ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 573

مولوي عتیق الله عزیزي: اسلامي امارت د ملي موزیم د ساتنې لپاره بې‌ساري هڅې کړې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د موزیمونو د یووالي نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د ملي موزیم ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسولیت دی.

ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د تېرو څو لسیزو په پرتله د ملي موزیم د ساتنې په برخه کې بې‌ساري هڅې کړې دي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د هر ډول تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی. دغه‌راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ په هېواد کې غصب شوې تاریخي ځمکې بېرته را ګرځول شوې دي.

د هنر او کلتور مرستیال زیاته کړې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ټولو امارتي ادارو ته سپارښتنه کړې، تر څو د تاریخي اثارو او ابداتو د ساتنې او پالنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.

ننګرهار کې لس کلنه شخړه په سوله ییزه توګه حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ په وزير احمد خېلو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه خپلمنځي شخړه، چې لس کاله يې دوام درلود او له امله یې د دواړو لوریو شپږ تنه وژل شوي وو، د جوړې شوې جرګې په ترڅ کې حل شوه.

یاده جرګه د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشرۍ، د خوږياڼو ولسوال، قومي مشرانو او علماوو په ګډو هلو ځلو جوړه شوې وه، چې پکې د شخړې عوامل وڅېړل شول او د تلپاتې حل لپاره پرېکړې وشوې.

په جرګه کې له دواړو خواوو د واک اخیستو وروسته، ښکېلې کورنۍ بښنې ته چمتو شوې او یو بل ته یې له رضايت وروسته بښنه وکړه.

د روغې جوړې تر ترسره کېدو وروسته، د دواړو خواوو مشرانو د پخلاینې له امله خوښي څرګنده کړه او یاد اقدام یې د دنیا او اخرت دواړو لپاره ګټور وباله.

همداراز، هغوی له ټولو خلکو وغوښتل، چې د تربګنیو، شخړو او ناورینونو پر ځای دې په مينه، ورورولۍ او اتفاق سره ژوند وکړي.

ملا نورالله نوري د سرحدي کمېټو له مسولینو سره لیدنه وکړه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د هېواد مشرقي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي کمېټو له مسولینو سره ناسته وکړه.

د دې سفر موخه ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د پیل شویو پروژو څارنه، د چارو ارزونه او ستونزو ته یې رسېدنه وه.

د یاد سفر په اوږدو کې ملا نورالله نوري د ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د مرستیال والیانو په مشرۍ له جوړو شویو ولایتي کمېټو له غړو سره چې د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ، ارشاد حج او اوقافو، پوهنې، ټولګټو چارو، کلیو او بیارغونې، سرحدونو او قبایلو چارو او د امربالمعروف ریاستونه پکې شامل وو؛ ناسته وکړه او د چارو راپور یې ترلاسه کړ.

د ولایتي کمېټې غړو په اړوندو ولسوالیو کې د پلې شویو پروژو جزیات شریک کړل او په پاتې چارو کې یې د لا هلو ځلو ژمنه وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د دوی ستونزې واورېدې او په خپلو خبرو کې یې له ټولو مسولینو وغوښتل، چې ورسپارل شوي مسولیتونه په پوره ژمنتیا او اخلاص سر ته ورسوي او په چارو کې له شفافیت څخه کار واخلي.

هېره دې نه وي، چې د یادو ولایتونو په اطرافي ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو په لړ کې به خلکو ته د اوبو رسونې، مخابراتي شبکو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتو، سرکونو او پلچکونو رغولو پروژې پلې شي او د خلکو لومړنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د غزني له سیمه‌ییز موزیم څخه نړیوال نندارتون ته تاریخي اثار لېږدول کېږي

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د قطر هېواد له‌خوا د نړیوال نندارتون لپاره د تاریخي اثارو د متخصصینو او ارزونکی پلاوی غزني ته رسېدلی، ترڅو د دغه ولایت له موزیم څخه د نندارتون لپاره تاریخي اثار وټاکي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار د یاد پلاوي د هرکلي پر مهال د اړینې همکارۍ ژمنه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې غزني د تاریخي اثارو کور دی، او د دغو اثارو نړیوال نندارتون ته وړاندې کول د فرهنګي همکاریو یوه غوره نښه بلل کېږي.

 ملا حمیدالله نثار ویلي: “چمتو یو، چې د غزني تاریخي اثار نړیوال نندارتون ته وړاندې کړو، څو د افغانستان تاریخي هویت ته لا نوره وده ورکړل شي او د غزني تمدني عظمت نړۍ ته وښودل شي.”

همداراز، له قطر څخه راغلي د تاریخي اثارو متخصصینو ډاډ ورکړی، چې د غزني له موزیم څخه به اثار په بشپړ خوندیتوب او درناوي قطر ته ولېږدول شي، ترڅو د نړیوال نندارتون له لارې نړیوالو ته وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې د غزني له تاریخي موزیم څخه د نندارتون لپاره د اثارو غوره کول یوه مهمه فرهنګي لاسته راوړنه ده، چې کولی شي د دغه ولایت لرغوني تمدن ته د نړیوالو پام راواړوي.

کډوالو چارو وزارت: د راستنېدونکو کډوالو د سمبالولو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ایران کې مېشتو افغانانو څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.

د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د ایران د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، چې دوی د یاد هېواد له چارواکو سره له ایران څخه د یوه میکانیزم له مخې د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په وروستیو څرګندونو کې د دې هېواد له کورنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې کډوالو ته د کار زمینې برابرې شوې دي او د حکومت د مرستو لویه برخه د هغوی د خدماتو په وړاندې کولو کې لګول کیږي.

په ورته وخت کې اقتصاد وزارت، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې مسولیت لري؛ د خیریه موسسو له مسولینو سره په یوه غونډه کې له هغوی غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ایران د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو په ډله کې دی چې له لسیزو راهیسې له څلورو میلیونو څخه د زیاتو افغانانو کوربه توب کوي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې نږدې ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۹۷ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۳۶ یې یوازې په خوندي اعلان شوې المواصي سیمه کې دي.

صهیونیستي رژیم پرون شنبه په غزه کې د نویو پوځي عملیاتو اعلان کړی او په وروستیو څو ورځو کې یې ګڼ مرګوني بریدونه کړي، چې لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې اسرائیلي اشغالګرو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د خوړو، اوبو، درملو او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې، چې اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د غزې له کلابندۍ څخه تر دې دمه لږ تر لږه نیم میلیون فلسطینیان له شدیدې لوږې سره لاس او ګریوان دي.

اسرائیلي یرغلګر په غزه کې خوراکي توکي د وسلې په توګه کاروي او اوسېدونکي یې د خوړو د کمښت او لوړو بیو له امله په سختۍ یو وخت خواړه پیدا کوي.

د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له زیاتوالي سره سم په دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو یو ځل بیا خبرې اترې پيل شوې دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۲۷۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۰ زره او ۶۷۳ نور ټپیان شوي دي.

کډوالو چارو وزارت: تېر کال نږدې ۱۴ زره کورنۍ د اقلیمي بدلونونو له امله بې‌ځایه شوې دي

د کورنیو بې‌ ځایه شویو د څار مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تېر ۲۰۲۴ زېږیز کال پر مهال په افغانستان کې ۱.۳ میلیونه وګړي د طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

که څه هم د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د جګړو او ورته دلایلو له امله د بې‌ ځایه کېدونکو کچه د پام وړ راکمه شوې وه، خو سره له دې افغانستان لا هم د ۴.۲ میلیونه کورنیو بې ‌ځایه شویو کوربه دی، چې دا د ۲۰۲۴ کال تر پایه د نړۍ پینځم لوړ شمېر دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېر کال کې نږدې ۱۴ زره کورنۍ له یوې سیمې بلې سیمې ته بېځایه شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ شاوخوا ۱۱ زره هغه کورنۍ چې د تېرو څو لسیزو کورنیو جګړو او اقلیمي بدلونونو څخه اغیزمنې شوې وې، د یاد وزارت په هڅو خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي.

بلخوا د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله زیات شمېر افغانان د خپلو سېمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې په دغه برخه کې دې خپل مسولیت ادا کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تېرو جګړو او نا امنیو، هوايي بریدونو او نظامي چاپو له امله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې وې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د بې‌ځایه کېدو دغه لړۍ په بشپړ ډول پای ته رسېدلې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۰۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۰۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۶ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۳۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې ۶۷۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۲۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا، غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۸۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۹ کورنیو سره ټولې ۶۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۴۷۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۸۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۹۸مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۹ کورنیو سره ټولې  ۴۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵ تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۸۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډيورنډ فرضي کرښه

د بهرامچې له لارې نهه کورنی چې د غړو شمېر يې ۶۳ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړي کورنۍ خپلو سيمو ته ليږدول شوي دي او نغدي مرسته هم ورسره شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۳‍ کورنیو سره ټولې ۷۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۵ تنه و، لوګر، غزني، پکتیا، خوست، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۶۹ کورنۍ او یو زر او ۷۴۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۱۴ کورنۍ او یو زر او ۳۸۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۳۴۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۵۱۲ عدده

د مولوي امير خان متقي او د ایران د بهرنيو چارو وزیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په تهران کې د ایران د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، د اوبو او کډوالو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې بللي او د بېلابېلو برخو د همکاریو د پراختیا په نظر کې نیولو سره یې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړوالی یوه اړینه اړتیا یاده کړې ده.

مولوي امير خان متقي د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله د ايران له حکومت څخه مننه کړې او ويلي یې دي، چې اسلامي امارت ژمن دی خپلو هېوادوالو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او بيا مېشتېدو لپاره اړینې اسانتياوې برابرې کړي.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال دې د تدریج اصل په پام کې ونیول شي او په ایران کې دې افغان بندیانو ته د لېږد او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې لازمه پاملرنه وشي.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې دافغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې همکاري د پراخېدو په حال کې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي ویلي، چې دواړه هېوادونه باید د خپلو دوه‌ اړخیزو اړیکو په نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او ټینګار یې کړی، چې دا اړیکې د پراختیا په لور روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان کډوالو بېرته ستنول بايد باعزته او تدريجي وي او ژمنه یې کړې، چې ايران به خپلو افغان مېلمنو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

هند د افغان سوداګرو ۱۶۲ کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړه

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ د هند حکومت په واګه بندر کې د افغان سوداګرو هغه کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړه، چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکیېچ له امله درول شوي و.

یاده خونه زیاتوي؛ په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ۱۶۲ په وچه او تازه مېوه بار کانټینرونه درول شوي و، چې د هند او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو له خبرو وروسته تېره ورځ هندي چارواکو اجازه ورکړه، څو د افغان سوداګرو مالونه هند ته داخل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه همداراز وايي؛ اوسمهال په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ستونزه هواره شوې، خو هیله لري چې د اسلامي امارت او هندي چارواکو ترمنځ د خبرو له لارې په بشپړ ډول د دوی ستونزې حل او د واګه بندر له لارې سوداګري عادي حالت ته راوګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له پاکستان سره د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو او له هند سره بیا څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت کلنۍ سوداګري لري.