ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 594

چینايي پانګوالو د مسکن په برخه کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز له چینایي پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چینایي پانګوالو ویلي، غواړو چې په افغانستان کې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو.

دوی همداراز هیله څرګنده کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت مسولین به په دې برخه کې همکاري وکړي.

یادو پانګوالو زیاته کړې، که چیرې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه وپیژندل شي، چمتو یو چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو.

د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته اړتیا لري او دا اړتیا د مسکن په برخه کې تر ټولو زیاته د پام وړ ده.

نوموړي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په اړوندو برخو کې به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې د چارو د لا پرمختګ لپاره د ورته غونډو پر دوام ټینګار شوی.

اسلامي امارت د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ د اندېښنې وړ او د سیمې په زیان بللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی دی او ویلي یې دي، چې د وضعيت لا ترينګلتيا د سيمې په ګټه نه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: ”د افغانستان اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي “.

هند په کشمیر کې پر سېلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، تېر ماښام د پاکستان پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند د تېرې شپې په بریدونو کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۴۶ نور ټپیان دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو اندېښنه ښودلې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په پار نن (چهارشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د غویي په ۱۷مه) نېټه د Dialogue Action سازمان له اجراییوي رییس جولیان واینبرګ او مرستیال کمال اوکدا سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون، د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو، په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا او پر مختلفو چاپېریالي مسایلو خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه وویل؛ اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ دی او له زیانونو څخه یې ټول هېوادونه زیانمن شوي دي، چې له بده مرغه افغانستان ډېر زیات اغېزمن شوی هېواد دی.

مولوي مطیع الحق خالص د Dialogue Action سازمان له مسولینو غوښتنه وکړه، چې په سیمه‌ییزه کچه د پرمختللو هېوادونو د تجربو شریکولو، تخنیکي همکارۍ، ظرفیت لوړونې، نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون زمینې برابرول او د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره دې، هلې ځلې وکړي.

د Dialogue Action مسولینو وویل، موږ به هڅې وکړو چې د چاپېریالي موضوعاتو او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو ارګانونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره مخکې قدمونه واخلو.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه، چې نړیوال سازمانونه او موسسې باید د چاپېریال ساتنې په برخه کې یادې ادارې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

پر پاکستان د هند بریدونه؛ د مړو شمېر ۲۶ او د ټپیانو بیا ۴۶ ته لوړ شوی

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند د تېرې شپې په بریدونو کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۴۶ نور ټپیان دي. له دې وړاندې د مړو شمېر ۸ تنه ښودل شوی و.

هند تېره شپه په پاکستان کې پر ګڼو ځایونو بریدونه کړي، چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

له بل لوري هند ویلي، چې تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د پاکستان له لوري په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي.

د دې هوايي بریدونو په غبرګون کې پاکستان د هند شارژدافیر احضار کړی او خپل جدي اعتراض یې ورته څرګند کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هند دا اقدام “د پاکستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده”.

شیخ محمدخالد الحنفی: په ټولنه کې د ناوړه کړنو او دودونو له منځه وړل مو کاري لومړیتوب دی

د امربالمعروف، نهي عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزير شيخ محمد خالد الحنفي د نورستان ولايت له ديني عالماوو، قومي مخورو، د پوهنتون له استادانو او لوستو وګړو سره د امير المؤمنين حفظه الله د فرمانونو د تطبیق، په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنيوي او له اسلامي نظام سره د همکارۍ په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد الحنفي ویلي، د نورستان ولایت ولسونو په تېر جهادي بهير کې د اسلامي نظام د قيام لپاره بې شمېره د قدر وړ قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام همکاري په موږ او تاسو فرض ده، نو پر همدې بنسټ په ټولنه کې د خوښۍ او غم په مراسمو کې د ناوړه کړنو او دودونه له منځه وړل، د مېرمنو د شرعي حقونو لکه؛ میراث، نكاح، مهر، په خاوند د نفقې برخه کې د ښځو حقونو ورکړه او په دې تړاو د عامه ذهنیت جوړول؛ د دیني علمای کرامو او قومي مخورو مسولیت دی چې له محتسبينو سره مرسته وکړي، ترڅو له منكراتو پاکه او په اسلامي اصولو برابره ټولنه ولرو.

دغه راز ښاغلي الحنفي ویلي؛ د امربالمعروف، نهي عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت مسـولين شپه او ورځ هڅه کوي، چې ستاسې ستونزې د حل په موخه له مسولینو سره شریکې کړي.

ورته مهال د ياد ولايت ديني علماوو او قومي مخورو له اسلامي نظام سره هر ډول همکاري او اطاعت خپل لومړیتوب بللی او په ټولنه کې یې د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنيوي برخه کې له محتسبينو سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د لوړو زده کړو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال سره لیدنه کړې

د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د سره صلیب کمېټې له عملیاتي مرستیال چالس ار سبګا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د دې کمېټې له خوا تدریسي روغتونونو سره د روغتیايي همکاریو پر دوام خبرې شوې دي.

د لوړو زده‌ کړو وزیر د سره صلیب کمېټه یو بې طرفه نړیوال بنسټ بللی.

نوموړي د دې بنسټ له لوري په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د جګړې قربانیانو او روغتیايي سکټور سره د مرستو ستاینه کړې او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.

همدارنګه په افغانستان کې د سره صلیب د کمېټې عملیاتي مرستیال په افغانستان کې د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د دې بنسټ یو لړ غوښتنې یې د لوړو زده کړو له وزیر سره شریکې کړې دي.

نوموړي همداراز ویلي، د لوړو زده‌ کړو وزارت غوښتنې او وړاندیزونه به له خپلو مسولینو سره شریک کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت: د تولیدي برېښنا په برخه کې د ۹۰۰ میګاواټه برېښنا په ظرفیت پروژې ډیزاین شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د هېواد په کچه یې د ۹۰۰ میګاواټه برېښنا په ظرفیت پروژې ډیزاین کړې دي.

دا پروژې، چې له خصوصي سکټور سره د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ډیزاین شوې، په بشپړېدو سره به یې هېواد د صنعت په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیا شي او د برېښنا د نشتون له امله تړلې کارخونې به بېرته فعالې شي.

د برېښنا شرکت د پانګونې او همغږۍ رییس فریدالله بشرمل وايي، چې د انرژۍ اړتیاوو ته د دوامداره حل لارو پیدا کولو په موخه یې له بهرنیو موسساتو سره هم خبرې کړې، تر څو د هېواد د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

افغانستان اوس‌مهال په کور دننه له بېلابېلو سرچینو څخه شاوخوا ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او له ګاونډیو هېوادونو څخه هم په کلني ډول ۱۰۰۰ میګاواټه واردوي، چې د هېوادوالو غوښتنو ته په پام بسنه نه کوي او کورني تولید ته باید لا زیاته پاملرنه وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي، چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۹۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو دوه زره او ۳۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۴۶ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۰۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۸۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۵۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۴ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱۱ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۷۱۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۹۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۸۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۴۳۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او  ۱۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۵۵ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۳۴ کورنۍ او پینځه زره او ۱۸۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۴۹ کورنۍ او یو زر او ۳۴۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۵۶۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۰۰۶ عدده

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د کورډ اېډ نړیوالې موسسې له مشرتابه پلاوي سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کورډ اېډ نړیوالې موسسې د عملیاتي چارو له عمومي رییسې میرمن مونیکا ماریا، په افغانستان کې د کورډ اېډ موسسې رییس سید لطیف احمد بشردوست، له ډونرانو سره د اړیکو مسولې مېرمن جوهانا ماریا، د کورډ اېډ مرکزي دفتر د بشري پروګرامونو له رییس کورنیلیس ډي رونر او د پلاوي له نورو غړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي؛ اقلیمي بدلونونو په نړیواله کچه زیاتې منفي اغېزې کړي، چې افغانستان هم د خپل جغرافیایي موقعیت له امله له دې بدلون څخه اغېزمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په افغانستان کې د ټولو فعالو موسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، تر څو خپل فعالیتونه په شفافه او اغېزمنه توګه ترسره کړي.

ښاغلي ترابي ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید د افغان ولس د حقیقي اړتیاوو له مخې ووېشل شي او اړین توکي باید د پروژې د پلي کېدو له ځایه وپېرل شي، ترڅو هم سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی شي او هم د ګټې اخیستونکو لپاره ګټور تمام شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان یو له زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی، ډېری موسسې د بشري مرستو د وېش په برخه کې فعالیت کوي او موږ له هغوی تمه لرو چې د خطرونو د کمولو او مخنیوي بنسټیزو پروژو ته هم لومړیتوب ورکړي.

نوموړي همداراز ویلي؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې یو جامع او بشپړ معلوماتي سیستم جوړ کړی، چې د کلیو او ولسوالیو تر کچې یې د زیان‌منونکو سیمو معلومات په کې ثبت کړي او د همدې سیستم له مخې، د اسلامي امارت له بودیجې څخه وقایوي پروژې پلي کېږي.

ملا نورالدین ترابي د موسسو له مسولینو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د کورډ اېډ موسسې رییس د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د رییس له ملاتړ او همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، دوی به خپل راتلونکي پرګرامونه د یادې ادارې د مشورو او لارښوونو له مخې برابر کړي.

ورته مهال، د کورډ اېډ موسسې پلاوي غړو په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د یادې ادارې وړاندیزونه، په ځانګړې توګه د پروژې د پلي کېدو د ځایونو له بازارونو څخه د توکو اخیستلو او د وقایوي پروژو پراخول به له خپلو ملاتړ کوونکو سره شریک کړي.

په پای کې دواړو لوریو د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

پر پاکستان د هند بریدونه؛ پاکستان وايي، ۸ کسان وژل شوي

هند تېر ماښام (سې‌شنبه، د غويي ۱۶مه) په پاکستان کې نهه مرکزونه په نښه کړي.

هند په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، په پاکستان کې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي.

د هند حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د “سندور” په نوم عملیاتو کې د کشمیر په ګډون د پاکستان په نهو سیمو بریدونه کړي.

د پاکستان پوځ منلې، چې هندي الوتکو په درېیو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې تر اوسه د معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ۲۴ بریدونه کړي. په دې بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

پاکستان خپل هوايي حریم د راتلونکو ۴۷ ساعتونو لپاره تړلی او په پنجاب ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان هم تېره شپه د کشمیر په سرحدي سیمه کې پر هندي عسکرو ډزې کړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې هوايي دفاعي سیسټم یې د هند پینځه جنګي جټ الوتکې را نسکورې او څو بې‌پيلوټه یې له منځه وړې؛ حال دا چې د پاکستاني پوځ یوه ویاند بیا ویلي، د هند د توغندیزو بریدونو په غچ کې یې د هند د هوايي ځواک دوې جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلي دي. د هند هوايي ځواکونو په دې تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

پاکستان ګواښ کړی، چې هند ته به پر خپل وخت د دې برید ځواب ورکړي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریش له داوړو لوریو د زغم غوښتنه کړې او د هند د پوځي عملیاتو به تړاو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان حکومت بیا نن چهار شنبه لس بجې د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې ده.