ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 574

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د درېیمې لوا تخنيکي پرسونل له‌ لوري څه‌باندې ۲۰۰ بېلابېل وسایط ترمیم شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د درېیمې لوا په ورکشاپ کې د تېرو لسو میاشتو په موده کې ۲۱۳ عرادې بېلابېل ‌‌ډول وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

په دغو ترميم شویو  وسايطو کې ۱۴۲رنجر، ۲۳ انټرنشنل، ۳۸ زغروال هاموي ټانګونه، څلور هاموي امبولانسونه شامل دي.

یاد اقدام د ملي اسلامي اردو په کچه د وسایطو د ساتنې، ظرفیت لوړولو او د شته امکاناتو د موثرې ګټې اخیستنې د دوامدارو پروګرامونو یوه برخه ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند: تاتارستان ته مو سفر له لاسته راوړنو ډک و

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسيې فدراسيون تاتارستان ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته شنبه د شپې لس بجې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۷مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال دغه سفر د کازان ۱۶م نړيوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه ترسره کړ.

ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال دا سفر له لاسته راوړنو ډک یاد کړ او ویې ویل؛ د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان له ولسمشر او د موردوویا له ولسمشر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټور مجلسونه درلودل.

نوموړي همداراز وویل؛ د دې سفر پرمهال یې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره هم د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر رامنځته کېدو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د دې سفر پرمهال د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم هم پرانیستل شو، چې په ترڅ کې یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې پینځه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده، چې په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ زره شرکتونو ګډون کړی و.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ننګرهار ته سفر وکړ

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ، چې د مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد او د سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن یې ملتیا کوله ننګرهار ته سفر کړی او هلته یې د دایمي اسکانو د کمېټې له غړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کمېټو له غړو سره د راتلونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او ستونزو هوارولو په اړه خبرې شوې دي.

همداراز ملا نورالله نوري، د سرخ رود، بهسود، رودات او خوږیاڼو ولسوالیو ته سفر کړی او هلته یې د کډوالو لپاره جوړېدونکو ښارګوټو د رغنیزو چارو څخه یې څارنه کړې ده.

نوموړي له مسولینو غوښتي، چې له پاکستان څخه د راتلونکو کډوالو لپاره، د یادو ښارګوټو رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي، څو هغوی ته د استوګنې کورونه او سرپناه برابره شي.

سعودي عربستان او قطر د سوریې نړیوال پور پرې کړ

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې له ۱۲مې نېټې راهیسې، سوریې د نړیوالې پراختیایي ټولنې (IDA) شاوخوا ۱۵.۵ میلیونه ډالري پاتې شونی پور تصفیه کړی دی.

یاد بانک ویلي، چې دا پور سعودي عربستان او قطر پرې کړی، چې له امله یې سوریه د پورونو له نوملړ څخه وتلې او یو ځل بیا د اقتصادي احیا او بیارغونې د مرستو د ترلاسه کولو وړ ګرځېدلې ده.

یاد بانک زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۱۲مې نېټې پورې، د سوریې پر نوم د نړیوالې پرمختیایي ټولنې هېڅ پاتې شونی پور نه دی پاتې.

پوهنې وزارت: تېر کال کې څه باندې ۲۰ زره کډوالو ته د زده کړو زمینه برابره شوې

افغان کډوال چې له څو لسیزو راهیسې ګاونډیو هېوادونو کې مېشت و او بېرته د همدغو هېوادونو لخوا يې په زور د ایستلو لړۍ پیل شوه، نو د اسلامي امارت او د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري ورته په کور دننه په ټولو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ورته مهال پوهنې وزارت وايي، د زده کړو او ښې روزنې په موخه يې تېر کال څه باندې ۲۰ زره بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې شاوخوا ۸۵ زره بېرته راستنېدونکي هېوادوال يې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه ثبت او راجستر کړي دي.

اقتصاد وزارت وايي؛ د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د مرستو جلب او جذب کمېټه هڅه کوي، چې د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو په هڅونې له بېرته راستنېدونکو سره د مرستو بهیر کړندی کړي.

د یادونې ده، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته د رسېدو ۱۲ ګونې کمېټې جوړې شوې، چې په ورځني ډول دوی ته په بېلابېلو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال فارياب  ته د قومي ستونزو د حل په موخه سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې دې وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد تېره ورځ فاریاب ته په خپل کاري سفر کې، د یاد ولایت له مسولینو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره د قومي ستونزو د حل په موخه جلا جلا ناستې کړې دي.

مولوي محمد علي جان احمد د سفر په لومړي پړاو کې د فاریاب والي عبدالاحد فضلي او د ستونزو د هوارۍ لپاره ټاکل شوې ولایتي کمېټې له غړو سره غونډه کړې، چې پکې د قرمقول ولسوالۍ د اڅکزي او عيدوزي قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې اوږدې شخړې په اړه خبرې شوې دي.

له یادې ناستې وروسته نوموړي له خپل مل پلاوي سره قرمقول ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې د ولسوال، قومي مشرانو، عالمانو او خلکو په همکارۍ، له هر اړخیزو څېړنو وروسته د دواړو قومونو ترمنځ شته شخړه هواره کړې ده.

دواړو ښکېلو خواوو د وزارت د مرستیال له هڅو د قدردانۍ تر څنګ، ژمنه کړې، چې له دې وروسته به په ورورولۍ کې ژوند کوي او هېڅ ډول ستونزې به نه جوړوي.

د عدلیې وزیر روسیې ته سفر وکړ

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي نن (شنبه، د غويي۲۷مه) د سن پټرزبرګ نړیوال حقوقي فورم په ۱۳مه غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت وايي، چې ښاغلی شرعي به یاده غونډه کې د قوانینو پر څرنګوالي، نړیوالو قوانینو کې د اصلاح پر اړتیا، د عدالت پر تامین او د نړیوال تعامل په برخه کې د اسلامي امارت پر دریځ خبرې وکړي.

د یاد وزارت په وینا؛ په دې غونډه کې به د هېوادونو د عدلیې وزیران، قضايي او حقوقي چارواکي ګډون وکړي.

دغه درې ورځنۍ غونډه د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پیلېږي.

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې ۱۳ کلنه او دولت اباد کې پینځه کلنه شخړه حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د درېيو کورنيو ترمنځ د ځمکې د میراث پر سر رامنځته شوې ١٣ کلنه بدي، چې درې تنه پکې ټپيان شوي وو او ترمنځ يې لوی اختلافاتو شتون درلود؛ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو په هڅو په دوستي بدله شوه.

همداراز د ياد ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له امله راپورته شوې پینځه کلنه شخړه، د بلخ د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست مسولينو د يوې را بلل شوې غونډې په ترڅ کې حل او ترمنځ يې د خير فیصله وکړه.

د يادو کورنيو مشرانو د دې وزارت مسولينو لخوا په ترسره شوې فيصله خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل پاتې ژوند به په ورورۍ او خوشحالۍ سره تېروي.

دوی همداراز د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست کړنې وستايلې او د شخړو د حل په برخه کې يې یاد ریاست د ولسونو يو ښه ادرس ياد کړ.