ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 572

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه شوې

د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي دي.

وروسته د درملو او توليدي او وارداتي خوراکي توکو د کيفيت پر کنټرول، د غير قانوني او غير معياري وارداتو او توليداتو پر مخنيوي، د کورنيو توليدي کارخونو پر معياري کولو او په مجاز لېست کې د اړينو درملو پر شاملولو بحث او هر اړخيزه ارزونه شوې ده.

په پای کې، په دې برخه کې پرېکړې شوې دي او اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، ترڅو په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو پر کيفيت اغېزناکه څارنه لا زياته کړي.

دوو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د لمریزې او بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د دوو بهرنیو، الهلال الذهبي او المفتاح الدوبي شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

 په دغه لیدنه کې د یادو شرکتونو مسولینو ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میګا واټه په ظرفیت د لمریزې او بادي برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

ملا عبداللطیف منصور د دوی د لېوالتیا هر کلی کړی او د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د پانګونې او د چارو د څرنګوالي په موخه یې پر همغږۍ ټینګار کړی دی.

 نوموړي ویلي، چې نور اقدامات باید د تخنیکي ارزونې او د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پيل شي.

همدارنګه ښاغلي منصور د همغږیو او عملي اقداماتو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرایوي رییس څرګندونې رد کړې

عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اجرایوي رییس سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړې.

یاد وزارت دا څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې بللې او وړاندې شوي ارقام یې ناسم، له دقیقو شواهدو بې‌برخې او د هېواد د روانو روغتیايي پرمختګونو پر وړاندې ناعادلانه یاد کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: “د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، د روغتیايي مرکزونو شمېر زیات شوی، قابلې او روغتیا پالان ډېر شوي او په ټول هېواد کې د زېږون خدماتو ته لاسرسی اسانه او پراخه شوی دی.”

عامې روغتیا وزارت وايي، د میندو د مړینې کچه چې پخوا ډېره لوړه وه، اوس د پام وړ را ټیټه شوې او په هرو دوو ساعتونو کې د یوې ښځې مړینه له علمي او واقعي شواهدو سره سمون نه لري.

دې وزارت له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان په اړه د معلوماتو له خپرولو وړاندې له عامې روغتیا وزارت سره همغږي وکړي، تر څو د ناسم پوهاوي، وېرې خپرېدو او د خلکو د ذهني ګډوډۍ مخه ونیول شي او د واقعاتو اړوند کره او دقیق ارقام شریک شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اجرایوي رییس په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زېږون اړوند ستونزو له امله خپل ژوند بایلي.

مولوي احمدالله زاهد: د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره ده او مشران یې د صنعتکارانو ملاتړ کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د زابل ولایت له یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس هم شتود درلود.

یادو سوداګرو او صنعتکارانو په لیدنه کې، خپلې ستونزې له مولوي احمدالله زاهد سره شریکې کړې او د صنعتي ځمکو غوښتنه یې وکړه.

 ښاغلي زاهد د دوی ستونزې واورېدې او وویل، چې د صنعتي ساحو د وېش بهیر دوام لري.

 نوموړي دوی ته د اسنادو د طی مراحل او قانوني پروسې په اړه اړینه لارښوونه هم وکړه.

مولوي احمدالله زاهد وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي یوه اقتصاد محوره پالیسي ده او د اسلامي امارت د ټولو مشرانو دروازې د سوداګرو او صنعتکارانو پر مخ خلاصې دي.

دغه‌راز په ناسته کې، سوداګرو د زابل ولایت د وچې مېوې د پروسس او صادراتو ستونزې هم شریکې کړې دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال دوی ته ډاډ ورکړ، چې یادې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به جدي هڅې وکړي.

په پای کې، ګډونوالو سوداګرو د اسلامي امارت له اقتصادي پالیسیو څخه ملاتړ څرګند کړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همکاریو یې مننه وکړه.

افغانستان کې د چین سفیر مولوي عبدالسلام حنفي ته د چین‌ــ‌سویلي اسیا په نهم نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د چین له سفیر جاو شینګ او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه.

 دغه لیدنه چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ترسره شوه، جاو شینګ د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، تر اوسه په بېلابېلو برخو کې د دواړو لوریو اړیکې په ښه ډول پرمخ تللې دي او تل د پراختیا په حال کې دي.

 د چین سفیر د اسلامي امارت لخوا د ګاونډیو هېوادونو له لوري د راستنېدونکو کډوالو د چارو ښه مدیریت وستایه او کډوالو سره یې د استوګنې لپاره د چمتو شویو ۱۶۰ کورونو او همداراز د ۳۰ میلیون نغدي یوانه مرستې خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، په بېلابېلو برخو کې به له افغانانو سره د چین مرستې دوام ولري.

جاو شینګ همداراز په افغانستان کې د چینایي پانګه والو او سوداګرو پانګونې ته اشاره وکړه او وې ویل، د چینایي سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې له امله به افغانانو ته د کارموندنې ډېر فرصتونه برابر شي.

 مولوي عبدالسلام حنفي د چین سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو له لوري ایستل شویو افغان کډوالو سره د چین د مرستو مننه وکړه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د افغانستان او چین اړیکي پیاوړې او دوستانه دي او اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د دغو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

 مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان طبیعي منابعو او کانونو ته په اشارې څرګنده کړه، په افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې، اسلامي امارت د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او شرکتونو او پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

 نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له چین سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

 د یادونې وړ ده، چې د چین سفیر د خپل دولت له لوري د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته بلنه ورکړه، ترڅو د چین ـ سویلي اسیا نهم نندارتون (CSA) کې ګډون او وینا وکړي.

په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په تړاو ناسته وشوه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت او مل پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت له‌پاره د کاري ټیمونو د استولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت، کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت او د مالیې وزارت له پلاوو سره لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال ښاغلي نصرت، په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د ثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول، د دې ادارې له لومړیتوبونو یاد کړل.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه ، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کاري ټیمونو د استولو لومړنۍ چارې بشپړې او ډېر ژر به یاد هېواد ته واستول شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوالو ثبت په برخو کې د هېواد په کچه د یوې معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې په پراخه توګه هېوادوالو ته عامه خدمتونو وړاندې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت: د هېواد په پوهنتونونو کې شاوخوا ۱۰۰ ملي او نړیوال ژورنالونه جوړ شوي

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په علمي او اکاډمیک نظام کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي، چې له دې جملې څخه یو مهم پرمختګ د ملي او نړیوالو علمي ژورنالونو تاسیس او فعالول دي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي؛ په امارتي پوهنتونونو کې تر اوسه ۵۲ ملي ژورنالونه جوړ شوي دي، چې له دې ژورنالونو څخه د هېواد په دننه د علمي څېړنو، مقالو خپراوي او علمي تبادلې لپاره ګټه اخیستل کیږي.

یاد وزارت زیاتوي؛ سربېره پر دې اووه نړیوال ژورنالونه په کابل پوهنتون کې د طبیعي علومو د بیا کتنې، د ټولنیزو او بشري علومو او د اسلامي مطالعاتو (شرعیات) ژورنالونه، پولي تخنیک پوهنتون کې د انجینرۍ او ټکنالوژۍ نړیوال ژورنال، ننګرهار پوهنتون کې د حیاتي علومو نړیوال ژورنال، کابل طبي علومو پوهنتون کې د افغان طبي نړیوال ژورنال، ننګرهار پوهنتون کې د حیاتي علومو نړیوال ژورنال او په جوزجان پوهنتون کې د اسلامي مطالعاتو (شرعیات) نړیوال ژورنالونه؛ د نړیوالو اصولو او معیارونو پر بنسټ هم تاسیس شوي دي، چې د کور دننه لیکوالانو ترڅنګ، نړیوالو لیکوالانو ته هم پکې د مقالو نشرولو زمینه برابره شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست مسولینو په وینا؛ تر دې وړاندې افغان استادانو او څېړونکو به په ډېرو ستونزو او لوړ لګښت خپلې علمي-څیړنېزې مقالې په یو نړیوال ژورنال کې نشرولې او کله ناکله به د جعلي ژورنالونو ښکار هم کېدل، چې له نېکه مرغه اوس د هېواد په دننه دا اسانتیاوې استادانو او څېړونکو ته برابرې شوې دي.

همدارنګه په خصوصي پوهنتونونو کې ۲۴ ملي او ۱۱ نړیوال ژورنالونه جوړ شوي دي، چې دا ملي او نړیوال ژورنالونه د هېواد تحصیلي نظام او په ځانګړي ډول د خصوصي پوهنتونونو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

باید وویل شي، چې د شاوخوا ۱۰۰ ملي او نړیوالو ژورنالونو رامنځته کېدل د افغانستان علمي او اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم او ستر تاریخي پرمختګ شمېرل کیږي.

دا پرمختګونه به نه یوازې د استادانو او څېړونکو لپاره د علمي مقالو د خپرولو زمینه برابره کړي، بلکې نړیوالو څېړنیزو حلقو سره به د اړیکو او همکارۍ دروازې هم پرانیزي.

د یو شمېر هېوادونو له سیاسي استازو سره د بلخ والي لیدنه: د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په مزارشریف ښار کې د ترکمنستان، پاکستان، ایران، ترکیې او اوزبیکستان له جنرال قونسلانو او د قزاقستان سفارت له سوداګریز استازي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا سربېره د ویزې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې شوې دي.

ملا محمد یوسف وفا د یادو هېوادونو له استازو مننه کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، فساد له منځه وړل شوی او یو واحد اسلامي حکومت د هېواد د چارو رهبري پر غاړه لري.

 نوموړي له یادو استازو غوښتي، چې د بې‌وزلو هېوادوالو، په ځانګړي ډول راستانو شویو کډوالو سره د بنسټیزو خدمتونو لکه د څښاک اوبو، روغتونونو، ښوونځیو، استوګنځایونو او ویزو د اسانتیاوو په برخه کې همکاري پراخه کړي.

په ورته مهال د یادو هېوادونو استازو په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.