ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 578

مولوي محمد یعقوب مجاهد: د ولس د امنیت ساتنه، د مسولینو شرعي او ملي وجیبه ده

د امنيتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه د ياد کمېسيون مسول او د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د اکثره غړو په ګډون شوې.

په دې غونډه کې، د هېواد په عمومي امنيتي وضعيت او پر شته امنیتي پرمختګونو خبرې شوې دي.

همداراز، په دې غونډه کې د ولایتونو له لوري استول شوي وړاندیزونه او راپورونه مطرح شوي، د تشکیلونو د اصلاح پر اړتیا ټینګار شوی او په دې اړه اړینې لارښوونې ورکړل شوې دي.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په دې غونډه کې ویلي، چې د نظام ثبات او د ولس د امنیت ساتنه، د ټولو مسولینو شرعي او ملي وجیبه ده.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې مسولین باید په اخلاص او تدبیر خپلې دندې تر سره کړي.

جوزجان کې د پوهنې ریاست اړوند پینځه رغنیزې پروژې بشپړې شوې

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا جوزجان ته د سفر په ترڅ کې د شبرغان ښار اسلام جوی کلي کې د یوه ښوونځي پرانېسته وکړه.

د جوزجان د پوهنې ریاست مسولین وایي، چې په دې ولایت کې د همکارې موسسې په مالي همکارې د پوهنې برخه کې پینځه مهمې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

مسولین زیاتوي، یادې پروژې د شبرغان ښار او د دې ښار په اسلام جوی کلي او اقچې ولسوالۍ کې پلې او بشپړې شوې دي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي د جوزجان پوهنې ریاست او همکارې موسسې له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ورته بنسټیزو پروژو د دوام غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته بېلابېلو برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو زر تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۱ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۴۴زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۱ تنه و، کندهار، هلمند، فر اه، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۵۷۹ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۸۵۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۸۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۴۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۱ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۲۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵۹ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۶۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۱ تنه و، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، بدخشان، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۹۷ کورنۍ او درې زره او ۹۹۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۱۴ کورنۍ او یو زر او ۵۹۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۴۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۵۷۸ عدده

امریکا او قطر د دفاعي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا تړونونه لاسلیک کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوحه کې د یوې ناستې پر مهال د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي او سوداګریز اړیکو د پیاوړتیا تړونونه لاسلیک کړي دي.

ټرمپ ویلي، چې د قطر ایر ویز هوایي شرکت د امریکا د الوتکو له تولیدي شرکت بوینګ سره د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د الوتکو د پېرلو تړون هم لاسلیک کړی دی.

په دې تړون کې د ۱۶۰ الوتکو د پېرلو هوکړه شوې، چې لګښت یې له ۲۰۰ میلیارده ډالرو زیات دی او دا د بوینګ شرکت په تاریخ کې تر ټولو ستر تړون ګڼل شوی دی.

د قطر امیر ویلي، چې د دې تړونونو له لاسلیک وروسته دواړه هېوادونه د اړیکو بل پړاو ته داخلیږي.

ورته مهال ټرامپ هم د قطر له امیر سره د روسیې او اوکراین د جګړې او د ایران او سوداګریزو اړیکو په تړاو خبرې ‌اترې “په زړه ‌پورې” بللې دي.

ډونالډ ټرمپ: غواړم د ایران پرمختګ ووینم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر د امیر په کوربه‌توب د یوې رسمي ماښامنۍ پر مهال له ایران سره د امریکا د اړیکو په تړاو څرګندونې کړې دي.

ټرمپ ویلي، چې د حکومت چلند يې له تهران سره د کړکېچونو د سوله‌ییز حل پر بنسټ ولاړ دی او غواړي د ایران پرمختګ وویني.

دغه راز نوموړي د کړکېچونو په کمولو کې د قطر د چارواکو هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد له امریکا سره د ایران د اټومي هوکړې په برخه کې همکاري کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې قطر ته رسېدلی او د دې هېواد له مشرانو سره یې لیدنې کړې دي.

ټرمپ پرون چهارشنبه په سعودي عربستان کې د سوریې د لنډمهاله دورې له ولسمشر احمدالشرع سره هم لیدنه وکړه او د خلیج د همکاریو شورا په ناسته کې یې وینا وکړه.

وروسته یې دوحې ته سفر وکړ او د قطر له امیر تمیم بن حماد ال ثاني سره یې په لیدنه کې یو شمېر هوکړې هم لاسلیک کړې.

BRAC نړیواله موسسه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د همکارۍ نوی فصل پیلوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د BRAC نړیوالې موسسې د پروګرامونو له عمومي مشر مدحوان اتي او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چاپېریال د خوندیتوب، د طبیعي سرچینو د مدیریت او د دوامدارو پراختیایي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د BRAC موسسې د ټولنیزو، اقتصادي او تعلیمي خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مهم او اغیزناک پروګرامونه پلي کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د اړتیا له مخې باید دا موسسه د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم خپلې هڅې پراخې کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس څرګنده کړې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له جدي خطر سره مخ او زیانمن شوی هېواد دی.

ښاغلي خالص یادونه کړې، چې موږ له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره کار کوو، څو د افغانستان زیانمنتیا نړیوالو ته ورسول شي او د مالي مرستو د جذب زمینه برابره کړو.

مولوي مطیع‌الحق خالص د BRAC موسسې له مسولینو غوښتنه کړې، چې د چاپېریال خوندیتوب او اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په موخه د ځنګلونو بیا احیا، نیالګیو کېنولو، د بندونو او کانالونو جوړولو، زراعتي پراختیا او پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې بنسټیزې او اوږد مهاله پروژې طرحه او عملي کړي.

د BRAC موسسې د پروګرامونو مشر ډاډ ورکړی، دوی چمتو دي چې له چاپېریال ساتنې ادارې سره د همکارۍ نوی فصل پیل کړي.

مدحوان اتي وړاندیز کړی؛ چې د ګډو پروژو، د عامه پوهاوي کمپاینونو، د ونو کېنولو، د اوبو سرچینو د خوندیتوب او د ککړتیاوو د مدیریت په برخو کې نوښتیز پروګرامونه پلي کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې ژر تر ژره تخنیکي ټیمونه یو ګډ کاري پلان جوړ کړي، څو د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې اړوند پروژې د BRAC موسسې له لارې د ټولنې زیانمنو قشرونو ته ورسول شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د دوامدارې همکارۍ هیله ښودلې او ژمنه یې کړې، چې د BRAC موسسې فعالیتونو د بریالیتوب لپاره به ټول حقوقي او تخنیکي ملاتړ برابر کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر کندوز ته د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه سفر کړی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د کندوز ته تللی او هلته یې د یو شمیر ادارو له لوړ پوړو مسولینو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او د ستونزو د حل په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کندوز والي ملا محمد خان دعوت، امنیه قوماندان، د علماو شورا او ګڼو نورو مسولینو ګډون درلود.

ملا محمد خان دعوت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر مننه کړې او ویلي یې دي، چې اوس مهال تر ډېره بریده په یاد ولایت کې مخابراتي ستونزې حل او د وزارت له لوري په منظور شویو مخابراتي سایټونو کار روان دی.

دغه‌راز نوموړي له اړوندو مسولینو غوښتنه کړې، چې د کندوز ولایت هغو سیمو ته، چې لا هم د مخابراتي ستونزو له امله له خدمتونو بې‌برخې دي، ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ولایتي مسولینوستونزې اورېدلي او د مخابراتي شرکتونو استازو ته یې سپارښتنه کړې، چې د درېیو میاشتو په موده کې، د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو هغه سیمې چې د اړوندو مسولینو لخوا اړینې ګڼل شوي، لږ تر لږه ۳۴ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

دا هڅه د لرې پرتو سیمو د مخابراتي اړیکو د ټینګښت او خلکو ته د ژوند د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه یو ارزښتناک ګام دی، چې له امله به یې د کندوز ولایت ډېری مخابراتي ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت نورو ولسوالیو لرې پرتو سیمو لپاره، مخکې ۱۴ نور مخابراتي سایټونه د ټي ډي ایف بودیجې له لارې منظور شوي وو، چې اوس مهال د دغو مخابراتي انټنونو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.

ایران د ټرمپ وروستۍ څرګندونې تفرقه اچوونکې بللې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هېواد په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې تفرقه اچوونکې او ګمراه کوونکې بللې او غندلي یې دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: “د حقیقت دغه ډول تحریف په غزه کې د نسل وژنې او لبنان، سوریه او یمن کې د صهیونیستي رژیم د نورو جنایتونو د پټولو لپاره کېږي.”

د ایران د اسلامي شورا د مجلس مشر محمد باقر قالیباف هم د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په نظر یې ټرمپ په بې‌ځایه اندېښنه کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران جګړه پال نه دی، خو د زور پر وړاندې سر نه ټیټوي او دا مو ثابته کړې هم ده.

ښاغلي قالیباف ټینګار کړی، چې موږ له خپلو ګاونډیانو سره وروري کوو او د امریکا له لوري د اختلاف له رامنځته کولو سره خلاف یو. زموږ د سیمې امنیت به د همدې سیمې د هېوادونو په همکارۍ د نورو هېوادونو له لاسوهنې پرته تامینېږي.

ملا عبداللطیف منصور اوزبیکستان کې له مېشتو افغان پانګوالو سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان په تاشکند ښار کې د افغانستان سفارت ته تللی او د افغان سفیر شيخ عبدالغفار بحر، د سفارت مسولینو او له یو شمېر افغان پانګه‌والو سره یې لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور د پانګه‌والو وړاندیزونه اورېدلي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د پانګونې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

همدارنګه، نوموړي افغان سوداګر هڅولي، چې د هېواد د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي منصور ویلي، اوس مهال افغانستان کې د امنیت له برکته پانګوالو ته یو ښه فرصت برابر شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر ټینګار کړی، چې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او پانګه‌وال دې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.