ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 581

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د امام بخاري (رح) د زیارت لپاره د افغاني مرمرو هدیه اوزبیکستاني لوري ته وسپارله

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم په مشرۍ پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ.

دې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشیف او د سرخان دریا له والي اوغلبیک قاسیموپ سره د دې هېواد د سرخان دریا ولایت د نړیوال ګډ بازار په جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی.

په پیل کې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان ځانګړي استازي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ کلتوري، سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې لا ښې او پیاوړې شوې او دا د سیمي په کچه یو لوی بدلون دی.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې کوښښ کوي له افغانستان سره مثبتې اړیکي لا ټینګي، مسایلو ته ژر تر ژره د حل لاره پیدا، سوداګري، اقتصاد، ترانزیټ او نور پرمختګونه پر پوله زیات کړي او دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع خادم یادو مراسمو ته په وینا کې ویلي، چې اسلامي امارت د اوزبیکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د حسنه اړیکو او په متقابل درناوي ولاړ تعامل غوښتونکی دی.

همدارنګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هر اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر لاپراختیا ټینګار کړی دی.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره شوې، نو هیله ده چې اوزبیکستاني پانګوال د کرنې، روغتیا، کانونو، برېښنا او په نورو برخو کې پانګونه وکړي؛ موږ د اړینو اسانتیاوو او ملاتړ ډاډ ورکوو.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند او د افغانستان د مجاهد ولس له خوا په اوزبیکستان کې د امام بخاري صاحب رحمه الله د زیارت لپاره د افغاني مرمر ډبرو هدیه اوزبیکستاني لوري ته سپارلې ده.

د ښاغلي خادم په وینا، امام بخاري رح د مسلمة امت رهبر او مقتدا و. د دې ستر شخصیت سره د محبت او د ده د خدمتونو د درناوي په موخه د هرات د چیشت ولسوالۍ اړوند سیمي د کان دغه اعلی او باکیفیته مرمر چې ټولې ۴ زره متره مربع کېږي، هدیه کوو.

د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د اوزبیکستان او افغانستان خپلمنځي ښې دیني، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې ستایلې او ویلي یې دي، چې په همدې خاطر په ختيځه نړۍ کي بلخ او بخارا د نړۍ په کچه د علم او روښنایي په تاریخ کي ځلانده مشالونه یاد شوي او يادېږي.

نوموړي زیاته کړې، بلخ او بخارا تر اسلام وروسته د علمي درجو د لوړولو، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سننو، احادیثو او اقوالو په راټولولو کې د نړۍ په کچه معتمد او صحيح جوامع لري، لکه صحيح البخاري، صحيح ترمذي او نور.

د ښاغلي وفا په وینا، اوزبیکستان له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په برخه کې ښې اړیکې پاللې او له عام ولس سره یې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه د مرستو زمینه برابره کړې ده.

د بلخ والي ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته اوزبیکستان خپلې ډيپلوماټيکي اړیکي لوړې کچې ته رسولې او په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخه کي یې هم خپلي مخلصانه همکارۍ جاري ساتلي، چې موږ د افغانستان د اسلامي امارت د بلخ ولایت په استازیتوب مننه ورڅخه کوو.

کابل کې د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار له څلورو زونونو د ۲۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وینا، دا سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي.

یاد ریاست زیاتوي؛ دغه سیالۍ به په ۱۳ بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې ۲۶ غوره ورزشکاران به د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دې سیالیو موخه د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې جوړول دي، چې یاده لوبډله به د سوک وهنې ملي لوبډلې ټاکنیزو سیالیو ته هم ولوبیږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په افغانستان کې د یونیسف ادارې له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له استازي ډاکټر تاج‌الدین اویلا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي مطیع‌الحق خالص ویلي:”افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پایلو سره مخ دی. د وچکالۍ دوام، بې وخته سیلابونه، د طبیعي منابعو ويجاړی او د هوا ککړتیا نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي، بلکې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده‌کړې هم له خطر سره مخ کوي.”

دغه‌راز نوموړي د افغانستان د ملي ونډې سند (NDC-2) د چمتو کولو په برخه کې د یونیسف له تخنیکي همکارۍ مننه کړې او د COP-30 اقلیمي کنفرانس لپاره د لار نقشې جوړول، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د اوږدمهالو او لنډمهالو کورسونو تنظیم، د هوا او اوبو د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي خواصو تحلیل، او د NDC-3 د چمتووالي په برخو کې د یادي ادارې د مرستي او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

همدارنګه د افغانستان لپاره د سازګارۍ نړیوال صندوق (Adaptation Fund) له ځانګړې شوې بودجې او فرصتونو د ګټې اخیستنې په اړه هم بحث شوي، چې یونیسف به له دې صندوق څخه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پروپوزل ترتیب او وړاندې کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د اقلیم بدلون پر وړاندې د “واش” سکتور د انعطاف‌پذیرۍ سند(WASH)) یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې دا سند به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یونیسف په ګډو هڅو ډېر ژر نهایی شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې سند په پلي کېدو سره به پر یاد سکتور د اقلیمي بدلون منفي اغېزې راکمې شي.

د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویلا ویلي، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې د ماشومانو پر رواني، فزیکي او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کوي.

 نوموړي زیاته کړې: “موږ ګورو چې ماشومان د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي، ښوونځي پرېږدي، او د خوارځواکۍ، ناروغیو او بې‌وزلۍ له ګواښونو سره مخ دي. له همدې امله باید له اړوندو ادارو سره همغږي او ګډ اقدامات ترسره شي.”

د یادونې وړ ده، چې دا لیدنه د یوې مهمې همکارۍ د پیل ټکی وبلل شوه، چې له مخې به یې د دواړو ادارو تخنیکي ټیمونه جوړ شي، ترڅو د چاپېریال ساتنې ملي اداره او یونیسف د اقلیم بدلون د اغېزو پر وړاندې ګډې هڅې وکړي او د ماشومانو لپاره سالم چاپېریال برابر کړي.

د ټولګټو وزیر او په کابل کې د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د تورغونډۍ بندر د عملي کار پر پيلېدو خبرې شوې

 د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوريو د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيلېدو، د نويو تاسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو هنګرونو جوړولو، د مزارشريف-هرات او هرات-کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين، د يادو پروژو د رغولو، له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په تړاو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د ټولګټو وزیر په کابل کې د ترکمنستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.

ملا محمدعیسی ثاني زیاته کړه؛ دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنيو پانګوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او کولی شي په دغه برخه کې  پانګونه وکړي.

په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ او د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير يې د افغانستان يو اقتصادي، سوداګریز او ټرانزيټي مسير وباله، چې د افغانستان د لارجورد لارې په نوم هم پېژندل کيږي.

د اذربایجان له سفیر سره د ترانسپورټ وزیر لیدنه؛ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوي

ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کېدو، د لاجوردو لارې ارزښت او د دې دهلېز له لارې د انتقالاتو په اړه خبرې کړې دي.

ملا حمیدالله اخوندزاده ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان له لارې ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو ته د اذربایجان د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره شوې، او دغه هېواد کولای شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

د افغان کډوالو کړکیچ ته د اسلامي امارت تدبیرونه

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري اېستلو او بېرته راستنېدلو شدت موندلی دی. زرګونه افغان کورنۍ، چې په تېرو لسیزو کې یې د جګړې، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله په ځانګړي توګه پاکستان او ایران ته کډوالې شوې وې، اوس بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.

 د افغان کډوالو دا پراخه راستنېدنه، دقیق او ښه پلان جوړونې او مدبرانه اقداماتو ته اړتیا لري؛ ترڅو له دې لارې د دوی لومړنۍ او بنسټیزې اړتیاوو او ستونزو ته رسېدنه وشي.

د رسمي راپورونو او نړیوالو سرچینو پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه په لویه پیمانه د افغان کډوالو راستنېدو او د هغوی د استوګنې، معیشت، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو ته په کتو، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د دې موضوع د حساسیت او اهمیت په درک کولو سره، په یوه مدبرانه او تاریخي اقدام کې، د ۲۳/۳/۱۴۴۵ هجري قمري کال د (۱۷۵) ګڼې حکم پر بنسټ، د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون رامنځته کړ.

دا اقدام د کډوالو د راستنېدو د لویې څپې له امله رامنځته شوي بشري ناورین ته د ځواب ویلو او په ملي کچه د ښې همغږۍ رامنځته کولو لپاره تر سره شو.

د دې ترڅنګ، یاد کمېسیون په ځانګړي توګه، د دغه بهیر د سالم مدیریت، د لومړنیو او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره جوړ شوی دی.

د همدې حکم پر بنسټ، د یاد کمېسیون په جوړښت کې ۱۲ کاري کمېټې هم رامنځته شوې.

دغه کمېټې په بېلابېلو برخو لکه؛ د کډوالو د ثبت د مرکزونو جوړولو، د دولتي ادارو او مرستندویه سازمانونو ترمنځ د همغږۍ کچې زیاتولو، د مالي او تخنیکي مرستو جلبولو، د لومړنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، د خوړو او معیشتي مرستو وېش، تعلیم ته لاسرسي، د حقوقي ستونزو حلولو، د لنډمهاله مېشتېدنې او د کډوالو د ښارګوټو لپاره د ځمکو د تخصیص برخه کې ورسپارل شوي مسولیتونه ترسره کوي.

د یاد کمېسیون له فعالیت راهیسې، د بېلابېلو ادارو مسولینو د دغه زیان منونکي قشر د ملاتړ او د دوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره مهم اقدامات ترسره کړي دي.

دغه کمېسیون د بې شمېره ګټورو اقداماتو د ترسره کولو ترڅنګ، د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول، یو له نورو مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.

دغه ښارګوټي د بېرته راستنېدونکو کډوالو د استوګنې او د دوی د ژوند لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو په موخه جوړېږي.

د مسولینو په خبره، دا اقدام د دولت د بشري مرستو د سیاستونو برخه ده، چې د هېواد د بیارغونې او د بېرته راستنېدونکو کډوالو ملاتړ لپاره ترسره کیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد د ۲۵ ولایتونو لپاره د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو لپاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.

دغه ښارګوټي په ځانګړي توګه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي او خوندي استوګنې، د داوطلبانه راستنېدو پروسې د اسانه کولو، هېواد ته د کډوالو د راتګ وروسته د دوی د سرګردانۍ د مخنیوي، انساني کرامت، سلامت او امنیت د خوندي کولو، او د ښارګوټو د زېربناوو د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلبولو په موخه جوړېږي.

تر دې مهاله په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه؛ په ننګرهار، خوست، کندهار، نيمروز، هرات، فارياب، پکتيا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.

دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.

د دې ښارګوټو د تفصیلي پلان له مخې، استوګنیز ځایونه، لومړني او منځني ښوونځي، کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو، برېښنا او فاضلاب سیستمونه، جوماتونه، د ټولنیزو غونډو لپاره ځانګړي ځایونه، او همدارنګه د کرنې او کوچنیو کورنیو کسبونو لپاره ځمکې په پام کې نیول شوي دي.

د دغو ښارګوټو د جوړولو په بهیر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او دولتي ادارو سربېره، یو شمېر نړیوالې موسسې لکه؛ په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR)او سره صلیب هم څه ناڅه ونډه لري.

همداراز، ځینې بشردوستانه مرستې د دوستو او مسلمانو هېوادونو له لوري هم ورکړل شوي دي، چې د دې پروژو د بودیجې او اړینو امکاناتو یو برخه برابروي.

د افغان کډوالو دا پراخه راستنېدنه، سربېره پردې، چې د استوګنې، معیشت او خدماتو په برخه کې ګڼې ننګونې له ځان سره لري، د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي ودې او بیارغونې لپاره یو مهم فرصت هم ګڼل کېږي.

د کمېسیون وروستي اقدامات په ځانګړي توګه د کډوالو د ښارګوټو جوړونه، نه یوازې راستنېدونکو کډوالو ته د باثباته او باعزته شرایطو د برابرولو، بلکې د دغې مهمې لړۍ د سالم مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت د جدي او ریښتیني عزم ښکارندویي کوي.

د دې لړۍ بریا په دې پورې تړلې ده، چې کورنۍ او بهرنۍ مرستې دوامداره او باثباته پاتې او موثره څارنه یې وشي.

همدارنګه، د نړیوالې ټولنې فعاله برخه اخیستنه یقیني شي، ترڅو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې بهیر نه یوازې د ټولنې پر اوږو بار ونه ګرځي، بلکې د ملي پرمختګ، ودې، هوساینې او یووالي لامل شي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د ملي پراختیا شرکت لاسته‌راوړنې!

ملي پراختیا شرکت د امارتي شرکتونو لوی ریاست په اډانه کې له شته سرچینو په ګټې اخیستنې په معیاري توګه او کم لګښت د پروژو چارې مخته وړي، تر څو هېواد تلپاتې وده وکړي او د پراختیايي کړنلارې پلي کېدل چټک شي.

دغه‌راز دا شرکت په کاري فرصتونو کې د زیاتوالي راوستلو پر بنسټ د اوږدمهاله پلانونو په پلي کولو سره په غربت او فساد کې کمښت رامنځته کوي.

ملي پراختیا شرکت د هېواد په اقتصادي وده کې رغنده ونډه لري او د افغانستان پر ځان بسیا کولو کې یې کوټلي او عملي ګامونه اخیستي دي.

دې شرکت د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد د ابادۍ په برخه کې د ګڼو سترو پروژو چارې پیل کړې، چې ځینې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د ملي پراختیا شرکت سترې پروژې:

۱- د قوش‌تيپې ستر او ملي کانال، چې د لومړي فاز چارې یې بشپړې شوې، د دویم یې ۸۷ سلنه پرمخ تللې او ژر به یې د درېیم فاز چارې هم پیل شي.

۲- د تخار د نمک اب کانال چارې بشپړې شوې دي.

۳- د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو چارې بشپړې شوې دي.

۴- د زابل د تورې بند چارې بشپړې شوې دي.

۵- د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونو د استخراج چارې روانې دي او په دې ولسوالۍ کې ۲۰۰ کیلو متره خام سړکونه جوړ شوي.

۶- په کابل ښار کې د درېیو استوګنیزو ښارګوټو چارې روانې دي.

۷- په کابل ښار کې د افغان ملي ماڼۍ چارې روانې دي.

۸- د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر لپاره په ۷ زره متره مربع مساحت کې د ودانۍ جوړولو چارې روانې دي.

۹- ملي پراختیا شرکت د فلزي عناصرو او ودانیزو توکو د تولید فابریکې جوړې کړې دي.

۱۰- په روزګان کې د اغاجان بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې دي.