ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 590

د هند او پاکستان د کړکېچ دوام؛ دواړو لوریو د یوه او بل د الوتکو د نسکورېدو ادعاوې کړې

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د کراچۍ او لاهور ښارونو په ګډون یې په بېلابېلو سیمو کې د هند ۲۵ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه راز هند هم ادعا کړې، چې د دې هېواد تر کنټرول لاندې په کشمیر او نورو سیمو یې د پاکستاني الوتکو او توغندیز بریدونه شنډ کړي دي.

په کشمیر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کنټرول لاین په اوږدو کې د ډزو د تبادلې لړۍ لا هم روانه ده.

د راپورونو له مخې، د پاکستان لوري ته تېره شپه د ډزو تبادلې تر سهاره دوام درلود.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، چې د ډزو په تبادله کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د هند پوځ ادعا کړې، چې پاکستان یې پر درېیو پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو په وسیله بریدونه کړي او د دوی له لوري شنډ شوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د خپلو ځواکونو بریدونو رد کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، چې امریکا مداخله نه کوي. نوموړي دې نښتو ته اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې هیله لري خبره تر اټومي جګړې ونه رسېږي.

د دواړو لورو تر منځ د نښتو له امله د هند او پاکستان د غوره لیګونو لوبې هم زیانمنې شوې.

د پاکستان کرېکټ بورډ متحده عربي اماراتو ته د دې هېواد د غوره لیګ یا «پي‌‌اس‌اېل» د پاتې لوبو لېږدول تایید کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه راولپېنډۍ ښار کې د کرېکټ پر لوبغالي د یوې بې‌پیلوټه الوتکې تر برید وروسته کړې ده.

هند هم تېره شپه د خپل غوره‌لیګ یوه لوبه لغوه کړه او تازه یې د ای‌پي اېل د ځڼدولو اعلان کړی.

سربېره پر دې په پاکستان کې د امریکا سفارت، لاهور کې د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د بې پېلوټه الوتکو بریدونو، چاودنو او هوایي ګواښونو د ویرې له امله ځانونه خوندي وساتي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د ام سي سي چینايي شرکت له رییس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له لوی رییس وانګ جي چینګ او مل پلاوي سره لیدنه او د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا اړوند خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د ام سي سي چینايي شرکت لوی رییس ته د ښه راغلاست تر څنګ هېواد کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د شته فرصتونو معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په اوس وخت کې د نړۍ په هره برخه کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ له مخې د مصنوعي ځیرکتیا وده چټکه شوې او د سالمې استفادې په صورت کې د چارو د اسانتیاو لپاره ترې په لوړه کچه ګټه اخیستل کېږي.

د ام سي سي چینايي شرکت لوی رییس وانګ جي ویلي، چې اوس مهال یاد شرکت د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ مس عینک سیمه کې د نړۍ د سترې پروژې د مسو د کان قرارداد له ځانه سره لري او هیله یې ښودلې، چې په یاده سیمه کې غوره مخابراتي چوپړ په موخه ورته اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي همدا راز یادونه کړې، چې د یاد کان د چارو ښه مدیریت لپاره یې افغان کادرونه د ټکنالوژۍ په برخه کې چین هېواد ته استولي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د زده کړې سربیره به د کان کیندنې د چارو مدیریت او پرمختګ هم ورسره چټک شي.

په پای کې د مخابراتو وزیر د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د مس عینک سیمه کې د یاد شرکت د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړی.

مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار کړی، چې هېواد کې د افغان کادرونو د ظرفیت لوړونې په موخه او په ځانګړي ډول اوس مهال له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې په دور کې د ظرفیت جوړونې او اسانتیاوو د راوستو په موخه پوره هلې ځلې کوي.

د اسلامي امارت فرهنګي اتشې د یوه ایراني سازمان له مسول سره د کلتوري اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت فرهنګي اتشې عزت‌الله اصف د ایران د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پراختیا او مطالعاتو سازمان د کلتوري اړیکو له مرستیال ډاکټر عبدالرضا راشد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د یاد سازمان مرستیال ډاکټر عبدالرضا راشد د لا زیاتو او غوره همکاریو لپاره خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی.

ښاغلي اصف د نوي کال د فرهنګي پروګرامونو په اړه له نوموړي سره خبرې کړې او له یاد سازمان څخه یې د اغېزناکو او پراخو همکاریو غوښتنه کړې ده.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د خپلو موخو د تحقق لپاره به یو مستقیم ارتباطي کانال جوړوي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د UNDP له مشر سره د اقلیمي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۴ کال د ثور په ۱۸ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رییس سټیفن سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، چاپېریالي پروژو، د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په تړاو بحث او خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د (UNDP) د مشر او مل پلاوي هرکلی کړی او د دوی له راتګ څخه یې مننه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر سټیفن ویلي، چې له چاپېریال ساتنې ادارې سره ښه همغږي او همکاري لري.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او (UNDP) تر منځ ستراتېژیکه همکاري پیاوړي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې سند NDC_2 چمتو شوی، چې د ملګرو ملکتونو د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته د سپارلو په برخه کې د UNDP همکاري اړینه ده.

همدارنګه د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د NDC_3 سند په چمتو کولو په برخه کې (UNDP) د دې ادارې مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید ځوانانو ته د ګډون زمینه مساعده شي، په نړیوالو چاپېریالي غونډو خصوصاً (COP-30) کې د ادارې د پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وشي او د تګ امکانات دې ورته برابر شي.

په دې لیدنه کې همدا راز له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د نیالګیو کېنول مهم بلل شوي او مولوي مطیع الحق خالص ټینګار کړی، چې په راتلونکي کال کې باید د نړیوالو او ملي بنسټونو لخوا د نیالګیو کېنولو کچه درې او یا لږ تر لږه د سږ کال په پرتله دوه برابره شي، ځکه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغیزمن شوی هېواد دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP) مشر ښاغلي سټیفن د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ په ټولو نړیوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي، چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي.

د لیدنې په پای کې د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار شوی او هوکړه شوې، چې د ذکر شويو مسایلو په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي او د موجوده ستونزو د هوارولو لپاره به مناسبې حللارې ولټوي.

عامې روغتیا وزارت د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه وکړه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د همکارو ادارو استازو، روغتیا پالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

مولوي عبدالولي حقاني د تلسیمیا ناروغانو د درملنې برخه کې ژمنتیا، عامه پوهاوی او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته د روغتیايي اسانتیاوو رامنځته کول د غونډې موخه بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې.

د ښاغلي حقاني په وینا، په همدې موخه د هېواد په زونونو کې د وینې بانکونه فعال شوي، په ولایتي روغتونونو کې اسانتیاوې برابرې شوې، د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز سیمنارونه ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې تلسیمیا ناروغانو ته ۱۲ زره او ۹۵۰ بستې وینه توزیع شوې. دغه‌راز عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د نورو برخو ترڅنګ تلسیمیا برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته معیاري روغتیايي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې اوس‌مهال د هېواد په زونونو او ولایتونو کې د وینې فعال بانکونه شته او روغتیا وزارت په پلان کې لري، چې په راتلونکي کې د اندراګاندي (د ماشوم درملنې) روغتون کې د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې عصري او مجهز مرکز پرانیزي، ترڅو په دې ناروغۍ د اخته کسانو معیاري درملنه وشي.

کابل کې د ایران له سفیر سره د نورالدین عزیزي لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې کتنه کې افغانستان ته د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر، د چابهار په تړاو د افغانستان، ایران او هند د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو، ایران ته د افغانستان صادراتو د زیاتېدو او د ابونصر فراهي بندر میل ۷۸سړک د چارو د پیل په تړاو خبرې شوي.

د دې وزارت په وینا، چې د دې سربېره دواړو لوریو د سوداګریزو او صنعتي همکاریو د پراختیا، د ګډو صنعتي شرکتونو او په سرحدي سیمو کې د ازادې صنعتي سیمې د جوړولو، په هرات-خواف اوسپنیزې کرښې د پانګونې او د ماهي‌رود له لارې د سوداګرۍ په زیاتوالي هم خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل د یو شمیر ولایتونو له والیانو سره لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل مولوي محمد نبي عمري د یو شمیر ولایتونو له والیانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې والیانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ته خپل کاري راپور وړاندې کړی او په اړوند ولایتونو کې یې د فعالیتونو په تړاو معلومات شریک کړي دي.

په دې غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزارت مقام د دفتر لوی رییس لوی پاسوال مولوي زین الله عابر هم ګډون درلود، د والیانو کړنې او لاسته راوړنې ستایل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل له دوی غوښتي، چې د ولس د سوکالۍ او ارامۍ لپاره له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.