ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 596

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال: ملګري ملتونه هڅه کوي چې د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره لیدنه وکړه.

اندريو پاول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشيتوب د مرستيالۍ ترڅنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق  (UNFPA)  د عمومي ریيس مرستيال هم دی، ویلي؛ غواړم چې له اړوندو امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړم او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه مسولينو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړم.

همدا راز د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې وښوده، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کوي او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د ابادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني.

ښاغلي راشد د هغو پروژو د فعاليت په اړه چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د ځوانانو چارو معينيت او موسسو ترمنځ د هوکړې له مخې دوام لري، خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه؛ چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، تر څو افغان ځوانان د غير قانوني کډوالۍ، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسوليت ادا کړی شي.

په دې لیدنه کې ښاغلی پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د اسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسول پيو او په افغانستان کې د دې ادارې مسول کوبينا اسانتي هم ملګري وو.

د چین له سفیر سره د ملا عبداللطیف منصور لیدنه؛ د اوبو او انرژي په پروژو کې پر پانګونه خبرې شوي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینک سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو او انرژي پروژو، په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزیر د چین هېواد سفیر ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او پر دوام یې ټینګار وکړ.

ملا عبداللطیف منصور د روزګان او پکتیا ولایتونو د خلکو اړینو اړتیاوو ته په اشارې سره د چین هېواد له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې په یادو ولایتونو کې د ۱۰ او پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو کې هم همکاري وکړي.

د چین سفیر یادونه وکړه، چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی په بشپړ ډول نیول شوی او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې چین هېواد به خپلې همکاري په افغانستان کې د انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده، چې  اوسمهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو چارې د یوه چینایي شرکت له لوري په سیمه کې په ښه توګه روانې دي او په نزدې راتلونکې کې به د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې هم پیل شي.

بادغيس کې دوه کلنه شخړه هواره شوه

د باغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د دوو سيمه ييزو کورنيو ترمنځ د يو لړ کورني جنجالونو له امله را پورته شوې دوه کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته یې د تاو تريخوالي لويې ستونزې پيښې کړې وې حل او دښمني يې په دوستي بدله شوه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د سيمه ييزو علماوو، متنفذينو او قومي مشرانو په هلو ځلو يادې کورنۍ سولې ته راضي شوې او ترمنځ يې د مسولينو له لوري د عدل فیصله وشوه.

هېره دې نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې دې ته ورته ولسي شخړې هواروي، چې د عامو خلکو د خوښي سبب ګرځي.

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه بغلان ته سفر کړی

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د پلان او ستراتيژۍ رييس انجنير محمد حنیف حنفي او د دې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د بغلان ولايت له ورزشي ادارې، ورزشي اماکنو ليدنه وکړه او د دغه ولايت د ورزشي امريت له کارکوونکو، د همکارو امارتي ادارو د دویمي واحدونو له استازو او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره لیدنه وکړه.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، ياد ولايت ته يې د ورزش ادارې د عمومي رييس او ورسره پلاوي ورتګ د ورزش په ډګر کې د ورزشکارانو لپاره يوه نوې هيله ياده کړه او دغه ورتګ يې د ورزشکارانو د تشويق او هڅونې په برخه کې نېک ګام ياد کړ.

مولوي احمدالله وثيق د بغلان ولايت د ورزشي مسولينو هڅې وستايلې او په راتلونکې کې يې ورته د لا زياتو برياوو هيله وښوده.

ښاغلي وثيق همداراز د دولتي ادارو ترمنځ همغږي او هماهنګي د چارو د ښه ترسره کېدو اصل وبلو او په دغه برخه کې يې د یاد ولايت د ورزشي مسولينو رغنده رول مثبت ياد کړ.

نوموړي ورزش د قومونو، سمتونو، ژبو او نژادونو ترمنځ د يووالي سمبول ياد کړ او دغه برخه يې له هر ډول تبعيض پاکه وبلله.  

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس همداراز په تېرو وروستيو کلونو کې د ورزش بې ساری پرمختګ د ورزشکارانو او ورزشي مسولينو ښه نيت، اخلاص او بې درېغه هڅې يادې کړې.

نوموړي د بغلان ولايت د همکارو امارتي ادارو او د رسنيو له استازو مننه او د ياد ولايت د مختلفو ورزشي مسولينو له استازو سره يې ژمنه وکړه، چې د ورزش اداره يې د تل په څېر ترڅنګ ولاړه ده او تر خپل توانه به له دوی سره د شته ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

 د يادونې وړ ده، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی، چې تېره ورځ يې د پروان ولايت له ورزشي ادارې هم ليدنه کړې وه.

د اماراتو له ځانګړي استازي سره د ترانسپورټ وزیر لیدنه؛ د ترانسپورټ او هوايي چلند سکټورونو لپاره د پانګونې په جلب خبرې شوي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حميدالله اخوندزاده د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ترانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې او دې سکتور ته د پانګې جلبولو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي د افغانستان له یادو برخو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

همداراز د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا هم د همکاریو د پراخېدو او ډاډ ورکړل شوی، چې افغانستان اوس له پخوا زیات د پانګوالو لپاره چمتو چاپېریال لري.

دواړو لوریو دا لیدنه ګټوره او اغېزمنه بللی او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

د کابينې ۲۰مه غونډه؛ په هېواد کې د نفوس شمېرنې او تعمیراتي چارو پر چټکتیا خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابينې ۲۰مه غونډه پرون (دوشنبه، د غويي ۱۵مه) ترسره شوه.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې پر يو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري موضوعاتو خبرې او پرېکړې شوې دي.

د کابينې غونډې، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رییس عبدالقاهر په مشرۍ یوه استازي ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد د وګړیو نفوس شمېرنې اړوند ناسته وکړي.

ټاکل شوي استازي به د جوړې شوې طرحې ټول اړخونه وڅیړي او وروستی راپور به د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې، ترڅو د تعميراتي کارونو د نقشو او ویزو اړونده برخه کې چټکتیا رامنځته شي.

غونډه د ګڼو نورو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.

د UNDP سازمان د افغانستان له روغتیايي سیستم سره دوامداره همکاري کوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNDP) سازمان له مشر سټیفن روډرېک سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو پر همغږۍ، د مراکزو د انتخاب پر څرنګوالي، د ملاریا، توبرکلوز او اېچ آی وي ناروغیو د مخنیوي، د اړوندو روغتیايي خدماتو د بیا کتنې او شفافیت په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له همکارۍ څخه په مننې د لرې پرتو سیمو لپاره د روغتیايي خدماتو، د اړمنو سیمو او روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړولو او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یو این ډي پي همکاري او همغږي اړینه وګڼله.

مولوي نور جلال جلالي په ټولو خدماتو کې یې د شفافیت او حساب ورکوونې اصل په نظر کې نیولو سره د خدماتو وړاندې کول اغېزمن وبلل.

دغه راز، د یو این ډي پي سازمان مشر شفافیت او حساب ورکوونه خپل لمړیتوب وباله او په وینا یې د افغانستان روغتیايي سیستم سره به په دوامداره توګه همکار اوسي.

پوهنې وزارت: تېر کال د نږدې زر ښوونځیو تدریسي او اداري ودانۍ ترمیم او رغول شوي

د پوهنۍ وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي ، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په ترڅ کې د ۹۵۴ بابه ښوونځیو روزنیزې او اداري ودانیو بیارغونه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د یادو ودانیو ترمنځ ۸۳ یې د همکارو ادارو په ملاتړ بیا رغول شوي دي.

هېوادوال او اړوند ښوونځیو ځايي اوسېدونکي د ښوونځیو ودانیو له بیا رغونې څخه د خوښې په څرګندولو سره، د تدریس کیفیت د لوړېدو برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

پوهنې وزارت همدارنګه له ټولو سوداګرو، پانګوالو او ښاریانو غوښتنه کړې، څو د پوهنې وزارت مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د پوهنې وزارت لاسته راوړنې!

پوهنې وزارت له مهمو دولتي ادارو څخه ګڼل کېږي، چې د ښوونې او روزنې د پراختیا، اساسي زده‌کړو برابرولو؛ د ثانوي دورې، اسلامي او سواد زده‌کړو او د واحد ښوونیز نصاب د تدوین تر څنګ په ګڼو ښوونیزو برخو کې فعالیت کوي.

دا وزارت د بې‌سوادۍ له منځه وړلو لپاره پرله‌پسې زیار ایستلی، تر څو د هېواد بېلابېل قشرونه د علم په ګاڼه سمبال او ټولو هېوادوالو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

پوهنې وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په ګڼو برخه کې پرمختګونه کړي، چې په لاندې ډول اشاره ورته کوو:

۱- د ښوونې او روزنې برخه

ښوونیز نصاب

– د عمومي زده‌کړو د ښوونیز نصاب چوکاټ کتل شوی او د نصاب کمېټې له تایید وروسته د منظورۍ په موخه د پوهنې وزارت مقام ته استول شوی.

– د سواد زده‌کړې ښوونيز نصاب د کارپوهانو لخوا اصلاح شوی.

– له ښوونځي څخه د مخه زده کړو مفرداتو پراختیا موندلې او د ښوونیز نصاب ریاست د کیفیت تضمین کمېټې له لوري نهايي شوي.

– د سواد زده‌کړې د دویمې سويې د ساینس، ټولنیزو علومو او ديني علومو مضمونونو مفردات په پښتو او دري ژبو پراختيا موندلې. د سواد زده کړې د دويمې سويې ۱۸ عنوانه درسي کتابونه چې د اسلامي زده کړو، دري، پښتو، ساینس، رياضي او اجتماعي علومو مضمونونه پکې شامل دي په پښتو ژبه بيا كتل شوي او اصلاح شوي.

– د اوزبيكي، بلوچي، تركمني، شغناني، پشه يي، ګجري او نورستاني ژبو د اول څخه تر دریم ټولګي او د ترکمني، شغناني، پشه يي، نورستاني، اوزبيكي او ګجري ژبو د اووم ټولګي درسي کتابونه بیاکتل شوي او اصلاح شوي.

د درسي کتابونو چاپ او وېش

– په ۱۴۰۱ کال کې د عمومي زده‌کړو له ۱-۱۲ ټولګي له ۲۰.۷ میلیونه ټوکه کتابونو څخه ۸.۹ میلیونه د هېواد د ۱۹ ولایتونو اړوند ښوونځيو ته د وېش په موخه لېږدول شوي.

– د ۱۴۰۱ کال د کب په میاشت کې د عمومي زده کړو ۵میلیونه، ۹۶۲ زره او ۹۴۲ ټوکه درسي کتابونه چاپ او ولايتونو ته ليږدول شوي. د همدې پروژې په دویم فاز کې د عمومي زده کړو ۷ میلیونه، ۲۰ زره او ۲۷۸ ټوکه درسي کتابونه هم چاپ او له جملې یې ۳میلیونه، ۹۷۸ زره او ۷۱۴ ټوکه يې د هېواد ۱۰ پلان شويو ولايتونو ته انتقال شوي دي. سربېره پردې د همدې پروژې د دویم فاز څخه د عمومي زده کړو ۸ میلیونه، ۵۲۰ زره او ۴۵۲ ټوکه درسي کتابونه هم ولايتونو ته انتقال شوي دي.

– په ۱۴۰۲ مالي کال کې د عمومي زده کړو له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۴۹۶ زره ټوکه درسي کتابونه چې په ګودام کې موجود وو، د کابل ښار اړونده ښوونیزو حوزو ۱۰۶ بابه ښوونځيو ته او تر څنګ يې د عمومي زده کړو ۳ میلیونه، ۴۱ زره او ۵۶۴ ټوکه درسي کتابونه، چې پخوا چاپ شوي وو د ۱۰ ولایتونو پوهنې رياستونو ته لېږدول شوي او اړونده ښوونځيو ته وېشل شوي دي.

– په ۱۴۰۳ مالي کال کې د عمومي زده کړو ۴میلیونه، ۶۵۲ زره او ۳۶ ټوکه درسي کتابونه د هېواد ۹ولايتونو ته لېږدول شوي او د ولسواليو او ښوونځيو په کچه وېشل شوي دي. د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه درسي کتابونه د هېواد ۲۹ ولایتونو او اړونده ادارو ته وېشل شوي دي.

زده کړو ته انډولیز لاسرسی

– له ولايتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د تېرو درېیو (۱۴۰۱، ۱۴۰۲، ۱۴۰۳) کلونو په موده کې د ټول هېواد په کچه د عمومي زده کړو د تودو او سړو سيمو په ښوونځيو کې د جذب له لارې ۱ میلیون، ۹۹۴ زره او ۷۳۷ هلکانو او ۱ میلیون، ۴۸۹ زره او ۴۴۹ نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوې.

– د هېواد په کچه د عمومي زده کړو ۲۶۹ امارتي ښوونځي نوي تأسيس شوي.

– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د ټول هېواد په کچه ۸۲ لومړني ښوونځي منځنيو ته او ۱۰۰ منځني ښوونځي بیا لیسو ته لوړ شوي.

– د ټول هېواد په کچه د سواد زده کړې ۱۶ زره او ۳۲ كورسونه نوي تأسيس شوي، چې ۶۵۳ زره او ۱۶ زده کوونکو ته د ليک لوست زده کړې زمینه پکې برابره شوې ده.

مسلکي پراختيا او له ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه

پوهنې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ښونځیو، د چټکو او سیمه‌یزو زده‌کړو له ټولګیو او له زرګونه ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه کړې او اړوند مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.

۲- د اسلامي زده کړو برخه

ديني زده کړو ته لاسرسی

– د اسلامي زده کړو په مرکزونو کې د جذب له لارې ټولټال ۲۱۶ زره او ۹۰۴ نارینه او ۹۱ زره او ۶۴۰ ښخینه طالب العلمانو ته د ديني او اسلامي زده کړو زمینه برابره شوې.

– د اسلامي زده کړو د ۱۲ او ۱۴ ټولګي د فارغانو د نتایجو او ارزونې د ثبت په موخه برېښنايي سيسټم را منځته شوی.

– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د اسلامي زده کړو ۲۲ زره او ۹۷۲ ښوونیز مرکزونه نوي تاسيس شوي.

– په ۱۴۰۳ مالي کال کې د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالى له خوا ۴۲۰ ليليي منظورې شوې، چې له امله يې ۲۱ زره او ۲۵۰ طالب العلمانو ته د ليليې اسانتياوې برابرې شوې.

– د هېواد په مرکز او ولايتونو کې له ۵۵ زره او ۷۷ علما و کرامو څخه په خامسه، عاليه او عالميه درجو کې د اسلامي زده کړو معينيت او لوړو زده کړو وزارت لخوا په مشترک ډول ازموینه اخیستل شوې، چی له جملې یې ۴۳ زره او ۸۱۸ کسان بريالي شوي. همدارنګه د هېواد په مرکز او ولایتونو كې له ۲۱ زره او ۹۸۹ حافظانو څخه ازموینه اخيستل شوې ، چې ۱۹ زره او ۱۳۶ یې بريالي شوي دي.

– د هېواد په مرکز او ولايتونو کې علما و کرامو ته ۹ زره او ۲۰۰ كشف الدرجات (درې كلني نومرې) وركړل شوې دي.

– د دارالعلومونو په دیارلسمو ټولګيو کې د طالب العلمانو د شاملولو په موخه له ۷ زره او ۳۰۰ کسانو څخه د کانکور ځانګرې ازموینه اخیستل شوې، چی ۴ زره او ۷۰۰ یې د دارالعلومونو په دیارلسمو ټولګيو کې شامل شوي دي.

ښوونیز نصاب

– د محلي مدرسو د نصاب د کتلو او اصلاح په موخه د حديث نبوي سيرت او تعلیم الاسلام ۱۸ سرلیکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو تأليف شوي او د کيفيت د تضمين کمېټې ته استول شوي.

– د محلي مدرسو د ۱-۳ ټولګي ۶ سرلیکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو كتل شوي او د اصلاح وروسته د کيفيت د تضمين كمېټي ته لېږل شوي.

– د رياضي مضمون د ۱-۳ ټولګي ٦ سرليکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو اصلاح شوي او د نهايي کولو په موخه د کيفيت د تضمين كمېټې ته استول شوي.

– د ديني مدرسو د ۷-۱۲ ټولګي د تاریخ، جغرافيې او مدني زده کړو درسي کتابونه په دري ژبه بيا كتل شوي او اړين اصلاحات پکې راوستل شوي دي.

د درسي کتابونو چاپ او وېش

– په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو جهادي مدرسو ته ۵۷ زره او ۳۶۸ ټوکه درسي کتابونه انتقال او وېشل شوي.

– د هېواد د ۲۲ ولايتونو كليوالي مدرسو ته ۴۳۹ زره او ۶۴۱ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوې.

– د اسلامي زده کړو د دارالعلومونو د ۱۳-۱۴ ټولګيو طالب العلمانو ته ۲۶۸ زره او ۱۵۰ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوې.

– په ۱۴۰۳ مالي کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو دارالعلومونو او دارالحفاظونو ته ۱۷۲ زره او ۱۳۴ ټوکه درسي کتابونه انتقال او وېشل شوي دي.

۳- د كیفیت د تضمین برخه

ستراتیژیکه څارنه او ارزونه

– د پوهنې وزارت د عملياتي پلانونو له تطبيق او اغېزمنتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د څارنې او ارزونې طرحې د ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو لپاره جوړې او تطبيق شوې دي.

– د عملياتي پلان د پرمختګ انلاين برېښنايي سيسټم ته پراختیا ورکړل شوې، د مرکز او ولایتونو په کچه فعال شوی او عملاً ګټه ورڅخه اخیستل کېږي.

– په تېرو درېیو کلونو کې د ظرفیت لوړونې ګڼ روزنیز پروګرامونه پلي شوي.

– د پوهنې وزارت د لاسته راوړنو او پلانونو د پرمختګ بېلابېل راپورونه په ربعوار او کلني ډول چمتو شوي او د افغانستان اسلامي امارت مختلفو امارتي ادارو، د ریاست الوزرا مقام، چارو ادارې مقام، مالیې او اقتصاد وزارتونو، د رسنیو دفتر او نورو ته استول شوي دي.

نتایج او شهادتنامې

– په تېرو دریو کلونو کې د عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو او ښوونکو روزنې (ښوونکو مسلکي پراختيا) د ٣ میلیونه، ١٩٢ زره او ١٦ فارغانو نتایج په ځانګړي فارمټ کې راټول او د شهادتنامو په برېښنايي سيسټم کې ثبت شوي.

– یو میلیون سپينې شهادتنامې، چې په ځانګړو کاغذونو کې ترتيب شوي او د خاصو ځانګړنو (رمز او سریال نمبر) لرونکې دي، په رسمي بڼه د ولايتونو پوهنې رياستونو ته وېشل شوي دي.

– د دولسم ټولګي ټولټال ۵۴۴ زره او ۷۰۶ شهادتنامی په متفرقه، ګروپي او انفرادي ډول وېشل شوې دي.

– د افغان پست شرکت له لارې د فارغانو د شهادتنامو او نورو سندونو د پړاوونو په بشپړولو سره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

علمي تحقيقات

– د پوهنې وزارت په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ٢٦ علمي تحقيقات شوي.

– د علمي اړتياوو د ارزولو په واسطه د پوهنې ۲۰۰ مسلې پېژندل شوې.

– د پوهنې وزارت د اړونده تحقیقاتو د مدیریت، ساتنې او د هغوی د پایلو څخه د استفادې په موخه د علمي تحقيقاتو بانک جوړ شوی.

۴- د سرچینو او اداري برخه

– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د مرکز او ولايتونو د ښوونیزو مرکزونو په اړتيا وړ تشو بستونو کې ټولټال ۶۷ زره او ۹۷۰ تنه ښوونکي او استادان، ۱۱ زره او ۳۳۸ مامورین او ۳ زره او ۷۶۹ تنه خدماتي کارکوونکي پر دندو ګمارل شوي.

– د هېواد په کچه په ټولیزه توګه ۸۷ زره او ۵۹۲ بستونه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته ورکړل شوي، چې له جملې یې په ۷۳ زره او ۷۳۸ بستونو کې د ګمارنې پروسه بشپړه شوې ده.

– د ولايتونو د پوهنې رياستونه د لوړ کيفيت لرونکي نوري فايبر سره نښلول شوي او په لګښتونو کې ۴۴ میلیونه افغانۍ سپما رامنځته شوې ده.

– د ټکنالوژي شبکې ټولې دستگاوې، چې د ۳۴ ولایتونو په پوهنې رياستونو کې نصب شوې وې، بياځلي تنظيم شوې او له ډيټا سنټر سره نښلول شوې دي.

– په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو له امله پوهنې وزارت میلیونونه افغانۍ سپما کړې.

– د سيسكو ټیلفونونو لپاره د اوپن سورس سیسټم را منځته شوی، چې له امله یې په لګښتونو کي ۴۰ زره ډالر سپما شوې ده.

– د پوهنې وزارت د ټکنالوژۍ ریاست لخوا د وزارت د بېلابېلو ادارو ټولټال ۴۷ برېښنايي سيسټمونو ته د کارونو د اسانتیا، چټکتیا او روڼتیا په موخه د مرکز او ولایتونو په کچه پراختیا ورکړل شوې او یاد سیسټمونه د تطبیق په حال کې دي.

– په تېرو درېیو کلونو کې ۱۸ زره او ۶ پروژې بشپړې شوې.

همدارنګه پوهنې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې له همکارو او ملاتړو موسسو سره ٢٦٩ هوکړه ليكونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان لپاره د عربي اماراتو ځانګړی استازی: عرب سوداګر له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته ژمن دي

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د پلي کېدو او پراختيا او د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اوسمهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې غوره زمینه برابره شوې ده او بهرني هېوادونه کولی شي له همدې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د نړيوال او سيمه ييز ريلي اتصال لپاره لاس په کار شي.

 د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړ، چې هېواد يې د افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نويو پروژو د پلي کېدو او پانګونې لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې عرب سوداګر په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته را جذب کړي.

 د ليدنې په پای کې د دواړو لوريو لخوا د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا او دوام ټينګار وشو.