ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 584

ننګرهار کې د درېیو کورنیو ترمنځ لس کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د درېیو کورنیو ترمنځ لس کلنه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رییس حافظ رحمت غازي عمر، علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې ښاغلي عمر او نورو ګډونوالو د درېیو واړو کورنیو له مشرانو سره جلا، جلا ناستې وکړې، د بښنې او ورورولۍ ارزښت یې روښانه کړ او ټینګار یې وکړ، چې ستونزې د شخړو او تاوتریخوالي پر ځای باید د خبرو له لارې حل شي.

د اوږد مهاله هڅو او ناستو په پایله کې ښکېلو خواوو د جرګه کوونکو مشورې منلي او دا پرېکړه یې کړې، چې خپلمنځي دښمني ختمه کړي او په ټولنه کې د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

په پای کې د درېیو واړو کورنیو مشرانو د بښنې تر څنګ یو او بل ته غاړې ورکړې.

کابل کې د اتو کلپونو ترمنځ د جو جيتسو ټورنمنټي سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د جو جيتسو ملي فدراسيون له لوري د کابل اته غوره کلپونو څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د (اتم د ثور ټورنمنټي سياليو) تر نامه لاندې د جو جيتسو مناسبتي سيالۍ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې ترسره شوې.

په دې سياليو کې د کابل ولايت د اتو کلپونو (عاطفيان، طلوع پيروزي، نيرو، موج قدرت، استاد مسلم، ميلاد نور، جوانان هدفمند او طلوع پيروزی قلعه فتوح) څخه ۴۰ ورزشکارانو په (کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو) په عمري کټګوریو کې او له ۳۰- تر ۶۹-  بېلابېلو وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې.

د دې سياليو په پایله کې اووه لوبغاړو د خپلو سيالانو په ماتولو سره لومړي مقامونه وګټل، چې د دې رشتې د مسولينو له لوري ورته کپونه، مډالونه، تصديق پاڼې او نغدي جايزې ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د اتم د ثور په مناسبت جوړې شوې وې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

په خوست او فراه کې دوې اوږدمهالې شخړې په دوستۍ بدلې شوې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتTop of Form وایي، چې د خوست او فراه ولایتونو د محتسبینو په هڅو، د کلیوالي ستونزو له امله راپورته شوې دوې اوږدمهالې شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوې دي.

د خوست ولایت محتسبینو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ (۲۰) کلنه شخړه چې د ګڼ شمېر ستونزو، ناخوالو او د دواړو کورنیو ترمنځ د اړیکو پرې کېدو لامل شوې وه، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب حل او فصل کړې ده.

بلخوا د فراه محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې د یاد ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د کلیوالي ستونزو له امله راپورته شوې شخړه په سوله ‌ییزه توګه حل او د‌ دواړو لوریو ترمنځ روغه کړې ده.

په دې تړاو ناستو کې محتسبینو د اسلام له نظره د سولې پر ارزښت خبرې کړي او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي څو خپلې ستونزې د اسلامي اصولو په رڼا کې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

همداراز دوی ډاډ وړکړی، چې د ټولنې اصلاح او ورته شخړو مخنیوي کې به بشپړه هڅه کوي.

ورته مهال ځایي اوسېدونکو د محتسبینو کړنې ستایلې او ویلي یې دي، چې د ټولنې اصلاح، سمون او مثبت بدلون لپاره د محتسبیو شتون اړین دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر د اوزبیکستان د انرژۍ پینځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته سفر وکړ

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوی د اوزبیکستان د انرژۍ پینځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، چې د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۳ تر ۱۵ نیټې پورې په تاشکند کې ترسره کېږی، سفر وکړ.

د اویو او انرژۍ وزارت وايي؛ دغه کنفرانس چې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ” تر سرلیک لاندې ترسره کېږي، د انرژۍ په برخه کې د سیمه ایزې همکارې ستراتیژیو، د پرمخ تللې انرژۍ بازار رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته لېږد په اړه د اندونو د تبادلې لپاره ښه زمینه برابروي.

یاد کنفرانس د انرژۍ په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د زمینو ارزولو، د سیمه‌ییزې انرژۍ بازار پراختیا او شنې ټکنالوژي لېږد په برخه کې د تجربو تبادلې، په مرکزي اسیا کې د برېښنا او ګاز لېږد پروژو کې ګډون، له نوې کېدو وړ انرژي څخه د ګټې اخیستنې او په اوبو او انرژۍ پروژو کې د ننګونو کمولو حل لارو چارو په اړه ترسره کېږي.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دغه کنفرانس کې د اوبو او انرژۍ وزیر ګډون به د اوبیزو او انرژۍ پروژو کې له اوزبیکستان سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا، د انرژۍ سرچینو د مدیریت په برخه کې د سیمه ایزو هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.

ملا عبداللطیف منصور به په دغه کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه، د انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د غوره‌والي او په دې برخه کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د اوزبیکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو، د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه تخار ته سفر کړی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد شمال ختیځ ته د سفر په لړ کې تخار ته تللی او د دې ولایت له والي مولوي سمیع الله حزب الله، ځايي مسولینو او د سیمې له اوسېدونکو سره یې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې په مخابراتي خدماتو او اسانتیاوو خبرې کړې دي.

د تخار والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر څخه مننه کړې، چې یاد ولایت ته یې سفر کړی او د مخابراتي خدمتونو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.

مولوي سمیع الله حزب الله ویلي، چې په تېرو څه‌‌باندې درېیو کلونو کې د یاد ولایت لپاره د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د پام وړ کار شوی، او هیله یې څرګنده کړې، هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي، د مخابراتي اسانتیاوو لپاره انټنونه په پام کې ونیول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه، هغو سیمو ته چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي، د شپږو مخابراتي سایټونو د جوړولو سپارښتنه کړې، چې تمه ده د درېیو میاشتو په موده کې به فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، د تخار ولایت هغو سیمو لپاره، چې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې وې او هیڅ ډول مخابراتي اسانتیاوې یې نه درلودلې، ۱۷ مخابراتي سایټونه د TDF له بودیجې منظور شوي دي، چې د ډېرو سایټونو چارې یې تر یو بریده پورې پرمخ تللې دي.

په ټوله کې د تخار ولایت بیلابیلو سیمو کې د شپږو نویو مخابراتي سایټونو له منظورۍ وروسته ۲۳ مخابراتي سایټونه جوړېږي، چې ډېری سیمې به له مخابراتي اسانتیاوو برخمنې شي.

د کور او ښار جوړولو وزیر: سږ کال به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ودانیزې پروژې پیل شي

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د اوزبیکستان هېواد د ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو مسول شیرزاد عادلوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې عادلوف وویل؛ راسره مل پلاوي کې د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو مسولین شامل دي چې د ودانیو د طرحې او ډیزاین، ښاري زیربنا، هوایي ډګرونو، توپوګرافي او د ساختماني موادو چمتو کولو په برخو کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه، دوی غواړي په افغانستان کې د کور او ښار جوړولو وزارت سره ګډې همکارۍ ته وده ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر وویل، افغانستان کې د ودانیزو پروژو د پرمختګ لپاره د افغانستان او اوزبیکستان متخصصینو تجربې او پوهې باید یو له بل سره شریکې شي.

شیخ حمدالله نعماني زیاته کړه، د افغانستان په ودانیزو چارو کې شته ستونزې د ګډې همکارۍ له لارې حل کېدای شي.

ښاغلي نعماني وویل؛ تمه ده چې سږ کال به د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې ګڼ شمېر ودانیزې پروژې پیل شي، چې له دې سره به ساختماني موادو ته پراخه اړتیا پیدا شي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د اوزبیکستاني شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د دې موادو چمتو کولو ته مناسب نندارتون او بیې ورکړي، ترڅو د ودانیزو پروژو لپاره لازم توکي په ښه توګه برابر شي.

عادلوف د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزیر ته بلنه ورکړه، تر څو اوزبیکستان ته سفر وکړي، د یاد هېواد د کور او ښار جوړولو وزیر او مسولینو سره لیدنې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره نوې لارې پرانیزي.

په پای کې شیخ حمدالله نعماني د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه، چې له اوزبیکستاني متخصصینو سره د همغږۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي او د راتلونکو اقدماتو لپاره لاس په کار شي.

په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له پینځمې نيټې څخه د ثور تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره او ۵۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ټولګټو وزارت وايي؛ د حیرتان بندر له لارې ۱۱۸ زره او ۸۸۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۱ زره او ۸۳۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱ زره او ۱۲۵ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱ زره او ۶۸۵ ټنه انتقالات شوي؛ ټولټال ۱۵۳ زره او ۵۳۳ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي کېږي، چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېرو دوو اوونيو کې شپږ زره او ۸۷۱ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې یوه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، وریجې، د انارو جوس او کچالو دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د پټو جنګي جنایتونو په اړه د برېتانیایي سرتېرو شاهدي؛ افغانستان کې د ماشومانو او عامو وګړو وژل عادي چاره وه

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانيو غړو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو شاهدي ورکړې.

دې پخوانیو سرتېرو بي بي سي ته څو کلنه چوپتیا ماته کړې او په افغانستان کې یې د اشغالګرو د پټو وحشتونو او جنایتونو حقایق روښانه کړي دي.

یادو سرتېرو ویلي، چې برېتانیوي ځواکونو به بې‌وسلې وګړي نیمه شپه په خوب کې وژل، بندیان او ان ماشومان به یې وژل او اعدامول.

د دوی په خبره، برېتانیوي سرتېرو ته د بندیانو وژل په یوه عادي چاره بدله شوې وه.

د بي بي سي په راپور کې راغلي، چې شاهي ځانګړي ځواکونه هم په دې جنایتونو کې شامل دي.

د یاد راپور له مخې، د برېتانیا دفاع وزارت له نورو پخوانیو سرتېرو هم غوښتي، تر څو خپل معلومات ورسره شریک کړي، چې په روانو څېړنو کې مرسته ورسره وکړي.

د برېتانیايي سرتېرو له لوري پر خپلو جنایتونو له اعتراف وړاندې مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، اسلامي امارت د هغو افغانانو لپاره د غرامت د ورکړې غوښتنه کوي، چې د اشغالګرو له لوري ظلم او وحشت ورسره شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند د برېتانیوي سرتېري د جنګي جنایتونو په اړه خپره شوې څېړنې ته په غبرګون کې زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د اشغالګرو ظلمونه او وحشتونه پلان شوي وو.

شیخ شهاب الدین دلاور: نږدې شپږ زره ناروغان د رواني روغتیا په مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور وایي؛ اوس مهال د رواني روغتیا د ناروغانو د درملنې په شپږو مرکزونو کې، پنځه زره ۹۱۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي، چې ورته روغتیایي خدمات او لومړنۍ اړتیاوې په وړیا ډول ترسره کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني روغتیا د مرکزونو مسول ډاکټر عبدالولي اتمانزی وایي؛ د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې ۱۹۹ هغه ناروغان چې په رواني ناروغۍ اخته وو، له درملنې وروسته بیاځلې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسولینو په وینا، اوسمهال د کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو په رواني مرکزونو کې ۹۷۰ تنه ناروغان بستر دي او څلور زره او ۷۴۱ تنه نور له بستر څخه د باندې تر وړیا درملنې او مراقبت لاندې دي.

عبدالرحمن عطاش: هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو په موخه مسلکي کاریګرو ته د کار زمینه برابروو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کنفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د ملي پراختیا امارتي شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي محمد زاهد احمدزي د ملي پراختیا شرکت د هڅو او پروژو ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ د یاد ملي کنفرانس بنسټیزه موخه دا وه، چې په راتلونکو پینځو کلونو کې شاوخوا یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو د برابرولو فرصتونه رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ملي پراختیا شرکت ژمنه کړې، څو د یادې موخې په تحقق کې رغنده ونډه ولري.

دغه‌راز ښاغلي احمدزي ویلي، چې له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه‌لیکونو پر بنسټ، د کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته غواړي د بشري ځواک په ټاکنه کې د ادارو اجراات وڅاري او خلکو ته راپور ورکړي، چې تر دې دمه څو کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده.

ورپسې د ملي پراختیا امارتي شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ویلي؛ دا زمونږ دنده او مسولیت دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ مسلکي کاریګرو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړو، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي.

نوموړي زیاته کړې، د هېواد امنیت ټینګ شوی، د ګڼو پروژو چارې روانې دي او دې چارې د کارموندنې په برخه کې مثبتې پایلې لرلې دي، خو فقر او بېکاري لا هم د خلکو جدي ستونزې دي.

ښاغلي عطاش ویلي؛ ټول اړوند بنسټونه باید ګډ کار ته دوام ورکړي، ترڅو اقتصادي وضعیت ته بدلون ورکړل شي.

همدارنګه د ملي پراختیا امارتي شرکت رییس ټینګار کړی، چې د کار ملي کانفرانس ژمنو د عملي کولو په برخه کې اقدامات شوي او ډېر ژر به اړوند معلومات له وزارت سره شریک کړي.