د لوړو زده کړو وزارت وايي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې تر اوسه په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۴۴ او د دوکتورا ۲۰ نوې برنامې رامنځته شوې دي.
د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وایي؛ چې دې وزارت د فوق لیسانس برنامو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه روانه ده، څو تحصیلي کچه لا لوړه شي.
بلخوا یو شمېر استادان د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام ارزښتناک بولي او هیله څرګندوي، چې دا به د هېواد تحصیلي سکتور پر پرمختګ اغېز ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د علمي مقالو د معیاري کولو، د ژورنالونو د اعتبار لوړولو او د ادبي غلا (Plagiarism) د مخنیوي لپاره یو شمېر پرمختللي سافټویرونه هم پیرلي دي.

