ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 571

پوهنې وزارت: تېر کال له شاوخوا ۲۰ زره کډوالو زده‌کونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې

د پوهنې وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنو شویو زده‌کوونکو ته د ښوونې او روزنې د خدمتونو په برخه کې پاملرنه شوې او تېر لمریز کال کې شاوخوا ۲۰ زره زده‌کوونکي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي وو، تعلیمي بهیر ته جذب شوي دي.

د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، له دې زده‌کوونکو څخه د ټولګي د سویې تثبیت ازموینه اخیستل شوې او وروسته په بېلابېلو ښوونځیو کې جذب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، سږ کال د کابل د پوهنې ریاست له لوري د زده‌کوونکو د سویې تثبیت ازموینه په دوو پړاوونو کې اخیستل شوې، چې له امله یې ۷۰۰ تنه زده‌کوونکي د تعلیمي کاروان سره یوځای شوي دي.

راستانه شوي زده‌کوونکي د تعلیمي کاروان سره د یوځای کېدو له امله خوښ دي او د اسلامي امارت له مسولینو مننه کوي، چې ورته یې په یاد بهیر کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت تازه ویلي، تېر لمریز کال یې نږدې ۱۰۰۰ ښوونځیو ته تدریسي او اداري ودانۍ جوړې یا هم ترمیم کړې دي.

کابل کې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو پيل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيم کې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی رييس مولوي احمدالله وثيق، د دې رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبري مسولينو، د ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رييس ښاغلي قاري نور محمد حنيف، ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش مينوالو ګډون کړی وو.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی رييس په لومړي سر کې د دې لیګ له پیاوړي ملاتړي افغان ټلي کام او نورو ملاتړو مننه کړې، چې د ملي لیګ ملاتړ یې کړی دی.

مولوي احمدالله وثيق ویلي، خوښ يم چې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو په پرانیسته کې ګډون کوم او هیله لرم، چې يوه ورځ به همدا ورزشکاران په نړيوالو لوبو کې ګډون وکړي او هېواد ته به وياړونه راوړي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، چې واليبال يو له هغه ورزشونو څخه دی، چې د افغانستان په ګوټ ـ ګوټ کې مینوال لري او د افغانستان واليبال لوبډله اوس په اسيايي او نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې لري او يو ځانګړی ځای يې خپل کړی.

ښاغلي وثیق ویلي، د ورزش اداره تل هڅه کوي، چې داخلي سیالۍ او ورزشي فعالیتونه پیاوړي شي.

همدارنګه د ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رییس نور محمد حنيف ویلي، دا د خوښۍ ځای دی، چې د ملت دغه کلتوري لوبه، د ملي رسنۍ له لوري په ژوندۍ بڼه نشرېږي او د ځوانانو پر شونډو يې مسکا راوستې.

نوموړي زیاته کړې، ملي رسنۍ تل د ملت په خدمت کې ده او دوی ته به تل بېلابېلې برنامې، لکه څنګه، چې يې له دې مخکې، وړاندې کړي په راتلونکې کې هم وړاندې کوي.

د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان د دې فدراسیون پر فعالیتونو خبرې کړي او دغه لیګ یې د غوره استعدادونو موندلو لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

نوموړي له ملي سوداګرو غوښتي، چې پر ځوانو ورزشکارانو پانګونه وکړي، ځکه دوی د افغانستان د ورزش راتلونکی جوړوي.

د دې سياليو پيليزه لوبه د خراسان پوهنتون او د خوست سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ – ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه. د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ پرون ( یکشنبه، د غويي ۲۸ مه ) پيل شوې او د روان کال د غبرګولې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي

له ملا عبداللطیف منصور سره د اسیا پراختیایي بانک عمومي رییس لیدنه؛ د پروژو د بیا پیل او همکارۍ په اړه خبرې شوي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رییس ښاغلي دیوید هیل سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او یو شمېر رییسانو ګډون درلود.  

لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د اوبو او انرژۍ د پروژو د پلي کولو، په ځانګړې توګه د هغو نیمګړو پروژو د بیا پيل په اړه، چې پخوا د اسیا پراختیایي بانک له‌خوا تمویل شوې وې، خبرې کړې دي.

ملا عبداللطیف منصور د کابل او کندهار ښارونو د اوبیزو سرچینو د کمښت یادونه کړې او له یاد بانک څخه یې د کابل – پنجشیر د اوبو لېږد، د شاه‌توت-للندر ذخیروي بند او د کندهار د دهلې بند د پراختیا پروژو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په هېواد کې د انرژۍ پراختیا ته په اشارې سره، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رییس غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ بیا پیل کړي.

په ورته مهال د اسیا پراختیایي بانک عمومي رییس ژمنه کړې، چې چمتو دی، څو د افغانستان له اوبو او انرژۍ وزارت سره د پراختیایي پروژو په برخه کې خپلې همکارۍ له سره پیل کړي.

صهیونیستي رژیم غزې ته د ځینو خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي

صهیونیستي رژیم پرون (یکشنبه) اعلان کړی، چې غزې ته د ځینو خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي. لا تر اوسه روښانه نه ده، چې څه وخت به دې توکو ته د لېږد اجازه ورکړل شي.

دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې په شمال او سویل کې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.

اسرائیلي یرغلګرو له نږدې درېیو میاشتو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده. په دې تړانګه کې مېشت فلسطینیان له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

مرستندویه ادارو په غزه کې د شدیدې لوږې او قحطۍ خبرداری ورکړی او سملاسي یې دې تړانګې ته د بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې ده.

اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي. په دې بریدونو کې یوازې له نن سهار راهیسې لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي. دغه‌راز پرون یکشنبه هم ۱۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلو یرغلګرو د غزې په شمال کې یوازینی فعال “اندونیزیا” روغتون هم کلابند کړی او شاوخوا ۵۵ کسان بند پکې پاتې دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په شمال کې ټول درې دولتي روغتونونه له فعالیته لوېدلي او صهیونیستي اشغالګرو په سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته بې‌وزله ماشومانو وړیا درملنه پیل کړې

د بنګله دېش مرکز الاسلام بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ کابل کې د هغو ماشومانو وړیا درملنه کوي، چې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ اخته دي.

د یادې ټولنې مسولین وايي، تر دې وړاندې هم دې بنسټ له لوري پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه په سمه توګه ترسره شوې ده.

د بنګله دېش مرکز الاسلام بنسټ مشر حمزه شهید الاسلام وایي، موخه مو د اسلامي ورورولۍ له مخې د هغو بې وزله ماشومانو درملنه ده، چې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ اخته دي.

نوموړی زیاتوي؛ د اسلامي وروګلوۍ له مخې د یادو ناروغانو درملنه پر موږ حق ده.

ورته مهال په دې ناروغۍ د اخته کسانو کورنۍ چې په خصوصي روغتونونو کې یې د درملنې توان نه درلود، خوښ دي چې وړیا درملنه یې کېږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو په وینا، د بنګله دېش مرکز الاسلام بنسټ له لوري راغلي ډاکټران به په اته ورځو کې د شاوخوا ۱۲۰ ناروغانو درملنه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۲۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۹۳ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۱۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۹۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۶ تنه و، کندهار، هلمند، فر اه، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۴۶۰ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۵ کورنیو سره ټولې ۹۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۰۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۹۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۷۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره ټولې  ۶۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه ۱۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۲۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډيورنډ فرضي کرښه:

د بهرامچې له لارې شپږو کورنی د غړو شمېر يې ۴۳ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سيمو ته ليږدول شوي دي او نغدي مرسته هم ورسره شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۷ کورنیو سره ټولې ۷۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۶ تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۴۲۷ کورنۍ او دوه زره او ۷۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۷۲ کورنۍ او یو زر او ۲۵۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۴۳۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۸۶ عدده

جو بایډن د پروسټاټ په سرطان اخته شوی

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بايډن دفتر ویلي، چې نوموړی د «لوړې درجې» پروسټاټ سرطان په ناروغۍ اخته شوی او اوس يې دا ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.

تېره جمعه د ۸۲ کلن بایډن پروسټاټ تشخیص شوی، چې کورنۍ یې له ډاکټرانو سره د درملنې په غوراوي فکر کوي.

د جو بایډن د پروسټاټ سرطان د ګلیسن له نهو تر لسو درجو ښودل شوی، چې په چټکۍ د خپرېدو وړتیا لري.

د بایډن عمر او روغتیا د نوموړي د ولسمشرۍ په دوره کې د ډېرو رایه ورکوونکو تر منځ په مهمو اندېښنو بدل شوي وو او په پای کې یې د دویمې دورې لپاره هڅې ناکامه شوې.

نوموړی په يوه تلويزيوني مناظره کې د ټرمپ پر وړاندې د کمزورې کړنې له امله له سختو نيوکو سره مخ شو. وروسته یې بيا ډيموکراټ ګوند پر ځای مرستياله ولسمشره کاملا هرېس نومانده کړه.

د بایډن د ناروغۍ د خبر له خپرېدو وروسته د امریکا دواړو ګوندونو -جمهوریپال، ډیموکراټ- خواخوږي او ملاتړ څرګند کړي دي.

ټرمپ، چې پر بایډن سختې نیوکې کوي او د اقتصاد او بهرنیو ننګونو له امله یې ملامتوي، د نوموړي پر ناروغۍ خواشیني څرګنده کړې او د بېړنۍ روغتیا غوښتنه یې ورته کړې ده.

کابل کې د هند له خوا له راستنو شویو کډوالو سره د خوراکي مرستو لړۍ پیل شوه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له راستنو شویو افغان کډوالو سره د هند د حکومت او خلکو له لوري د مرسته شویو خوارکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.

یاد وزارت زیاته کړې، دا مرستې چې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي لري، د کابل ولایت د کډوالو ریاست له لوري به په شفاف ډول پینځه زرو مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا د دفتر د چارو د تنظیم رییس مولوي ذاکرالله ذاکر د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست.

ښاغلي وزیر په خپل پیغام کې د هند د خلکو او حکومت له دغو بشردوستانه مرستو مننه کړې او له نورو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو یې هم غوښتنه کړې، چې له راستنو شویو کډوالو سره زیاتې مرستې وکړي.

مولوي ذاکر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي او تمه ده، چې په دغو ښارګوټو کې به د سرپناه، ښوونځیو، روغتیايي روغتونونو، پاکو اوبو او نورو اساسي اسانتیاوو زمینه برابره شي.

 نوموړي همداراز له هغو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول هغوی چې د امریکا له لوري له وروستي ضرب‌الاجل سره مخ دي، غوښتنه کړې، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمن فاني له هند هېواد څخه د مرستو مننه کړې ده.

 نوموړي ټینګار کړی، چې کډوال یو دردیدلی او مستحق قشر دی او اړینه ده، چې له دوی سره هر اړخیزې مرستې وشي.

په پای کې، د کابل ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیب‌زي د مرستو د شفاف وېش ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.

د ايران ولسمشر له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې؛ هېواد مو چمتو دی چې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر ویلي هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی.

د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان بللي او ویلي یې دي، چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.

مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټینګار کړی او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې مولوي امیرخان متقي د ایران له ولسمشر غوښتي چې د افغان کډوالو ستنولو بهیر باید په تدریج ترسره شي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو په نږدې همکاريو ټینګار کړی او د سوداګرۍ، او سیاسي اړیکو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ستنولو بهير د تدریج غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپل سفر په ترڅ کې دغه راز له خپل ایراني سیال ډاکټر سید عباس عراقچي سره هم لیدنه کړې او په ګڼو برخو کې يې د همکارۍ ترڅنګ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی اړین بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د اوبو پر مسایلو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ملي دفاع وزارت لاسته‌راوړنې!

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ملي دفاع وزارت مهم پرمختګونه کړي او په بېلابېلو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري، چې په لاندې توګه اشاره ورته کوو.

– ملي دفاع وزارت د ۲ میلیونه، ۳۱۴ زره او ۸۰۰ امنیتي تدابیرو، ګزمو، کمینونو، تلاشۍ، تصفیوي عملیاتو او اکمالاتي فعالیتونو لپاره پلان جوړ او عملي کړی.

– ۸۳۰ بېلابېل ډوله موټر کشف او ضبط شوي.

– ۸ زره او ۳۵۹ ميله سپکې او ٣٤٢ ميله درنې وسلې، ۲ زره او ۳۸٦ کړۍ ماینونه، ۳۰۷ پایې مخابرې،۷۲۰ دوربینونه، ۲ زره او ۳۹۱ موټرسایکلونه، ۱۸۲۷ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ٦١٢ لاسي بمونه او د زیات شمېر نورو مهماتو ترلاسه کول د دې وزارت له مهمو لاسته‌راوړنو څخه شمېرل کېږي.

– په سرحدي سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۱۰۸۶/۱ کیلومتره نوي سړکونو جوړ شوي.

– د ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او چین له هېوادونو سره د همږغۍ ۱۳ مرکزونو جوړ شوي.

– له حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع له پوهنتون څخه ۴ زره او ۹۲۱ افسران فارغ شوي.

– د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د ګډو جګړه‌ییزو زده کړو له قومندانۍ څخه ۲۶ زره او ۵۰۰ سرتېري فارغ شوي.

– د ځانګړو قطعو په ګډون د مسلکي او تقویتي بنسټیزو زده کړو له مرکزونو څخه ۵۸ زره او ۱۴۳ سرتېري فارغ شوي.

– د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د پنجشیر، بغلان او تخار ولایتونو یو زره او ۳۵۹ پر شرایطو برابر کسان جذب شوي.

– ۱۹ زره او ۴۹۴ بریدملانو او سرتېرو ته د سواد زده کړې پروګرامونو جوړ شوي.

– د انجنیري په بېلابېلو برخو کې ۲ زره او ۱۲۹ سرتېرو ته تخصصي کورسونه جوړ شوي.

– په قطعاتو او جزوتامونو کې ۲۰۰ مدرسې جوړې شوې او له لویې او وړې دورې څخه ۱۶ زره او ۱۵۱ نظامیان فارغ شوي دي.

– همدارنګه ملي دفاع وزارت په دې موده کې د هوایي ځواکونو او هوایي دفاع عمومي قومندانۍ لخوا ۱۴ زره او ۵۷۴ وظیفوي او تعلیمي الوتنې کړې دي.

– له اوږدې وقفې وروسته د هوایي ځواک او هوایي دفاع پوهنتون فعالیت بېرته پیل شوی.

– د ۲۴ مجاهدینو لپاره د پیلوټۍ نظري زده کړې بشپړې شوې اوعملي زده کړو ته ور پېژندل شوي.

– ۲ زره او ۷۷۳ کسان د هوایي مسلکي ظرفیت لوړونې له بېلابېلو کورسونو فارغ شوي.

– ۱۱۵ بېلابېل وسایط په تورخم بندر کې د کډوالو د لېږد لپاره په دوامدار ډول ګمارل شوي.

– د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو ۳ زره او ۵۸۶ کورنیو سره ۲۹ میلیونه، ۲۴۱ زره او ۳۸۵ افغانۍ نغدې مرستې شوې.

– د کرنې وزارت اړوند ۱۳ زره او ۴۰۹ ټنه غنم د ۹۵۱ عراده وسایطو له لارې انتقال شوي.

سربېره پر دې ملي دفاع وزارت د مرکز او ټول ساحوي روغتونونه فعال او په وړیا توګه مجهز کړي، تر څو معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.