ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 586

انقره کې د اسلامي امارت فرهنګي اتشې د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ

د ترکيې په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حميد الله تمکين د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ.

دا نندارتون د ترکیې د دیانت او دیني چارو ریاست له ‌خوا د انقرې ښار په (ATO Congresium) تالار کې جوړ شوی و.

په دې درې ورځني نندارتون کې چې د ۱۴۰۴ کال د ثور له ۱۷مې تر ۲۱مې نېټې پورې ترسره شو، د ترکیې له ټولو ولایتونو څخه د اسلامي هنر، د لاسي ‌صنعت، خطاطۍ او خوشنویسۍ، نقاشۍ، دودیزو لباسونو او فرهنګي اثارو بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.

یاد نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو فرهنګي اتشو او ډيپلوماتانو ګډون کړی و.

یادو فرهنګي اتشو دا نندارتون د فرهنګي اثارو د ودې او پراختیا لپاره یو مثبت ګام وباله او هرکلی یې وکړ.

د یادونې وړ ده، دا نندارتون د ترکیې د دولت په مالي ملاتړ جوړ شوی و، چې هنرمندانو په کې ځانګړو غرفو کې خپل فرهنګي توکي، دودونه او عنعنات نندارې ته وړاندې کړل.

د کابل طبي علومو پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۱۱۰ ډاکټران فارغ شول

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې د کابل طبي علومو پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۱۱۰ ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د دوی په فراغت‌غونډه کې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزیرانو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرسیتال، د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري پلاوي او استادانو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ویلي، لوړو زده کړو وزارت مکلف دی چې متعهد او متخصص کادرونه وروزي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي.

نوموړي فارغ شویو ډاکټرانو ته په خطاب کې زیاته کړې: “ستاسې ډاکټري به هلته کامیابه او په دنیا او اخرت کې به سرلوړي وی، چې خپل هېواد او خلکو ته په اخلاص خدمت وکړئ.”

ښاغلي ندیم ویلي، چې زموږ ټولنه متخصصو ډاکټرانو ته ډېره اړتیا لري او فارغ ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړی، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د خدمت زمینه ورته برابره کړي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، دا وزارت په ۷۵ سلنه ولسوالیو کې روغتونونه جوړوي، چې متخصصو ډاکټرانو ته پکې اړتیا ده.

نوموړي خوښي څرګنده کړې، چې ټولنې ته مسلکي ډاکټران د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

د کابل طبي علومو پوهنتون رییس مفتي احسان الله ابوالفیضان د فارغ شویو ډاکټرانو له کورنیو مننه کړې، چې له خپلو اولادونو سره یې زیار ایستلی.

په پای کې فارغ شویو ډکټرانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې دي.

د هېواد د بېس‌ بال لوبډله د لویدیځې اسیا بېس بال کپ سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته روانه شوه

د افغانستان د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله، د لویدیځې اسیا بېس بال کپ سیالیو کې د ګډون په موخه نن (یکشنبه) ایران ته روانه شوه.

یادې لوبډلې ته د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د ښې استازولۍ سپارښتنه وکړه او په دغو سیالیو کې یې د ښه ځلېدو او تجربو حاصلولو هیله څرګنده کړه.

دغه سیالۍ د ایران په کوربه‌توب، د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیلېږي او تر ۲۱مې به دوام وکړي.

مکې مکرمې او مدینې منورې ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ په منظم ډول روانه ده

د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ نور محمد ثاقب په مشرۍ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسه په منظم ډول روانه ده او د ټاکلي مهال‌وېش له مخې، د هېواد له درېیو پروازي زونونو څخه افغان حاجیان مکې مکرمې او مدینې منورې ته لېږدول کېږي.

شیخ نور محمد ثاقب د حج په پروسه کې د دخیلو کمېټو مسولینو ته لارښوونه کړې، تر څو افغان حاجیانو ته غوره خدمات وړاندې او په هره برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان له ۳۰ زره سهم څخه نږدې نیمايي ۱۴ زره او ۵۲۴ کسان له هېواده حرمینو شریفینو ته لېږدول شوي او په نږدې ورځو کې به د احمدشاه بابا له نړیوال هوايي ډګر څخه هم الوتنې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې نن هم د هېواد له مرکزي زون څخه ۳۴۶ افغان حاجیانو د کابل له هوايي ډګر څخه د جدې هوايي ډګر ته الوتنه وکړه.

خلیفه سراج الدین حقاني د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیایونګ او د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او مل پلاوو سره لیدنه وکړه.

یاده ناسته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ پینځمې غونډې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پینځمې غونډې، او د درې واړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه شوې ده.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له نظره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.

د چین او پاکستان ځانګړو استازو یو ځل بیا له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې ده.

دغه‌راز هوکړه شوې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه په کابل کې وشي.

په هېواد کې له ۳.۹ میلیونه جریبه ډېره غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون مسولینو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د فعالیت له پیله تر دې دمه یې ۴۹.۷ میلیونه جریبه ځمکه تشخیص او له ۳.۹ میلیونه جریبه ډېره یې بېرته را ګرځولې ده.

د مسولینو په وینا، یوازې په کابل کې ۶۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

یاد کمېسیون تر دې دمه له ۱۲.۷ میلیونه جریبه ډېره ځمکه ثبت او د دولتي ملکیت په توګه یې ساتلې ده.

مسولینو زیاته کړې، چې د نوي کابل ښارګوټي لپاره ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او اوس‌مهال په دې پروژه کې څلور شرکتونه فعالیت کوي.

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له علماوو، مخورو او قومي مشرانو غوښتي، تر څو د دولتي ځمکو د غصب پر ضد مبارزه کې برخه واخلي او د دې ناروا عمل منفي اغیزې خلکو ته روښانه کړي.

د شبرغان-الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې ۸۵ سلنه پر مخ تللې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۱مه پخپل کاري دفتر کې د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسولینو سره لیدنه وکړه.

د یاد شرکت مسولینو د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د شبرغان-الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې، د دښت الوان سب‌سټېشن د پراختیايي چارو او د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو راپورونه شریک کړي.

دوی ویلي، چې د شبرغان-الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه ډول روانې دي، اوس‌مهال یې ۸۵ سلنه کارونه پر مخ تللي او په ټاکلي وخت به بشپړې شي.

دغه‌راز د دښت الوان سب‌سټېشن تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او په نږدې وخت کې به یې ساختماني چارې هم پيل شي.

د افغان انوېسټ شرکت مسولینو زیاته کړې، یاد شرکت د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه کړې او اوس‌مهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل کړی، چې له ۲۰۰ زیات هېوادوال په کار پکې بوخت دي.

د دوی په خبره، په هېواد کې یې دننه د یاد کان د پروسس په موخه د معیاري فابریکې ډیزاین هم پيل کړی، چې له بشپړېدو وروسته به یې د جوړولو چارې پيل کړي.

د دې شرکت مسولینو په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یاد شرکت په شویو کارونو خوښي څرګنده کړې او د ټولو شریکو شویو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی دی.