ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 575

ان بي سي نیوز: امریکا لیبیا ته د یو میلیون فلسطینیانو د لېږدولو طرحه جوړوي

ان‌ بي‌ سي نیوز شبکې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه طرحه کار کوي، څو له غزې تړانګې څخه یو میلیون فلسطینیان په دایمي توګه لیبیا ته ولېږدوي.

 راپور کې د سرچینو په حواله ویل شوي چې دغه طرحه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده او په دې تړاو د امریکا دولت د لیبیا له چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

سرچینو زیاته کړې، چې ښایي امریکا لیبیا ته د فلسطینیانو د لېږد په بدل کې د دغه هېواد میلیاردونه ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

روسیه او اوکراین د بندیانو د تبادلې او اوربند پر سر خبرو ته چمتو شوي

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې اعلان کړی چې له اوکراین سره د جنګي بندیانو د تبادلې او احتمالي اوربند پر سر د خبرو اترو د بیا پیل لپاره موافقې ته رسیدلي دي.

یاد اژانس زیاته کړې، دا له درې کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې دي.

د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر میډینسکي د استانبول د خبرو اترو تر پای وروسته د روسیې دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې دواړه لوري د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې او د راتلونکو خبرو د چوکاټ پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.

ولادیمیر میډینسکي ويلي: “په عمومي توګه، موږ له پایلو راضي یو او چمتو یو، چې خبرو ته دوام ورکړو او په راتلونکو ورځو کې به د زرګونو بندیانو تبادله وشي.”

نوموړي زیاته کړې، چې اوکرایني لوري د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې، او روسیې دا غوښتنه جدي نیولې ده.

د راپورونو له مخې، دا به له ۲۰۲۲ کال راهیسې، چې روسیې اوکراین ته د لسګونو زرو سرتېرو د لېږلو عملیات پیل کړي وو، د جنګي بندیانو تر ټولو ستره تبادله وي.

د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ایران ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې افغان پلاوی به د تهران د خبرو اترو فورم کې د ګډون سربېره له خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

د ښاغلي تکل په وینا؛ په دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم شامل دی.

په میدان وردګ او ننګرهار کې څه‌باندې زر تنه پولیس له روزنیزو مرکزونو فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت تر چتر لاندې د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیزو مرکزونو څخه په میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو کې یو زر او ۲۰ تنه مجاهدین له نظامي، عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته د مرکز زون له نهمې او د ختیځ زون له یویشتمې دورې څخه فارغ شول.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې مسولینو، علماوو او چارواکو ګډون کړی و.

دوی له نویو فارغ شویو پولیسو غوښتي، چې له ولس سره ښه چلند، د عامه نظم ټینګښت، د اسلامي ارزښتونو ساتنه او د مسولیتونو صادقانه ادا کول خپل لومړیتوب وګرځوی.

په ورته وخت کې یادو فارغینو ژمنه کړې، چې ترلاسه شوې زده کړې به د امن، ثبات او د اسلامي نظام د خدمت لپاره کاروي.

 د کورنیو چارو وزارت مسولینو په خپلو خبرو کې دا لړۍ د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا او د مسولو مجاهدینو د چمتو کولو په لور مهم ګام بللی دی.

د حضرت اسامه بن زید د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

 د ملي دفاع وزارت وایي، دې وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین د حضرت ابوعبیده بن جراح(رض) ملي دفاع پوهنتون اړوند حضرت اسامه بن زید د ځوانو افسرانو اکاډمۍ له څلورمې دورې شپږ میاشتني مسلکي او نظامي کورس څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل معينيت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، مولوي خدايداد مهاجر، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسولینو نویو فارغانو ته په وینا کې ویلي؛ لکه څرنګه چې د جهاد په وخت کې اطاعت فرض وو، همداسې اطاعت اوس هم درباندې فرض دی، د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ له صبر څخه کار واخلئ او استقامت د ځان عادت عادت وګرځوئ، تاسو ته د ټول مسلمه امت سترګې دي او تاسې د اسلامي نظام ساتونکي یاست، په خپلو ټولو امورو کې د خدای”ج” رضا هدف وګرځوئ کاميابي د دنیا او اخرت به ستاسو وي.

په ورته مهال تازه فارغ شویو ځوانو افسرانو د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه د ځان مسولیت بللی او مسولینو ته يې ډاډ ورکړی، چې د اسلامي نظام لپاره به هېڅکله له قربانۍ څخه خپل ځانونه درېغ نکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۰۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۷ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷۶ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۴۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۰۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۱۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۱۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۴ تنه و، کندهار، هلمند، فر اه، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۶۱۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۷۶ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۲۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۱۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۰ کورنیو سره ټولې  یو میلیونه او ۶۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۲۹۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکتیکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول بیلابیل خدمات وړاندې شوي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی.

هلمند

بهرامچه ډيورنډ فرضي کرښه

د بهرامچې له لارې نهه کورنی چې د غړو شمېر يې ۴۷ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړی کورنۍ خپلو سيمو ته ليږدول شوي دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴۳ کورنیو سره ټولې یومیلیون او ۷۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۲۵ تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۷۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۳۵۲ کورنۍ او درې زره او ۳۱۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴۰۵ کورنۍ او دوه زره او ۸۲۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۸۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۶۳۸ عدده

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۲۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي

رویټرز د غزې د روغتیایي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پنجشنې له سهار څخه د (۲۵ غویي) تر دې مهاله پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې څه باندې ۲۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د راپور له‌مخې، دا په غزه کې د اوربند له نقض څخه وروسته تر ټولو مرګوني توپچي بریدونه شمېرل کيږي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ لومړی ځل په غزه کې د لوږې او د بشري مرستو رسولو یادونه کړې او ویلي یې دي چې، ”باید له فلسطنیانو سره مرسته وکړو “.

ټرامپ دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې منځني ختیځ ته یې وروستۍ سفر په غزه کې د اوربند له پرمختګ پرته پای ته رسولی دی.

د افغانستان او روسیې ترمنځ پينځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اویرچوک په شتون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پینځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړه لیکونه تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان–روسیې د سوداګریز فورم د پرانیست‌غونډې په پای کې د تاتارستان په کازان ښار کې لاسلیک شوي دي.

یاد هوکړه لیکونه د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارتونو ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د یو شمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف، ایستنې او تصفیې او همداراز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي-لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې دي.