ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 595

پر پاکستان د هند بریدونه؛ پاکستان وايي، ۸ کسان وژل شوي

هند تېر ماښام (سې‌شنبه، د غويي ۱۶مه) په پاکستان کې نهه مرکزونه په نښه کړي.

هند په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، په پاکستان کې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي.

د هند حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د “سندور” په نوم عملیاتو کې د کشمیر په ګډون د پاکستان په نهو سیمو بریدونه کړي.

د پاکستان پوځ منلې، چې هندي الوتکو په درېیو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې تر اوسه د معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ۲۴ بریدونه کړي. په دې بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

پاکستان خپل هوايي حریم د راتلونکو ۴۷ ساعتونو لپاره تړلی او په پنجاب ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان هم تېره شپه د کشمیر په سرحدي سیمه کې پر هندي عسکرو ډزې کړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې هوايي دفاعي سیسټم یې د هند پینځه جنګي جټ الوتکې را نسکورې او څو بې‌پيلوټه یې له منځه وړې؛ حال دا چې د پاکستاني پوځ یوه ویاند بیا ویلي، د هند د توغندیزو بریدونو په غچ کې یې د هند د هوايي ځواک دوې جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلي دي. د هند هوايي ځواکونو په دې تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

پاکستان ګواښ کړی، چې هند ته به پر خپل وخت د دې برید ځواب ورکړي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریش له داوړو لوریو د زغم غوښتنه کړې او د هند د پوځي عملیاتو به تړاو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان حکومت بیا نن چهار شنبه لس بجې د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې ده.

اندراګاندي د ماشومانو درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او برانکوسکوپي څانګه پرانیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري اندراګاندي د ماشومانو درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او برانکوسکوپي څانګه پرانیستل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ایډوین سینیزا سلاوډر، د اروپایي ټولنې استازو، د وزارت مرکزي رییسانو، اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون رییس، روغتیايي کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې له استازو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، هڅه کوو چې د هېواد په ټولو ملي او تخصصي روغتونونو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړو.

نوموړي د سرچینو پر سالم مدیریت او شفافیت ټینګار کړی، تر څو د عامې روغتیا سکټور د نورو له احتیاجه خلاص او پر ځان بسیا شي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو د یادو ماشینونو پر ښه ساتنه ټنګار کړی او مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.

د مسولینو په وینا، د یادو ماشینونو په فعالیت سره به ناروغانو ته اړینې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته شي.

دوی ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په همدې روغتون کې د سرطان ناروغۍ درملنې ځانګړې څانګې د جوړېدو شاهدان واوسو.

د یادونې وړ ده، چې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او د برانکوسکوپي څانګه چې پر عصري تجهیزاتو سمبال ده، د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د یو میلیون او ۶۵ زره ډالرو (نږدې ۷۶ میلیونه افغانۍ) په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د رياست الوزرا اداري مرستيال پکتیا کې کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانيست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په پکتیا ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيست.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري مرستیال، د پکتیا والي او د دې ولایت نورو سیمه ییزو مسولينو یې ملتیا کوله، د دارالقرار په نوم نوی ښارګوټی پرانیست.

دغه ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت، ۸۹۰ د استوګنې نمرې، ټول امکانات او لومړنۍ اړتیاوې لکه؛ جوماتونه، ښوونځي، پارکونه، روغتیایي مرکزونه، مارکېټونه او د څښاک اوبو سیستم لري.

د دې له جملې ۱۰۰ نمرې د سرې میاشتې موسسې او ځینې به د قطر هېواد د اهل خیر خویندو په همکارۍ جوړې شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې ښارګوټي د پرانيستې مراسمو کې د قطر هېواد د سرې میاشتې بشردوستانه همکارۍ څخه په مننې وويل، ټول افغان کډوال د اشغال په وخت کې د دین او خپلو ملي نوامیسو د دفاع په خاطر ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول او اوس چې زموږ دا هېوادوال په زور له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه را اېستل کېږي، پر موږ لازمه ده څه مو چې په وس کې دي، هغوی ته د رسېدنې لپاره یې وکاروو.

مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جوړېدو او فعالیتونو ته په اشارې څرګنده کړې، د اسلامي امارت رهبري او مسولین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته غوره خدمات برابر شي، ترڅو هغوی په ابرومندانه توګه او له کومې ستونزې پرته په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظورې او درې لغوه شوې.

همدارنګه د درېیو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، تر څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قېمتونو په اړه مذاکره وکړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان کندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د تخلفاتو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.

یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوې پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې، چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ او په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.

په تعدیل شویو او منظور شویو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال یوه برخه، د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند د سنګین ولسوالۍ نهر السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي.

د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۱۶مه نېټه د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود.

په ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د متحده عربي اماراتو پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کولای شي.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي ویلي، چې غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.

په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

دغه راز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا ښودلې ده.

د مولوي امیرخان متقي او اسحاق ډار ټلیفوني خبرې؛ په کراچۍ او واګه بندرونو کې د بندو سوداګریزو توکو د خلاصولو پرېکړه شوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ټيليفوني خبرې کړې.

په دې ټيليفوني مکالمه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ترانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو او د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې شوې دي.

دغه‌راز د افغاني سوداګرو د ترانزیټي مالونو، چې د کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتې وو، د خلاصولو پریکړه شوې او همدا ډول هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه به د ترانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.

دواړو لوريو ټينګار کړی، چې د‌ افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې اړیکې او پلاوو تګ راتګ ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال: ملګري ملتونه هڅه کوي چې د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره لیدنه وکړه.

اندريو پاول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشيتوب د مرستيالۍ ترڅنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق  (UNFPA)  د عمومي ریيس مرستيال هم دی، ویلي؛ غواړم چې له اړوندو امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړم او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه مسولينو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړم.

همدا راز د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې وښوده، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کوي او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د ابادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني.

ښاغلي راشد د هغو پروژو د فعاليت په اړه چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د ځوانانو چارو معينيت او موسسو ترمنځ د هوکړې له مخې دوام لري، خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه؛ چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، تر څو افغان ځوانان د غير قانوني کډوالۍ، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسوليت ادا کړی شي.

په دې لیدنه کې ښاغلی پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د اسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسول پيو او په افغانستان کې د دې ادارې مسول کوبينا اسانتي هم ملګري وو.