د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کازان ته ورسېد
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته ورسېد.
د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ته د تاتارستان جمهوریت د رهبر مرستیال له لوري تود هرکلی وشو.
مولوي غلام حیدر شهامت د کازان په نړیواله ناسته کې ګډون او وینا وکړه
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې په کازان ښار کې د “روسیه-اسلامي نړۍ” په نړیواله ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو سکټور د لاسته راوړنو په تړاو خبرې کړې او ویلي یې دي: “افغانستان د بیارغونې، دوامداره پرمختګ او ټولنیز عدالت په لور قوي ګامونه پورته کړي دي.”
مولوي غلام حیدر شهامت زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره دوه اړین او کلیدي ریاستونه او په ټول هېواد کې له ۶۰۰ ډیر حرفوي مرکزونه جوړ شوي.
د ښاغلي شهامت په وینا، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه ځوانان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس د PLC او CNC څانګو د جوړولو په اړه هم توضیحات وړاندې کړي او ویلي یې دي، په افغانستان کې د نوښتګرو او مبتکر کسانو د ملاتړ لپاره د نوښت مرکز جوړ شوی، چې په یاد مرکز کې خلاق او نوښتګر کسان خپلې پروژې پلي، عملي او صنعتي کوي.
نوموړي له ګډونوالو غوښتي، تر څو د استادانو د روزنې په برخه کې ګډ روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
مولوي شهامت همداراز د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له سکټور سره د تعلیمي نصاب د پراختیا، د ګډو نوښت مرکزونو د جوړولو، د لابراتوارونو د تجهیز او د حلالو صنایعو د پراختیا او ودې په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په پای کې یې ګډونوالو ته روښانه کړې، چې اوسمهال افغانستان د ملګرتیا او شراکت په یو عزتمن مقام کې ځای لري او تخنیکي او مسلکي زده کړې د ایمان، پوهې، اقتصاد او خلکو ته د خدمت کولو تر منځ ارتباطي پل دی.”
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۳۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۸۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۴ کورنیو سره ټولې ۱یو میلیون او۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۳۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۴ کورنیو سره ټولې ۱ یو میلیون او ۲۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۸۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا رازیو زر او ۱۲۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۲۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له انګور اډې څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې پینځه زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۹۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي مرسته هم ورسره شوې ده.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۲۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷۰ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۶۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال : ۸۱۲ کورنۍ او درې زره او ۷۲۶ وګړي
لېږدول شوي کډوال : درې کورنۍ او اته وګړي
مرسته شوي کډوال : ۸۰۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۶۷ عدده
ملا عبداللطیف منصور د اوزبېکستان د اوبو له وزیر سره لیدنه کړې
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور اوزبېکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې، دواړو لوریو د امو سیند څنډو ټینګښت، د اوبو مدیریت، د طبیعي سرچینو په ګډې کارونې او پر ساحوي همغږۍ خبرې کړي.
همدارنګه د دې لیدنې پرمهال ژمنه شوې، چې د اوبو له زېرمو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره به د اوبو برخه کې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونو ته د همکارۍ زمینه برابروي.
د غور علماوو او مشرانو د امنیت تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې د ځايي مسولینو هڅې ستایلې
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د غور له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې علماوو او مشرانو د غور د ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د سیمهییزو مسولینو په هڅو خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د غور خلک په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له مسولینو سره همکاري لري.
هغوی په یاد ولایت کې د سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې د اسلامي امارت له رهبري او مسولینو غوښتي، چې د غور په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو جوړولو، د نښلوونکو لارو رغولو او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د غور ولایت له علماوو او مشرانو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې د امنیت تامین او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به خپل وس وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په تړاو ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو پاملرنه ورته وکړي.
ټرمپ له احمد الشرع سره لیدنه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د انتقالي دورې له ولسمشر احمد الشرع سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې لیدنه کړې.
ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغه له احمد الشرع سره لیدنه کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر سوریه د بندیزونو لېرې کولو اعلان وکړ.
د امریکا ولسمشر چې منځني ختیځ ته یې سفر کړی، پرون سېشنبه سعودي عربستان ته ورسېد او له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې لیدنه وکړه.
د نوموړي د سفر په لومړۍ ورځ امریکا او سعودي عربستان د ۱۴۲ میلیونه ډالرو دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم اعلان کړی، چې هېواد یې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي.
منځني ختیځ ته د ټرمپ د سفر موخه د پانګونې را جلبول ښودل شوي دي.
سربېره پر دې د فارس خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د مشرانو ناسته د ډونالد ټرمپ په ګډون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې شوې.
ټرمپ یادې ناستې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
له بلې خوا د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي، چې د خلیج فارس د همکارۍ شورا هېوادونه له امریکا سره پر اقتصادي ګډون ټینګار کوي.
د امریکا ولسمشر له دې ناستې وروسته قطر ته سفر کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي تاجکستان ته سفر وکړ
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه جوړې شوې ناستې کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړ.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه جوړه شوې ناسته د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او د بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو په ګډون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړه شوې ده، چې د دې پروژې په اړه به هر اړخیزې خبرې پکې وشي.
کاسا ۱۰۰۰ ، له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد تر ټولو ستره د ګډو اقتصادي ګټو پروژه ده، چې د افغانستان له لارې تېریږي.
په دې ناسته کې به د پروژې چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل لارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.
همدارنګه د ناستې پای کې به ګډونوال په تېره د کاسا غړو هېوادونو استازي په سنګتوده سیمه کې له کنورټر سټیشن څخه لېدنه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت ژمن دی چی د نړیوال بانک په مالي ملاتړ دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري، تر څو د کاسا غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.
معلولو مجاهدینو ته د فني، حرفوي او مدیریتي زدهکړو زمینه برابرېږي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظةالله د حکم پر اساس د دې وزارت په مشرۍ ملي دفاع وزارت او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ته دنده سپارل شوې، تر څو معلول مجاهدین تثبیت او تشخیص کړي.
د یاد حکم له مخې، ټاکل شوې چې معلولو مجاهدینو ته د هر ولایت په کچه د فني، حرفوي، ادارې او مدیریت په برخه کې د کار زمینه برابره کړي، تر څو د مسلکي کاریګر په توګه د کار په بازار کې خپل خدمات وړاندې کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې په دې ډګر کې به ډېر ژر عملي فعالیت پيل شي.
غزه، د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان شهیدان شوي.
په غزه کې هره ورځ د لسګونه فلسطینیانو پر قرباني کېدو سربېره اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشتونو او بریدونو ته لا هم دوام ورکړی.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۹۰۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۹ زره او ۷۲۰ نور ټپیان شوي دي.








