ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 585

غزه؛ د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو نن سهار د غزې په جبالیا کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر یوه ښوونځي برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

صهیونیستي یرغلګرو په غزه کې د خپلو وحشتونو پر دوام پرله‌پسې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر ښوونځیو بریدونه کړي.

یو شمېر مرګونو بریدونو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو:

– پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل څه موده وروسته د ۲۰۲۳ په نومبر کې د غزې ښار په البراق ښوونځي برید وشو، چې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۵۰ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

– د همدې کال په نومبر میاشت کې د غزې په شمال جبالیا کمپ کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو یو ښوونځی د دوو اونیو په توپير دوه ځلې په نښه شو، چې لږ تر لږه ۶۵ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

– د ۲۰۲۴ په جولای کې بیا خان یونس ته نږدې په العوده ښوونځي برید وشو، چې لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې شهیدان شول.

– د همدې کال په اګسټ میاشت کې بیا د غزې ښار التبین ښوونځی په نښه شو، چې له ۱۰۰ ډېر فلسطینیان پکې شهیدان شول.

– د ۲۰۲۵ په اپریل کې اسرائيلي یرغلګرو د غزې ښار په درېیو ښوونځیو بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان پکې شهیدان او له ۱۰۰ ډېر ټپيان شول.

مرستندویه بنسټونه وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د غزې ۹۵ سلنه ښوونځي ویجاړ او یا زیانمن کړي دي.

ننګرهار کې سږ کال د شفتالو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، تمه ده چې سږ کال به په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات نهه زره او ۳۸ متریک ټنو ته ورسېږي.

د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وایي؛ چې د دې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پر دوه زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، چې د حاصلاتو ترڅنګ څه باندې درې زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال په ننګرهار کې اته زره او ۹۶۴ متریک ټنه د شفتالو حاصل تر لاسه شوی و، چې سږنی د اټکل له هغې لوړ ښودل شوی او تمه ده، چې څه باندې نهه زره ټنو ته ورسېږي.

ننګرهار کې د شفتالو شلیل، ایرلي ګرېنډ، فلاوایټ، فلوریډاکینګ او فلا ګولډ ډولونه کرل شوي، چې شلیل او ایرلي ګرېنډ یې د نورو ډولونو په پرتله یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.

په ورته مهال د کرنې د برخې متخصصان وايي، ننګرهار د شفتالو لپاره مناسبه ځمکه او هوا لري، ځکه تېرو څو کلونو کې په کم‌سارې توګه د شفتالو کرلو ته مخه شوې.

د ننګرهار په بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې د یاد ولایت د بڼوالۍ د پراختیا او اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.

د اوزبیکستان د کرنیزې مرستې جوپه بلخ ته راورسېده

د اوزبیکستان هېواد یوه کرنیزه مرستندویه جوپه د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو ته وسپارل شوه.

د یادې جوپې د سپارلو په مراسمو کې د کرنې وزارت د غله‌جاتو رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین وویل؛ په دې مرستو کې ۲۰ ټنه د شولې، پینځه ټنه د پنبې او ۱.۳ ټنه د سبزي‌جاتو تخمونه شامل دي، چې د ترویجي او څېړنیزو موخو لپاره د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د کرنې ریاستونو ته لېږل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې اوزبیکستان له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وکړي.

کرنې وزارت وايي، دغه مرستې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د وروستي سفر له امله او د اوزبیکستان د چارواکو د ژمنو پر بنسټ برابرې شوې دي.

د دې همکاریو موخه د افغانستان د کرنې د ظرفیتونو پیاوړتیا او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او عصري وسایلو لاسرسي اسانه کول دي.

یاد وزارت زیاتوي، دا مرستې کولی شي د موخې سیمو کې د کرنې د تولید کچې په لوړولو او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د روغتیا نړیوال سازمان له مسولینو سره د عامې روغتیا وزیر لیدنه؛ د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو د له‌منځه وړلو په اړه خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د پولیو ټیم له مشر مندیپ راټې او د روغتیایي سکټور اړوند مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د تر سره شویو خدماتو، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د پولیو ناروغۍ د له‌منځه وړلو، د سرطاني ناروغیو جوړېدونکي روغتون لپاره د وسایلو برابرولو، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو د ملاتړ، د تطبیق کوونکو موسساتو د خدماتو د کیفیت او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جذب په تړاو خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزو هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي؛ چې د هغو ټولو ستونزو د حل لپاره باید کار وشي، چې د روغتیایي سیسټم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.

همداراز نوموړي، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، د سرطان ناروغانو د درملنې روغتون لپاره پر تجهیزاتو او په هېواد کې د انتاني روغتونونو، چې نږدې ۳۵۰ بستره کېږي د خدماتو پر ملاتړ خبرې ترسره او له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه یې د روغتیا وزارت د کاري ساحې برخه ګڼلې ده.

د ښاغلي جلالي په وینا؛ د ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره اړینه ده، چې د روغتیایي سیسټم پر کیفیت او ښه والي کار وشي.

بل لور د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او پولیو د له‌منځه وړلو ټیم مشرانو د روغتیا سکتور برخه کې له افغانستان سره دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

محمد سهیل شاهین د فرانسې له شارژدافیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین شو سره لیدنه کړې.

په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې په روان سیاسي وضعیت، د‌ افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او بشري مرستو سربېره د افغانستان لرغونو اثارو په برخه کې د فرانسې د مرستو پر دوام او پراختیا خبرې شوې دي.

ښاغلي شاهین د فرانسې له شارژدافیر څخه غوښتي، چې په کابل کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي.

د افغان او اوزبیک سوداګرو ترمنځ ۳۰ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

کابل کې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ د نښلېدو کنفرانس جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د افغان او اوزبیک سوداګرو ترمنځ له ۴۵ څخه تر ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ ۳۰ تړونونه لاسلیک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وايي، هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي؛ د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوي او په وینا یې، د ورته ناستو جوړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې کړي.

د اوزبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس دوران وهاب اف وایي، افغان او اوزبیک سوداګر باید په افغانستان کې له رامنځته شویو زمینو ګټه پورته کړي او په دې هېواد کې د ګډې پانګونې لپاره اقدام وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا ډول ناستې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرې او پانګونې خونې مسولین په دې کنفرانس کې د امام ابوحنیفه (رح) په څلورم نندارتون کې د اروپایي سوداګرو او پانګوالو له ګډون څخه هم خبر ورکوي.

د امر بالمعروف وزارت: هېڅوک اجازه نه لري، چې ټولنیزې رسنۍ د ناسمو او غیرې اخلاقي موخو لپاره وکاروي

‏د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خیبر په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، هېڅ فرد او بنسټ ته دا اجازه نشته، چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو ناسمو او غیرې اخلاقي موخو لپاره وکاروي.

ښاغلي خیبر زیاته کړې، امر بالمعروف وزارت د خپلو قانوني صلاحیتونو او امکاناتو په رڼا کې هغه ټولې شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري، چې د امت د عقیدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي.

د امربالمعروف وزارت ویاند ټینګار کړی، چې ټولنیزې رسنۍ باید د موثقو خبرونو خپرولو، دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان امت د یووالي او یو د بل د درناوي لپاره وکارول شي، نه دا چې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي.

مولوي سیف‌الاسلام خیبر له ټولو ځوانانو، د ټولنې له غړو او په ځانګړي ډول له مسافرو وروڼو جدي غوښتنه کړې، چې رسنۍ د اسلام د دفاع، د امت د وحدت ټینګښت او اخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي، تر څو په دنیا او اخرت بریالی امت وپېژندل شو.

نوموړي یو ځل بیا ټولو ته یادونه کړې، چې د ټولنیزو رسنیو هر ډول نامشروع او غیرې اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی او په دې برخه کې ولس له وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

مولوي مطیع‌الحق خالص او د OCHA مسولینو لیدنه؛ د چاپېریالي همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې شوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له مسولینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې مولوي مطیع‌الحق خالص د OCHA مسوولینو ته هرکلی کړی او په افغانستان کې یې له بشري مرستو مننه او ستاینه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د دواړو ادارو تر منځ د همکارۍ پیاوړتیا، د چاپېریالي مسایلو په پام کې نیولو سره د پروژو پر پلي کولو او د چاپېریالي ګواښونو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.

دغه‌راز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ادارو تخنیکي ټیمونه به د یادو مسایلو د حل لپاره مناسبه لاره ولټوي او په دې برخه کې به ګډ اقدامات ترسره شي.

حماس یو امریکايی اسرائیلی عسکر خوشي کوي

حماس اسلامي غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې، چې غزه کې د اوربند لپاره له امریکا سره په مخامخ خبرو اترو بوخت دي.

حماس پرون (یکشنبه، د غويي ۲۱مه) اعلان کړی، چې د امریکا تابعیت لرونکی اسرائیلي عسکر ایډين الکساندر هم ازادوي، تر څو په غزه کې اوربند ته لاره هواره شي.

یاد غورځنګ ویلي، چې اسرائيل الاصله امریکایی عسکر به په غزه کې د اوربند، پولو پرانیستلو او دې تړانګې ته د بشري مرستو د لېږد لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه خوشی شي.

اسرائیلي یرغلګرو له تېرو ۷۱ ورځو راهیسې غزه ته د خوړو، درملو او سون‌توکو په شمول د ټولو بشري مرستو مخه نیولې.

حماس په خبرپاڼه کې نه ده روښانه کړې، چې الکساندر به څه وخت خوشی شي، خو په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یې د ازادېدو اټکل شوی.

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف به د هوکړې د یوې برخې په توګه نن دوشنبه اسرائیلو ته سفر وکړي.

ویټکاف هم منلې، چې حماس د اوربند د خبرو اترو د بیا پیل په موخه د الکساندر له خوشي کولو سره هوکړه کړې ده.

قطر او مصر چې د غزې د اوربند په خبرو کې د منځګړو رول لوبوي د حماس د دې اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا اقدام د ښه نیت نښه او د اوربند خبرو اترو ته د د اړوند لوریو د بېرته راګرځولو هڅه ده.

پکتيکا کې د نږدې اته ميليونه ډالرو په لګښت د زلزله ځپلو لپاره (۱۰۰۰) کورونه جوړ شول

د پکتيکا ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح وايي، چې د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د يونيسيار له لوري د شااوخوا ۷.۸ ميليونه ډالرو په لګښت د دوه کاله وړاندې زلزله ځپلو کورنیو لپاره (۱۰۰۰) کورونه جوړ او د يادو زيانمنو کورنيو په واک کې ورکړل شول.

نوموړي زیاته کړې؛ چې له يادو (۱۰۰۰) کورونو څخه چې (۲۰۰) څه موده وړاندې او (۸۰۰) یې تازه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول، په هريوه یې شاوخوا پینځه زره او ۸۰۰ ډالر لګښت راغلی.

ښاغلی فاتح وايي، يادو کورونو کې یو ښوونځی او يو روغتون هم شامل دي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یونیسیار عمومي مسوول عرفات جمال ویلي، چې  له تېرو ۴۰ کلونو په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي او د بې سرپنا افغانانو لپاره به دا لړۍ روانه ساتي.