ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 580

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له یو شمېر متقاعدو جنرالانو سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د هېواد له یو شمېر متقاعدو جنرالانو سره چې مشري یې جنرال شعور ګل پشتون کوله لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو جنرالانو د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړی او دا یې د خلکو د امنیت، رفاه او د سیمې د ثبات لپاره یو متحد او ژمن حکومت بللی دی.

دوی د اسلامي امارت د حکومتدارۍ له بهیر څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اوس مهال د هېواد د صنعت په برخه کې فعالیت کوي او چمتو دي د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ لا زیاته پانګونه وکړي.

ښاغلي زاهد د هېواد د متقاعدو جنرالانو تود هرکلی کړی او ورسره یې د هر راز مرستې ژمنه کړې.

دغه‌راز نوموړي له اسلامي امارت څخه د دوی ملاتړ ستایلی او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت به د تجربه لرونکو کسانو له تجربو پوره ګټه واخلي.

د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی کازان نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته روان شو

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی نن د روان۱۴۰۴ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۴مه نېټه په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته روان شو.

 ټاکل شوې، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ به یاد پلاوی په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ رتبه چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري.

ټرمپ له احمد الشرع سره په عربستان کې لیدنه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (چهارشنبه، د ثور ۲۴مه) د سوریې د انتقالي دورې له ولسمشر احمد الشرع سره په سعودي عربستان کې لیدنه کوي.

په ورستیو ۲۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ دا لومړی لیدنه ګڼل کېږي.

ټرمپ پرون سې‌شنبه منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې لومړی سعودي عربستان ته ولاړ او له شهزاده محمد بن سلمان سره یې لیدنه وکړه.

د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان د وليعهد په غوښتنه پر سوریه لګول شوي بندیزونه هم لېرې کړل.

ټرمپ ویلي، چې د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به هم په دې اونۍ کې لیدنه وکړي.

د امریکا دولت تازه هغه ۱۰ میلیون ډالري جایزه هم لغوه کړې، چې د احمد الشرع په نیولو یې ټاکلې وه.

ټرمپ منځني ختیځ ته له سفر څخه وړاندې ویلي وو، چې امریکا په سوریه د لګول شویو بندیزونو او د اړیکو پر پراختیا غور کوي.

ټاکل شوې چې نن به د امریکا ولسمشر په عربستان کې د سوریې د انتقالي دولت له مشر سره تر لیدنې وروسته قطر ته سفر وکړي.

مولوي عبدالکبیر: کډوالو ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د نورستان له والي قاري زین العابدین عابد او د خوست د پوهنې له رییس مولوي فیض‌الله جمال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د نورستان والي قاري زین‌العابدین عابد، د کډوالو د وضعیت او د هغوی د وړاندیزونو په اړه مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په یاد ولایت کې کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له اړوندو حکومتي او مرستندویه ادارو سره همغږي رامنځته شوې ده.

ښاغلي عابد د نورستان د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې علمای کرام او ولسونه د اسلامي امارت له لوري د دوی د ستونزو د حل له امله خوښ دي.
دغه راز مولوي فیض الله جمال په خوست ولایت کې کډوالو ته د زده کړو د چمتو کولو پر څرنګوالي خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د کډوالو لپاره په ښوونځيو او مدارسو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

 نوموړي زیاته کړې، له نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې دي، څو کډوالو ته د زده کړو په برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، اسلامي نظام او ولس ته د خدمت په برخه کې د امارتي چارواکو او مسوولینو د هڅو په ستایلو سره ویلي، افغانانو د څو لسیزو جګړو او یرغلونو له امله ګڼې ناخوالې لیدلې دي او اسلامي امارت د ولس د هوسا ژوند لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د دوی پر وړاندیزونو او غوښتنو به اړین غور وشي.

سعودي عربستان په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان پرون له امریکا سره د اقتصادي ګډون ستراتیژيک تړون له لاسلیک وروسته ویلي، چې هېواد یې غواړي په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې د دې پانګونې کچه به تر یو تریلیون ډالرو رسوي.

د سعودي عربستان ولیعهد پرون سې‌شنبه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي ګډون ستراتيژیک تړون هم لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ په دفاعي، امنیتي، فضایي، کانونو، ټکنالوژۍ او روغتیایي برخو کې وکړې او تړونونه شوي دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ښاري طرحو اړوند د معلوماتو خپرولو په اړه فرمان صادر کړ

د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو د خپرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

فرمان

د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو په پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په چارو کې د روڼتیا د ټینګښت په موخه لاندي مراتب منظوروم:

لومړۍ ماده:

د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفې دي، چې د برېښنايي او چاپي رسنیو، د مساجدو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لارې د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند لازم معلومات او تفصیلات وخت پر وخت خپاره او د غوښتني پر مهال یې خلکو ته ورکړي.

دویمه ماده:

هغه سیمې چې په ښاري ساحو کې داخلې شوې دي او تفصیلي طرحه (پلان) نه وي ورته جوړه شوې، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې ذکر شوې ادارې مکلفې دي، چې تفصیلي طرحې (پلانونه) دې ورته جوړ او خپاره کړي.

درېيمه ماده:

د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي، چې د دې فرمان له تطبیق څخه په دوامداره توګه نظارت وکړي.

څلورمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة ﷲاخندزاده

د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده ‌کړو کمیسیون ناسته وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د دې وزارت وزیر شیخ‌ ندا محمد ندیم په مشرۍ د خصوصي لوړو زده کړو کمیسیون ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ‌ ندا محمد ندیم ویلي، د تحصیلي کیفیت او معیارونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د خصوصي پوهنتونونو پرمختګ ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړې، خصوصي تحصیلي نهادونه د هېواد تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې مهم رول لري. 

همدارنګه د اجنډا له مخې، د کمیسیون د غړو له لوري د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا عالي مقام د ۱۴۴۶/۴/۲هـ.ق نېټې د ۱۵۹۰ شمېرې حکم پر بنسټ، د یو شمېر خصوصي تحصیلي نهادونو له خوا د پوهنځیو او څانګو د نوي ایجاد او تعدیل غوښتنو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

دغه‌راز په یاده ناسته کې یو شمېر موضوعات له تایید وروسته، د ورستۍ پرېکړې لپاره عالي شورا ته ولېږدول شول.

بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني امنیت وزارت وروستۍ څرګندونې د حقایقو درک بللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرینو چارو وزارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام او د شته حقایقو درک بللی، چې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپېریال ښه والی تاییدوي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: “دا د اسلامي امارت له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاسته‌راوړنو په هکله یو څرګند اعتراف دی.”

بهرنیو چارو وزارت افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې هر افغان د ازاد تګ راتګ حق لري.

دغه‌راز له متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره یې د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه، چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کیدو شرایط نه پوره کوي، د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د داسې دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو پر اهمیت ټینګار شوی، چې له منل شویو معیارونو سره سم د پېچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب ووایي او د راستنېدونکو اتباعو عزت او حقوق تضمین کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور افغان کډوال د لنډ مهالي خوندیتوب وضعیت (ټي پي اېس) شرایط نه پوره کوي.

یاد وزارت ویلي، چې ټي پي اېس به د ۲۰۲۵ د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي او د جولای په ۱۲مه به په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه مشورتي ناسته وشوه

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د ګډون کوونکي پلاوي مشورتي ناسته، تېره ورځ (سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي ۲۳مه نېټه) په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مسولینو د یاد سفر په اړه له پلاوي سره اړین معلومات شریک کړل، او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري ورته اړینې سپارښتنې هم وشوې.
ټاکل شوې چې نن (چهارشنبه) د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر د اوزبیکستان د انرژۍ له وزیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي د اوزبیکستان د انرژۍ له وزیر جورابیک میرزا محمدوف سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د ښاغلي منصور په مشرۍ یوه پلاوي د اوزبیکستان د انرژۍ اونۍ په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه دې هېواد ته سفر کړی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ د انرژۍ سکټور په برخه کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکاریو او د دوامداره اړیکو په پیاوړتیا مفصل بحث او خبرې کړې دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې انرژي نه یوازې د هېوادونو اقتصادي بنسټ دی، بلکې د سیمه‌ییز ثبات، پرمختګ او متقابل تفاهم لپاره یو ستراتيژیک عنصر هم بلل کیږي.

ملا عبداللطیف منصور د اسلامي امارت هغه لیدلوری وړاندې کړی، چې له مخې یې افغانستان غواړي د انرژۍ په برخه کې همکارۍ پراخې کړي او له خپلو طبیعي سرچینو څخه سالمه ګټه واخلي.

دا لیدنه، چې د تفاهم او صمیمیت په فضا کې شوې، د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ به د انرژۍ په برخه کې د همکاریو نوی فصل ثابت شي او دواړه هېوادونه به اوږد مهاله ګټه ترې واخلي. دغه‌راز د سیمې او نورو هېوادونو لپاره به هم د همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ثابته شي.