جګړې پر مهال د جنګي جرمونونو قرباني شوي دي.

اسټرالیا تر دې دمه یوازې یو عسکر په دې جرم تورن کړی دی.

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانيو غړو له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې د دې هېواد د ځواکونو هغه جنګي جرمونه افشا کړل، چې په افغانستان کې یې کړي وو.

یادو سرتېرو ویلي، چې برېتانیوي ځواکونو به بې‌وسلې وګړي نیمه شپه په خوب کې وژل، بندیان او ان ماشومان به یې وژل او اعدامول.

د دوی په خبره، برېتانیوي سرتېرو ته د بندیانو وژل په یوه عادي چاره بدله شوې وه.

مولوي امیرخان متقي: افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو فورم کې ویلي، چې افغانستان د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست پر اساس د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان له ۴۷ کاله بې‌نظمۍ او په ځانګړي ډول له وروستي شل کلن اشغال وروسته یوې نوې سیاسي مرحلې ته ننوتی دی.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې افغانستان په ملي او نړیواله کچه د سیمې د څلور لارې او سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد په برخه کې اساسي رول لوبولای شي.

د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، اسلامي امارت په تېرو نږدې څلورو کلونو کې بشپړ امنیت تامین کړی، ملک الطوایفي او د کوکنارو کښت یې له منځه وړي، د اداري فساد مخه یې نیولې او د هېواد امنیتي، ملکي او سیاسي جوړښتونه یې د افغانانو د اړتیا او عیني شرایطو ته په پام سره جوړ کړي دي.

دغه‌راز اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان د امنیت ساتنې، اقتصادي ځان بسیاینې او شته ثبات پر مټ له سیمې او نړۍ سره د نږدې همکاریو له لارې د قدرتونو د تقابل پر ځای د تفاهم او همکاریو په مرکز بدل کړي.

نوموړي د متوازن سیاست ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان به نور د یوه هېواد د ملګرتیا لپاره د بل پر وړاندې ونه دریږي.

ښاغلي متقي په یاد فورم کې د سیستان او بلوچستان خلکو ته د اوبو رسول خپل شرعي مسولیت یاد کړی دی.

مولوي عتیق‌الله عزیزي: اسلامي امارت هېواد کې د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنې ته ژمن دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د موزیمونو د پیوستون نړیوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنې ته ژمن دی.

نوموړي له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د یادو میراثونو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې ونډه واخلي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي ویلي؛ د افغانستان ملي موزیم د تاریخي او لرغونو اثارو په لرلو سره، د نړۍ په کچه له تر ټولو غني موزیمونو څخه ګڼل کېږي او د هغو ساتنه او څارنه د ټولو ګډ مسولیت دی.

په دې مراسمو کې یو شمېر بهرنیو ګډونوالو ویلي؛ تاریخي، لرغوني او کلتوري ابدې د ملتونو هویت ګڼل کېږي، چې ساتنه یې د ټولو ګډ مسولیت دی.

همداراز، یادو ګډونوالو د مس عینک په پروژه کې د لرغونو اثارو د خوندي ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسولینو په وینا، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې نه یوازې بهر ته د اثارو له قاچاق څخه مخنیوی شوی، بلکې د کیندنې، ساتنې او بیارغونې په برخو کې هم داسې کارونه ترسره شوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د عدلیې وزیر روسیه کې له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره لیدنه کړې

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په روسیه کې د اسلامي امارت د سفارت د مستشار په ګډون، په سن پترزبورګ ښار کې له مېشتو افغان سوداګرو او هېوادوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې افغانانو د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او په مسکو کې د قونسلي خدماتو د هرکلي ترڅنګ، خپلې ستونزې او ننګونې د عدلیې له وزیر سره شریکې کړې دي.

دوی ویلي، چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او په روسیه کې د اسلامي امارت د قونسلي فعالیتونو له پیل سره، ډېری ستونزې حل شوي خو ځینې لا هم پاتې دي، هیله لري چې ژر حل شي.

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد دننه او بهر د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدنه خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کوي.

دغه‌راز نوموړي په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت مسولینو ته لارښوونه کړې، چې په روسیه کې د مېشتو افغانانو او سوداګرو ستونزو ته د حل لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.