ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 582

یو شمېر کورني پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان په یو بلاک کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره روځ دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۲مه نېټه له یوشمېر کورنیو پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو پانګوالو ویلي، چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او ایستلو په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډه پانګونه وکړي.

 د دغو پانګوالو د معلوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول ایستل ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه کارخونه جوړه کړي.

 دغه کارخونه به په ورځني ډول د نهه زره ټنه سفنج اوسپنې د پروسس وړتیا ولري، چې په مستقیم ډول به شپږ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد ۱۰۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوسپنې اکتشاف او ایستلو په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

دغه‌راز ملا عبدالغني برادر اخوند د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو ته لارښونه کړې، څو په دې برخه کې له یادو پانګوالو سره په ګډه کار وکړي او د خپلو کړنو راپور شریک کړي.

د لوړو زده کړو وزیر: پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبري شورا ناسته وشوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د لوړو زده کړو په برخه کې ځینو مهمو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په اشارې وویل؛ په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت او تاریخي بدلونونه راغلی دي، کیفیت ته پاملرنه زیاته شوې او په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی دی.

 شیخ ندا محمد ندیم همداراز د دې وزارت له بېلابېلو مسولینو او د شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې خپلې کړنې د اسلامي ارزښتونو سره سمې کړي او اسلامي نظام ته د خپلې ژمنتیا روحیه لا پیاوړې وساتي، څو له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د امارتي پوهنتونونو له لوري د خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د څارنې لارښود، د امارتي تحصیلي نهادونو د فوق لېسانس پروګامونو د ازموینې لارښود، د تحصیلي بنسټونو د تدریس کیفیت لوړولو طرحه، لېسانس برنامو کې د تحصیلي دورې د مودې ټاکنه او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

په باميان ولايت کې ۱۵ کلنه بدي په دوستۍ بدله شوه

د باميان ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ سوداګريزو مسايلو پر سر راپورته شوې ۱۵ کلنه بدي د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امريت مسولينو، قومي مشرانو او سيمه ييزو خلکو په همکارۍ پای ته ورسېده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ یادو مسولينو د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د بديو او تربګنيو ناوړه پايلې روښانه کړې او ښکېل اړخونه يې دې ته راضي کړل، چې له دښمنۍ لاس واخلي او د سولې ژوند ته مخه کړي.

په پای کې جرګه کوونکو مشرانو له بشپړې څېړنې وروسته د اسلامي شريعت په رڼا کې فيصله واوروله، چې د ښکېلو خواوو د پخلا کېدو سبب شوه او يو بل ته یې د خوښۍ غاړې ورکړې.

تېر کال د کابل ښار په کارته پروان وېش څانګه کې ۷۰ زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې شوي


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کابل ښار کارته پروان برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې تېر کال ۷۰ زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په دې خدمتونو کې د ۶۵ زره نویو برېښنایي پېژندپاڼو وېش او پینځه زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه شامل دي.
د کارته پروان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر عزت‌الله اتل ویلي، چې دې وېش څانګې ته هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ غوښتونکي مراجعه کوي او د ۱۴۰۴ کال له پیله تر اوسه، څه‌باندې اووه زرو هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
ښاغلي اتل زیاته کړې، چې په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د روان کال له پیل تر دې دمه، ۶۰۰ هېوادوالو ته د پېژندپاڼې نوې‌کولو، د مثنی پېژندپاڼې د وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه وړاندې شوي دي.

د کارته پروان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر ویلي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګو مدیریتونو ته د ځینو صلاحیتونو په تفویض سره او په وېش‌څانګو کې د میوند بانک څانګو په رامنځته‌کېدو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې او دوی له سرګردانۍ او وخت ضایع‌کېدو پرته په لنډه موده کې خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کوي.

د اقتصاد وزارت: چین د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په لویه کچه پانګونه کوي

د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره د چین او اسلامي امارت ترمنځ د سیاسي اړیکو ور اخوا اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوي او ګڼو چینايي پانګوالو په افغانستان کې په لویه کچه پانګونه کړې ده.

د اقتصاد وزارت وايي؛ چین لېواله دی چې د افغانستان په کانونو، لمرېزې برېښنا او لېږدــرالېږد برخه کې په لویه کچه پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې چین په سیمه کې لوی اقتصادي او صنعتي هېواد دی او په افغانستان کې پانګونه د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د دوي په وینا، یاد هېواد کولی شي چې د افغانستان اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سربېره، د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړې دي.

مولوي قدرت الله جمال:د ګرځندوی معینیت هڅه کوي، چې ټول سیاحتي شرکتونه تر یوه چتر لاندې راټول کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د يو شمېر سياحتي شرکتونو مسولينو د ستونزو شريکولو په موخه لیدنه کړې.

د ناستې په پيل کې د سياحتي شرکتونو مسولينو خپلې ستونزې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال سره شريکې کړې دي.

مولوي قدرت الله جمال د سياحتي شرکتونو له مسولينو سره د یاد معينيت د پلانونو شريکولو تر څنګ ویلي، چې سیاحتي شرکتونو ته د جوازونو د وېش برخه کې ګڼې اسانتیاوې په پام کې نيول شوې او د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق به د دوی شته ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، د ګرځندوی معينيت په پام کې لري، چې سیلانيانو ته په تفريحي ځايونو کې هوټلونه او نور اړین سهولتونه رامنځته کړي، تر څو هېواد ته د بهرنيو سیلانيانو د جذب لړۍ پراخه شي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.

ښاغلي جمال ویلي؛ د ګرځندوی معينيت هڅه کوي، چې ټول سياحتي شرکتونه تر يوه واحد چتر لاندې راټول کړي، تر څو د معينيت او يادو شرکتونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

ملا حمدالله فطرت: په ۲۰ کلونو کې ټولو اشغالګرو په افغانستان کې بېلابېل جنګي جنایتونه کړي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د برېتانیوي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د اعترافاتو په تړاو ویلي، چې د شلو کلونو په موده کې ټولو اشغالګرو په افغانستان کې بېلابېل جنګي جنایتونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د برېتانیوي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د دوی پر کړو جنګي جنایتونو اعترافات د افغانانو د هغو خبرو او راپورونو پخلی او تایید کوي، چې د شل کاله اشغال پر مهال د ملکي تلفاتو او جنګي جنایاتونو په اړه خپاره شوي وو.

ښاغلي فطرت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي: “دا یو واقعیت و، چې په افغانستان کې ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو بېلابېل جنګي جنایتونه کړي وو. تېر شل کاله د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو هره ورځ د افغانانو په وژلو او شکنجه کولو بوخت وو.”

د اسلامي امارت د مرستیال ویاند په وینا، د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو وروستي اعترافونه دا ثابتوي، چې په افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو له لوري شوي جنایتونه او وحشت تر هغه ډېر زیات دي، چې رسنیز شوي دي.

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانيو غړو څو کلنه چوپتیا ماته کړې او په افغانستان کې یې د اشغالګرو د پټو وحشتونو او جنایتونو حقایق روښانه کړي دي.

یادو سرتېرو ویلي، چې برېتانیوي ځواکونو به بې‌وسلې وګړي نیمه شپه په خوب کې وژل، بندیان او ان ماشومان به یې وژل او اعدامول.

د دوی په خبره، برېتانیوي سرتېرو ته د بندیانو وژل په یوه عادي چاره بدله شوې وه.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم له دې اعتراف وروسته د جرمونو له عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۳۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۷۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶۳ زره او۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۰۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۲۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۳۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۳۷۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۲ کورنیو سره ټولې  ۶۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي مرسته هم ورسره شوې دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۸‍ کورنیو سره ټولې ۶۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۱ تنه و، لوګر، غزني، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۴۹۳ کورنۍ او دوه زره او ۳۴۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۶۵ کورنۍ او یو زر او ۳۹۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۵۳۵ کورنۍ وېشل شوي سیمکارتونه:  ۶۹۸ عدده

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه د مور او ماشوم روغتیا برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر میکېل لوپۀ سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د راستنو شویو کډوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وشوې.

دوکتور محمدنعیم د یادې ټولنې بشردوستانه هڅې وستایلې او ویې ویل؛ د افغانستان اسلامي امارت روغتیايي سکټور ته ځانګړې پاملرنه لري، د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.

افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو مشر د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت د ښې همغږۍ او مرستې له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د مور او ماشوم روغتیا او د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړونې په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

غزه؛ طوفان الاقصی عملیاتو ته خبري پوښښ ورکوونکی خبریال شهید شو

د الجزیرې د راپور له مخې، د خان یونس ښار په «ناصر» روغتون د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې فلسطینی خبریال حسن اصلیح شهید شوی.

دا خبریال چې د ترور په ناکامه هڅه کې ټپی شوی و، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یاد روغتون د سوځېدنې په څانګه کې بستر و.

حسن اصلیح هغه خبریال و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې (طوفان الاقصی) عملیاتو ته یې خبري پوښښ ورکړی و.

د غزې د رسنیو مرکز ویلي، چې د حسن اصلیح په شهادت سره په غزه کې ۲۱۵ خبریالانو ژوند بایللی. یاد دفتر په سیسټمیاټیک ډول د فلسطیني خبریالانو ترور او په نښه کول په کلکو ټکو غندلي دي.

اسرائیلي یرغلګرو له څو ساعته ځنډ وروسته یو ځل بیا پر غزه تړانګه بریدونه پيل کړي.

د دې بریدونو له امله د غزې په ختیځه برخه کې لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

صهیونیستي یرغلګرو وروسته له هغه بیا بریدونه پيل کړل، چې حماس اسلامي غورځنګ امریکايي تابعیت لرونکی اسرائیلي عسکر ایډين الکساندر صهیونیستي رژیم ته وسپاره.

اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو تر څنګ غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې. په غزه کې نړیوالو مرستندویه بنسټونو اعلان کړی، چې د دې تړانګې ټول اوسېدونکي د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش له دې اعلان وروسته یو ځل بیا د غزې د کلابندۍ پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۸۶۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۹ زره او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.