ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 583

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو په اړه خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغه کې د شته نمرو د وېش موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

 په غونډه کې  له هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یې پوره ارزونه ترسره او خپل راپور له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.

په دې غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره ساحې د نفرایټو کان د ایستلو د تړون په اړه هم بحث وشو. له بحث وروسته یاده موضوع د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

همدا راز د بګرام له دوه لارې څخه تر جبل السراج پورې د ۲۵.۶ کیلومټره سړک د جوړونې او د هجرت کلي د ۱۲.۵۱ کیلومټره سړک جوړونې پروژو په اړه هم بحث وشو.

 له هراړخیز بحث وروسته ټولګټو وزارت ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پروژو په اړه خپل نظر د اقتصادي کمېسیون له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: هېوادوالو ته د هوساینې په برابرولو کې له هیڅ ډول هڅو درېغ نه کوو

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر اهل تشیع علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو او مخورو په هېواد کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅو، سرښندنو او ترسره شویو پراختیایي چارو ته په اشارې ویلي، دې رښتیني زحمتونو او هڅو افغانانو ته زیاته هیله‌مندي ورکړې.

دوی هیله څرګنده کړې، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو له پلي کېدو سره به خلکو ته کاري زمینې برابرې او بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال له اهل تشیع علماوو او متنفذینو سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د افغان ملت خدمت ته ژمن دی، خلکو ته د هوسایي برابرولو او د هغوی د ستونزو په له منځه وړلو کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مسولین خپلو امکاناتو ته په پام هڅه کوي، چې د هېواد په ټولو سیمو کې پراختیایي پروګرامونه په عادلانه ډول پلي کړي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په یو شمېر ولایتونو کې خپل روغتیايي مرکزونه فعال ساتي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بې‌پولې ډاکټرانو بنسټ له مشر میکایل لیپي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په هېواد کې د بې‌پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، په خدماتو کې روڼتیا، د عامې روغتیا وزارت سره پر لا ښې همغږۍ او د دوامداره ګټورو خدماتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي له روغتیایي سکټور سره د یادې ټولنې لخوا د مرستو زیاتوالی او پراختیا اړینه ګڼلې او په دې برخه کې یې د خدماتو د لا پراختیا غوښتنې ترڅنګ، د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د خدماتو پر کیفیت، ګټورتوب او روڼتیا ټینګار کړی دی.

دغه راز، په یاده لیدنه کې د بې‌پولې ډاکټرانو مشر هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو او دې برخې ته د لا زیاتې پراختیا ورکولو ژمنه کړې او د خدماتو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار کړی دی.

میکایل لیپي په هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې د خدماتو پر دوامداره ساتلو خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې یاد مرکزونه به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ فعال وساتي.

هېره دې نه وي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بې‌پولې ډاکټرانو مشر او استازو یې هم ګډون کړی و.

ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته سفر پيل کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په موخه سعودي عربستان ته روان شو.

ټرمپ به په دې درې ورځني سفر کې له سعودي عربستان وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د یادو هېوادونو له چارواکو سره د غزې په جګړه، له ایران سره د امریکا پر مذاکراتو او سوداګریزې راکړې ورکړې خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه، چې ټرمپ به د ولسمشرۍ پخپله دویمه دوره کې لومړنی سفر سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته کوي، خو د پاپ فرانسېس د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه واتیکان ته ولاړ. دا د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ دویم بهرنی سفر دی.

ټرمپ به سبا چهارشنبه د خلیج همکارۍ شورا په سرمشریزه کې ګډون وکړي، وروسته به قطر ته ولاړ شي او په متحده عربي اماراتو کې به خپل سفر پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ په لومړۍ دوره کې هم د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته وکړ او هغه دود یې مات کړ، چې د امریکا ولسمشرانو به لومړی بهرنی سفر اروپا، کاناډا، یا مکسیکو ته کاوه.

د ای ایچ ایچ خیریه موسسه له کډوالو سره د کورونو په جوړولو کې همکاري کوي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د IHH خیریه موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې موسسې د رهبري پلاوي غړي یوسف بیلګین د نورو په استازیتوب د موسسې د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه خبرې کړی دي.

یوسف بیلګین ویلي، چې IHH خیریه موسسه تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهنې، جوماتونو جوړولو او دارالایتامونو په برخو کې د پام وړ مرستې کړې دي، او هڅه کوي چې دا فعالیتونه ټولو ولایتونو ته پراخ کړي.

نوموړي د افغان کډوالو لپاره د یادې موسسې د شویو مرستو په اړه هم معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې، چې یاده موسسه به د کډوالو ښارګوټو کې له راستنو شویو کډوالو سره د کورونو جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د IHH خیریه موسسې له مسولینو سره د لیدنې پر مهال خوښي ښودلې او له افغانانو سره یې د دوی د مرستو قدرداني کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، له خلکو سره د مرستې په موخه د غیردولتي بنسټونو، په ځانګړي ډول د خیریه موسسو فعالیتونه زیات ارزښت لري. نوموړي د یادو موسسو څخه غوښتي، چې خپل فعالیتونه د هېواد ټولو ولایتونو ته پراخ کړي

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیايي علومو انستیتوتونو اتحادیې له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیايي علومو انستیتوتونو اتحادیې له یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې لومړی یادو مسولینو د روغتیایي انستیتوتونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه خبرې کړې دي.

دوی ویلي، چې د صحي علومو انستیتوتونه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترڅنګ په هېواد کې د روغتیایي کادر د روزنې مهم مرکزونه دي.

د یادې اتحادیې مسولینو زیاته کړې، د علمي کادرونو پر مټ هڅه کوو، چې هېوادوالو ته په عالي کیفیت روزنیز خدمات وړاندې کړو.

هغوی د یادو انستیتوتونو په اړه ځینو موضوعاتو او مسایلو ته په اشارې د اسلامي امارت د مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي د دې اتحادیې مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په صحي چارو کې د کیفیت لوړولو په موخه د هغوی فعالیت ارزښتناک بللی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې زموږ هېواد د روغتیا په برخه کې مسلکي او متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري او دا د دولتي او نادولتي تحصیلي بنسټونو مسولیتونه دي، چې متخصص او تکړه ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.

ښاغلي حنفي د هغوی د غوښتنو په اړه ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین تر خپله وسه د هېوادوالو په خدمت کې دي او په دې برخه کې به اړین اقدامات وکړي.