ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 588

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له اسلامي امارت څخه د چین له دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

د چین استازي یادونه وکړه، چې هېواد به یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به خپله ونډه نه سپموي.

 همداراز، یو شیایو یونګ د روانې میلادي میاشتې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر لخوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزير ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د افغان لوري لخوا ومنل شوه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بدخشان له مرستیال والي سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان له مرستیال والي قاري محمد امین طیب سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې قاري محمد امین طیب د بدخشان د خلکو ژوند، اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت او د مسولینو د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین تل د خپلو خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي، چې ولسونو ته ډاډمن امنیت تامین او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د بدخشان مرستیال والي د نښلوونکو لارو، انکشافي چارو او کارموندنې په برخو کې د بدخشان د خلکو غوښتنې شریکې کړې او په دې تړاو یې د اسلامي امارت د اړوند مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان مرستیال والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د امنیت ټینګښت او خلکو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسولین باید په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا ادراي مرستیال د قاري محمد امین طیب له لوري مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولین به په دې اړه د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اړین اقدامات وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې له رییس او غړو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې له رییس، د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف او د یادې کمېټې له غړو سره ناسته وکړه.

دا غونډه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې د شویو چارو ارزونې او د دوی د کارونو لا زیات موثریت په موخه جوړه شوې وه.

مولوي عبدالسلام حنفي د یادې کمېټې فعالیتونه او کړنې ستایلې دي.

په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدنې او غوره خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د مرستو د جلب او جذب بهیر د روڼتیا او چټکتیا په تړاو هم اړین تصمیمونه نیول شوي دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د استخباراتو مسولینو ته په خطاب کې؛ هېچا ته د دیني شعایرو د سپکاوي اجازه ورنه کړئ

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د استخباراتو مسولینو ته په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په دې روزنیز او اصلاحي سمینار کې د استخباراتو پر ارزښت، اهمیت او اړتیا ارزښتناکه وینا وکړه او استخبارات یې د حکومت د ملا تیر وباله.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي: “لکه څرنګه چې اسلامي نظام د جهاد او قربانیو په نتیجه کې منځته راغلی، نو استخبارات مکلف دي، چې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي، چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي چې په خلاف یې عملي کړي.”

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله زیاته کړې، استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په اعلانیه او په پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی او توهین وکړي. استخبارات له نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډیر کوښښ وکړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په پای کې د استخباراتو مسولینو ته د خلکو سره په رحم کولو، له ولس سره په ښه چلند کولو، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، د بندیانو سره په ظلم نه کولو، په راز پټولو او همدا رنګه په شریعت د استقامت کولو سپارښتنې کړې دي.

یاد سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د دعایې په لوستلو سره پای ته رسېدلی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د قراردادي شرکت له مسول سره د مس عینک پروژې په تړاو غونډه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۰مه د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له لوی رییس سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په دې ناسته کې مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د دې پروژې د چارو پر مخ بیولو لپاره قراردادي شرکت ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي، چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.

د ام‌سي‌سي شرکت لوی رییس وانګ جي چینګ د پروژې په پر مخ بیولو کې د اسلامي امارت همکاري ستایلې او ویلي یې دي، چې د مس عینک پروژې په اړه په ډېرو برخو کې پرمختګونه شوي او چمتو دي، چې له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ دا پروژه پرمخ بوځي.

د قشقري نفتي بلاک د استخراج ارزونې په اړه ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې کړ

د قشقري نفتي بلاک د استخراج ارزونې په اړه ټاکل شوې کمېټې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۰مه خپل راپور د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته وړاندې کړ.

دا کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په لارښوونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ټاکل شوې وه.

یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، تر څو د قشقري نفتي بلاک د قرارداد تطبیق په برخه کې د قراردادي شرکت نیمګړتیاوې وارزوي. دې کمېټې د قراردادي شرکت نیمګړتیاوې او په ساحه کې د شته ستونزو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال له لوري لارښوونه ورته وشوو، تر څو یاد راپور د وروستي تصمیم نیونې په موخه د ریاست‌الوزرا له عالي مقام سره شریک کړي.

د افغانستان لپاره د چین او پاکستان ځانګړو استازو له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او مل پلاویو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ پینځمې ناستې د موضوعاتو تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې او سیاسي او اقتصادي همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي بللې او هیله یې ښودلې، چې په راتلونکي‌ کې هم په دې برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

د چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر اساس د اړیکو د لا پرمختګ ژمنه کړې ده.

همداراز د بحثونو په پایله کې هوکړه شوې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې جوړه شي.

هند، پاکستان په تخریبي کمپاین او د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن کړ

د هند چارواکو په یوه خبري غونډه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم میسیري هم شتون پکې درلود، پاکستان په تخریبي کمپاین او د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.

په دې ناسته کې د پاکستان هغه ادعاوې رد شوې، چې ګواکې په خپلو بریدونو کې یې د هند زیربناوې ویجاړې کړې دي.

تر دې وړاندې پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند پر ضد یې د پوځي عملیاتو له پیلولو وروسته د اس ۴۰۰ دفاعي سیسټم او ځیني نظامي تاسیسات او سایټونه ویجاړ کړي دي.

په دې غونډه کې د هند پوځي مسولینو ویلي، تېره شپه یې پر پوله د پاکستان له لوري پرله‌پسې د بریدونو هڅه کېده، چې ډېری یې ناکام شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې د هندي پنجاب پر یوه پوځي مرکز د پاکستان له لوري د زیات سرعت لرونکي توغندي برید شوی.

پاکستان له دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د هند د وروستیو بریدونو په مقابل کې یې ځوابي اقدام پيل کړی. دوی ویلي وو، چې په ځوابي بریدونو کې یې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په شمول د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د هند دفاع وزارت ویلي، چې د پاکستان له لوري د ډرونونو او تجهیزاتو په کارولو سره د هند پر لوېدیځه پوله د تاوتریخوالي څرګند زیاتوالی دوام لري.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د هند له حاکمیت څخه د سرغړونې او د اتباعو ژوند ته یې د ګواښ پېښولو هڅه د منلو نه ده.