افغانستان او روسیې ترمنځ لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک نن د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان–روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرنیو پانګوالو هم په مختلفو سکټورونو کې پانګونه کړې او دا چاره په ښه ډول روانه ده.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي.
د یادو پروژو چارې د اسلامي امارت تر څنګ د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري پر مخ وړل کيږي.
د ریاستالوزرا قتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت د زېربنايي پروژو پر پيل سربېره د سوداګرۍ پراختیا ته هم پاملرنه کړې او غواړي سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
روسیه د افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی، افغانستان په دې برخه کې د اسانه شرایطو د رامنځته کېدو غوښته کوي.
ښاغلي برادر اخوند همداراز زیاته کړه، اسلامي امارت چمتو دی چې له روسيې او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه د سالنګ دویم تونل وباسي.
په دې برخه کې د روسیې فدراسیون تجربې ته په کتو د سالنګ دویم تونل ایستلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان–روسیې لومړي سوداګريز فورم په پرانیستغونډه کې یوځل بیا په شمال–جنوب دهلیز کې د افغانستان پر ونډې اخیستو او همداراز د افغان–ټرانس پروژې پر پيل او پلي کېدو کې د روسیې فدراسیون پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: “موږ لېواله یو چې افغانستان د دې دهلیز په تقویت او په سیمهییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري.”
ورپسې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وویل، روسیه د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفداره ده او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان وضعیت د بهبود لوري ته روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سولهییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي.
الکسي اویرچوک زیاته کړه؛ روسي شرکتونه چمتو دي چې له افغانستان سره د کانونو ایستنې، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمهییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي.
ښاغلي اویرچوک وویل، د مسکو او کابل ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د رامنځته کېدو هوکړه لاسلیک شوې، دوی هیله لري چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ نوي شرایط او له موجودو امکاناتو به د استفادې لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د روسیې د ګمرکونو مسول وویل، د ځانګړو اسانتیاوو او په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ تخفیفونو په پام کې نیولو سره چمتو دي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات زیات کړي.
نوموړي زیاته کړه، غواړي له افغانستان سره د سوداګریزو اصولو ساده کولو، د سوداګریزې بیروکراسۍ له منځه وړلو او په ګمرکونو کې د ځانګړې همکارۍ او کار کولو په موخه پروتوکول رامنځته کړي.
په غونډه کې د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت مرستیال د افغانستان له لارې د روسیې د ترانزیټ کچې زیاتېدو ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، په دې برخه کې د افغان–ټرانس پروژه ډېره مهمه ده، چې روسي او اوزبیکستاني تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار کوي او هدف دا دی چې ژر یې عملي چارې پيل شي.
په دې برخه کې اسلامي امارت له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم په پرانیستغونډه کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم حضور درلود.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، د موټر جوړولو تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي.
تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍ تړون له افغانستان سره لاسلیک کړي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې دا ډول اقتصادي فورمونه مهم وبلل او پر دوام یې ټینګار وکړ.
ټاکل شوې چې د کابل او مسکو ترمنځ به د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه د کازان ۱۶م فورم په څنډو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مهم تړونونه هم لاسلیک شي.
کابل کې د لسو ولايتونو ترمنځ د سرو زرو کمربند اتلولۍ لومړي پړاو د موتای سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موتای ملي فدراسيون له لوري او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په همکارۍ د هېواد د ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ (د افغانستان د غوره څيرو د سرو زرو کمر بند لومړي پړاو د موتای اتلولۍ سيالۍ) تر نامه لاندې، د کابل ولايت د ښکلوو هنرونو او صنايعو انستیتیوټ کې پيل شوې.
په دې سياليو کې به د کابل په ګډون د لسو ولايتونو څخه ۲۰۰ ورزشکاران په څلورو عمري کټګوريو (کوچنيانو، نوې ځوانانو، ځوانانو او لويانو) په بېلابېلو وزنونونو کې د کمربند د ګټلو لپاره د يو بل پر وړاندې سیالي ترسره کړي، چې غوره لوبغاړې به يې ملي او نړيوالو سياليو کې ولوبیږي.
د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د افغانستان په کچه د موتای غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
ډونالډ ټرمپ لا هم چمتو دی چې ترکیې ته ولاړ شي
د ترکي رسنیو د راپور پر بنسټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې که د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ ولیدل شي، چمتو دی چې ترکیې ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو ربیو هم د ناټو په یوې غیرې رسمي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د روسیې او اکراین په مذاکراتو کې هم ګډون وکړي.
د مسکو او کییف ترمنځ مستقیم مذاکرات تېره ورځ په استانبول کې پیل شول.
مولوي امیر خان متقي له خپل هندي سیال سره په خبرو کې د افغان بندیانو ازادولو غوښتنه کړې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ټيلیفوني خبرې وکړې.
په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزير هند د سیمې مهم هېواد او له افغانستان سره يې اړیکې تاريخي وبللې او هیله يې څرګنده کړه چې دا ړیکې لا پیاوړې شي.
د بهرنيو چارو وزير د متوازن سياست په خپلولو سره ټولو لوريو سره پر مثبتو اړيکو ټينګار وکړ.
مولوي امير خان متقي همداراز افغان سوداګرو او ناروغانو ته د هند د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان بندیانو د خلاصېدو او هېواد ته د راستنولو غوښتنه وکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هم له افغانستان سره د هند اړیکې تاریخي وبللې او زیاته یې کړه، چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په سیاسي او اقتصادي برخو کې يې پر ګډ کار ټينګار وکړ.
ښاغلي جې شنکر همدا ډول د بندیانو قضیو ته د ژر رسېدنې او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو ژمنه وکړه.
دواړو لوریو د چابهار بندر په پراختیا هم ټینګار وکړ.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کازان کې د موردوویا له ولسمشر سره لیدنه وکړه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره لیدنه وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لیدنې پر مهال وویل؛ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو ښه زمینه برابره کړه.
افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري، بهرني پانګوال کولی شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ افغانستان د وچو او تازه مېوو، وطني غالیو، قېمتي ډبرو، مرمر او نورو کاني موادو باکیفیته تولیدات لري، چمتو دي چې په دې برخو کې موردوویا ته صادرات پیل کړي.
نوموړي همداراز وویل؛ موږ لېواله یو چې له موردوویا څخه د برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو، صنعتي ماشین الاتو، نفتي توکو، طبیعي ګاز او خام المونیمو، ریلي واګونو او ترانسپورټ اړوند وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د کورني ضرورت د رفع کولو په موخه د اړتیا اړوند واردات ولرو.
ښاغلي برادر اخوند همداراز د موردوویا پانګوالو ته په افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړه او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ورپسې د موردوویا ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف وویل، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پيل او پراختیا لپاره ښه فرصت ګڼي او موردوویايي پانګوال د افغانستان په مارکېټ کې کار کولو ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړه؛ هېواد یې د طب، کرنې، انرژۍ او درملو تولید په برخو کې ښه پرمختګونه لري او چمتو دي چې په یادو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.
ارتیوم الکسیویچ زدونوف وویل؛ موردوویا د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ډېرو هېوادونو ته صادرات لري، غواړي افغانستان ته یې هم د موردوویا–قزاقستان–اوزبیکستان–افغانستان له لارې پيل کړي.
موردوویايي پانګوالو همداراز په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل؛ افغانستان چمتو دی چې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې له موردوویا سره په لویه کچه سوداګري پيل کړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، په دې برخه کې به د افغانستان مهم شرکتونه موردوویايي لوري ته د ګډ کار کولو په موخه ورمعرفي کړي.
مولوي مطیع الحق خالص د WFP له مسولینو سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د خوړو نړیوال پروګرام له مسول او تخنیکي پلاوي سره لیدنه کړې.
له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مختلفو چاپېریالي مسایلو په تړاو د بحثونو پر دوام تېره ورځ پنجشنبه د ۱۴۰۴کال د غويي په ۲۵مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام WFPله مسول او تخنیکي پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنکېدو، موجوده چاپېریالي ستونزو د حل، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نړیوالو مالي مرستو راجلبولو او ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د خوړو نړیوال پروګرام مسولینو هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د تېرو څو لسیزو په لړ کې د WFP فعالیتونه په ځانګړي ډول د غذایي مصونیت په برخه کې د قدر وړ بللي.
ورپسې افغانستان کې د WFP مسول هارالډ منهارټ د خپلو فعالیتونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او مننه یې کړې، چې دوی ته په دې بحث کې بلنه ورکړل شوې ده.
نوموړي ویلي، د تخنیکې مسایلو په تړاو باید دوامداره مجلسونه وشي او پر ګډې همکارۍ یې ټینګار کړی.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس ویلي، دا اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او موسسو سره ګډې همکارۍ ته ژمنه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان یوازې اقلیمي بدلون نه دی ځپلی بلکې د تېرو څو لسیزو جګړو، اقتصادي، اجتماعي او چاپېریالي ستونزو له امله ځپل شوی هېواد دی؛ اقلیمي بدلون نړیوال ګواښ دی او ورځ تر بلې زیاتیږي، د اقلیمي بدلون له امله نه یوازې انسانان بلکې حیوانات، مارغان او ټول ژوندي موجودات اغیزمن شوي دي.
ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې نړیوالې مرستې راجلب شي؛ ترڅو د خلکو ژوند وژغورل شي. ټولې نړیوالې موسسې باید په ګډه همغږۍ مخکې قدمونه واخلي.
د WFP مسول د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دواړو ارګانونو تخنیکي ټیمونه باید په خپلو کې پر مهو موضوعات بحث او لازم اجراات وکړي.
نوموړي ژمنه کړې، چې WFP به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي او د چاپېریالي مسایلو په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د لیدنې په پای کې دواړو خواو په ګډه همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړې او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو را جلبولو لپاره به د دواړو ادارو تخنیکي ټیمونه ګډ کار ته ادامه ورکړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف ټيلیفوني خبرې کړې دي.
په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان د مرکزي اسیا مهم هېواد یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې له رامنځته شویو ظرفیتونو څخه په استفادې باید دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره ګډ کار ته ادامه ورکړو.
مولوي امیر خان متقي قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي او ګڼو برخو کې یې د همکاریو پراختیا ته خپله ژمنتیا تکرار کړې.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه د ښکېلتیا د زیاتوالي غوښتنه کړې، نوموړي همداراز ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په یو رسمي سفر کابل ته راشي.
ښاغلي نورتلیف څرګنده کړې، چې هېواد يې چمتو دی په افغانستان کې د تورغنډۍ-هرات ریل پټلۍ جوړولو په برخه کې ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه وکړي.
په پای کې دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره به اړیکې زیاتوي او د دواړو هېوادونو کاري ټیمونه به په کابل او استانه کې خبرو او کار ته دوام ورکوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون، د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوې.
په دې غونډه کې ټاکل شويو کمېټو، د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي.
وروسته د ترانسپورټ او هوايي چلند، د چارو ادارې عمومي رياست، د ازموينو ملي ادارې او همداراز د امارتي ادارو د ملکيتونو او د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د ښاروالۍ لخوا د يادې ولسوالۍ د ماسټر پلان د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې او هر اړخيزه ارزونه شوې.
په پای کې، د يادو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه نیول شوي دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ساختماني او سیمهییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت له روسیې فدراسیون غواړي څو د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخل کړي، څو پر سیاسي ډګر سربېره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان و اوسو.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت تاسې ته ډاډ درکوي چې افغانستان به د سیمې د یو مسول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له سترې محکمې مننه کړې، چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د اسلامي امارت نوم لرې کړ.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست غوره کړی او موخه دا ده، چې دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شي. دا نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره او په مختلفو برخو کې بهرنۍ پانګونه جلب او جذب کړي.
پر همدې بنسټ د روسیې فدراسیون ته د ښار او په ارزانه بیه د کورونو جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو، د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې د پانګونې بلنه ورکوو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان د شمال-جنوب دهلېز په مسیر کې پروت دی او لېواله دی، چې د دې دهلیز په تقویت او سیمهییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري.
په دې برخه کې د روسیې په څېر د یوه ستر او تاثیر ګذاره هېواد شراکت مهم دی څو نور هېوادونه د سوداګرۍ او ترانزیټ په لاره کې خنډ جوړول د ابزار په توګه ونه کاروي.
نوموړي د دې لیدنې پر مهال افغان–ټرانس د سیمې له مهمو پروژو یاده کړې او ویلي یې دي، دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل په برخه کې مهم رول لري او اسلامي امارت د روسیې فدراسیون څخه غواړي چې د پلان اړوند یې د چارو په بشپړولو کې همکاري وکړي.
ورپسې په ساختماني او سیمهییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال خبرې کړي او ویلي یې دي، له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړی او هیله لري چې دا لیدنه به په نورو برخو کې مهمو پرمختګونو ته لار هواره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چمتو دي چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.
حوسنولین مارات همداراز ویلي، په افغانستان کې د ترانسپورټ په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه کوي او پوهېږي چې په دې برخه کې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته.
روسیې فدراسیون چمتو دی چې د شمال – جنوب دهلېز کې افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي.
نوموړي په دې اړه د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال غوښتي، چې د افغانستان له لوري رسمي استازی ورمعرفي کړي.
هغه د افغان ـ ټرانس پروژې پر بشپړېدو هم ټینګار کړی.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو او بانکي همکاریو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ د یادو موضوعاتو مفصل راپور له لومړي وزیر او ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره شریکوي، څو یې د تعقیب او پلي کېدو په موخه تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي.
دواړو لوریو له خپله اړخه د ذکر شویو موضوعاتو د تعقیب په موخه رسمي استازي معرفي او هیله یې څرګنده کړې، چې د ګډې همغږۍ په صورت کې به په دې برخو کې د پام وړ پرمختګونه ولري.
حوسنولین ویلي، دا ناسته ډېره زیاته مهمه ده، هیله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي چارو پیل او ښې همغږۍ ته به لاره هواره کړي.









