ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 589

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جرمني د سوداګرۍ له خونې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د جرمني د سوداګرۍ له خونې سره د همکارۍ هوکړه وکړه.

د دې هوکړې پر بنسټ به د جرمني سوداګر په افغان نندارتونونو کې او افغان سوداګر به بیا د جرمني په نندارتونو کې ګډون وکړای شي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ستراتیژیکې اقتصادي اړیکې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزه وده کې د پام وړ مرسته کولای شي.

د افغان-جرمن سوداګرۍ خونه په ۱۳۹۸ کال کې جوړه شوه، خو د سیاسي پرمختګونو له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د دې خونې چارواکي وايي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ۲ زره او ۶۰۰ لویې او وړې شخړې حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته یې په ټول هېواد کې د همغږۍ او یووالي فضا رامنځته کولو په موخه زیاتې هڅې کړې دي.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا، تر دې مهاله یې په ټول هېواد کې یو زر او ۴۰۰ وړې او ۱۲۰۰ لویې شخړې حل کړې دي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مفتي تسلیم الله حقاني وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې يې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ترمنځ څه باندې ۱۲۰ جرګې او لویې غونډې کړې.

دغه‌راز دې وزارت د همکارو بنسټونو په ملاتړ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د قومونو ترمنځ د یووالي، لا اسانتیاوو برابرولو او د باور فضا رامنځته کولو په موخه شاوخوا زر پروژې پلې کړې دي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د خپلمنځي او قومي شخړو څخه دې په کله ډډه وشي او که خدای مه کړه کومه شخړه پېښېږي هم باید د جرګو له لارې حل شي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېوادوالو تر منځ د یووالي په موخه ډېرې هلې ځلې کړې او تر ډېره یې دښمنۍ، خپلمنځي شخړې او ستونزې حل کړې دي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو هم د یووالي په موخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي، تر څو د هېوادوالو ستونزې واورې او د حل لپاره یې کار وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: تېر کال له ۸۲ خیریه موسسو سره د همکاریو هوکړې شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وایي، چې له تېر کال راهیسې یې له ۸۲ موسسو او خیریه بنسټونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې هوکړو له مخې، نږدې له ۱۳۰ زره کورنیو سره د ۲۶ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې شوې دي.

د ښاغلي خاموش په وینا، دا مرستې اوس هم په یو شمېر ولایتونو کې د معلولینو، کونډو او یتیمانو د ستونزو د حل په موخه وېشل کېږي.

په هېواد کې معلولین له یادو مرستو خوښ دي او له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او له داخلي او بهرنیو خیریه بنسټونو څخه د بشري مرستو د لا زیاتوالي غوښتنه کوي.

ایران او امریکا سبا یکشنبه څلورم پړاو خبرې پیلوي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ د غیرې مستقیمو مذاکراتو څلورم پړاو سبا (یکشنبه د مې ۱۱مه) په مسقط کې پیلېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي، چې یکشنبه به په عمان کې له امریکا سره د تهران د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو څلورم پړاو پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خبرو وخت او ځای په عمان پورې اړه لري او ایران د یکشنبې په ورځ له څلورم پړاو مذاکراتو سره هوکړه کړې.

د عراقچي په وینا، عمان د کوربه په توګه د څلورم پړاو مذاکراتو لپاره د امریکا هوکړه هم ترلاسه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف هم ښايي په دې دور مذاکراتو کې ګډون وکړي.

ایران او امریکا د عمان په منځګړیتوب د تهران د هسته‌يي پروګرام په تړاو مذاکرات کوي، چې درې پړاوه یې لا له وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې وه، چې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو څلورم پړاو د مې په درېیمه د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي، خو د عمان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله، دا مذاکرات د لوژیستیکي دلایلو له مخې وځنډول شول.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۳۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۹۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۷۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۲۴) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۷۴۷۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۸۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۳۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۰۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱۵۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰۰) تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا، غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۰۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۱۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۹۴) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۴۴۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۸۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۲۴۰) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۱۴۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې (۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۶۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۶۷‍) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۵۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۴۴) تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان،کندز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۴۵۱۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۹۰۲) کورنۍ او (۳۹۱۰) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۵۵۶) کورنۍ او (۲۸۶۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۸۵۶) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۱۰۳) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې د ناقانونه کان کیندنې مخه نیول شوې

د افغانستان کانونه، چې ټریلیونه ډالر ارزښت لري، لسیزې په ناقانونه توګه کیندل کېدل او عواید يې د حکومت پر ځای شخصي جیبونو ته تلل.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې د ناقانونه کان کیندنې مخه نیول شوې او د کوچني او لوی مقیاس زیات شمېر کانونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.

د غیرې قانوني کان کیندنې تر ټولو زیات يې د پنجشیر د زمرودو کانونه وو. کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې اوس‌مهال یې په پنجشیر کې د ناقانونه کان کیندنې مخه نیولې او د قانونې استخراج په موخه يې نږدې ۶۰۰ پانکوالو ته کاري جوازونه ورکړي.

د افغانستان د کانونو او صنایع خونه د کانونو قانوني استخراج د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او له حکومت غواړي، چې په دې برخه کې پانګوالو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولین وایي، چې په ۱۴۰۴ کال کې د مالګې، نفرایټو او مرمرو د کوچني مقیاس یو لړ کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي.

دوی زیاتوي، پلان لري چې د لوی مقیاس کانونو د قرارداد په ورکړې سره په زیاته کچه کورني او بهرني پانګوال جذب کړي.

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکي د کانونو استخراج د هېواد د زیربناوو رغولو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په برخه کې غوره سرچینه بولي.

د افغانستان کانونه د اټکل له مخې درې ټریلیونه ډالر ارزښت لري. اسلامي امارت په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د کانونو د قانوني استخراج په موخه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۲۰۰ کوچنیو او لویو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د هند او پاکستان د کړکېچ دوام؛ پاکستان نن سهار پوځي عملیات پیل کړي

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ نن سهار د هند پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د دې هېواد په شمال کې یې څو نظامي اډې په نښه کړې دي.

د پاکستان د عامه اړیکو دفتر ادعا کړې، چې د هند د وروستیو بریدونو په مقابل کې یې ځوابي اقدام پيل کړی.

پاکستاني دولتي رسنۍ وايي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په شمول د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه کړي.

هندي رسنۍ وايي، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر هوايي ډګر ته نږدې سیمو کې د څو ځواکمنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

سربېره پر دې د منټ په نوم هوايي اډه کې هم لږ تر لږه د پینځو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان په بریدونو کې د راجوري ولسوالۍ د پراختیايي چارو کمېشنر هم وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې، چې د هند له لوري توغول شوي بالستیک توغندي خپله د هند په خاوره کې غورځېدلي. هند لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د راپورونو له‌مخې، پاکستان د هند له لوري تر څو بریدونو وروسته خپل هوایي حریم هم تړلی دی.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، د هند له لوري په درېیو پوځي اډو بریدونه شوي، چې ډېری یې خنثی شوي.

هند په کشمیر کې له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د تېرې چهارشنبې پر شپه پر پاکستان بریدونه پیل کړل. وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ نښتې او تاوتریخوالی پيل شو، چې لا هم دوام لري.

د دواړو هېوادونو د کړکېچ پر دوام پاکستان اعلان کړی، چې لومړي وزیر شهباز شریف نن شنبه د ملي قوماندې ادارې (ان سي اې) غونډه رابللې ده.

د ملي قوماندې ادارې موخه د پاکستان د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو لپاره د ګډې ستراتيژۍ او عملیاتي پلان جوړولو تر څنګ د دې هېواد د اټومي وسلو څارنه او د کارولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه کول دي.

یادې ادارې خپله وروستۍ غونډه د ۲۰۱۹ کال فبروري میاشت کې د عمران خان په مشرۍ کړې وه.

د ناتایید شویو راپورونو له مخې، له تېرې چهارشنبې راهیسې د هند او پاکستان د پولو دواړو لوریو ته د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۴۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۵۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۸۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۷۳) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۶۱۷۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۹۳) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۸۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۲۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۰۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۳۵۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۵۲) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۴۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۳۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۷۱۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۰۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۱۴۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۷۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲۱‍) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۱۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۴۵) تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان،کندز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۹۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۸۲۰) کورنۍ او (۴۱۳۵) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۳۲۱) کورنۍ او (۱۷۱۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۸۹۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۰۷۷) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کرنې وزیر په هرات کې د دې وزارت له خالصو او اضافي ځمکو څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې وزارت له خالصو او اضافي ځمکو څخه لیدنه کړې او له دې سرچينو څخه يې د خصوصي سکټور د پانګونې په موخه د اغېزناکې کار اخيستنې غوښتنه کړې ده.

د دې لیدنې په ترڅ کې پانګوالو ته په یادو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شته فرصتونه څېړل شوي.

د کرنې وزیر سپارښتنه کړې، چې د یادو ځمکو د ښې استفادې لپاره دې منظم پلان جوړ او وزارت ته دې وړاندې شي، تر څو د اجارې له لارې پانګوالو ته وسپارل شي.

د طرحې له مخې، ټاکل شوې چې په یوه خالصه ځمکه کې یو څو پوړیزه ودانۍ جوړه شي، چې هر پوړ به یې یوې کرنیزې برخې ته ځانګړی وي. په دې ودانۍ کې به یو پوړ د حبوباتو، یو د نباتاتو، یو د غوښو، او بل هم د زعفرانو د ترویج او نندارې لپاره ځانګړی شي.

دا اقدام به د هرات په ولایت کې د یو تخصصي کرنیز او سوداګریز مرکز په توګه د کرنیزو تولیداتو د بازارموندنې او پراختیا زمینه برابره کړي.

مولوي عطاالله عمري ټینګار کړی، چې خصوصي سکټور ته د خالصو او اضافي ځمکو له سپارلو سره د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو، پروسس او بازارموندنې په برخو کې پانګوالو ته نوي فرصتونه رامنځته کېږي، چې دا به د اقتصادي ودې تر څنګ د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.